رسنۍ

د پاکستاني طالبانو د ښځو د مجلې د مشهورتيا د چال له کبله غندنه کيږي

د جاويد محمود لخوا

شنونکي وايي، د تحریک طالبان پاکستان د ښځو لپاره نوي آنلاین مجله د مشهورتيا يو چال دی چې جدي نتيجې لري. [فايل]

شنونکي وايي، د تحریک طالبان پاکستان د ښځو لپاره نوي آنلاین مجله د مشهورتيا يو چال دی چې جدي نتيجې لري. [فايل]

کراچۍ -- په دې ورستيو کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د ښځو لپاره د یوې نوي آنلاین مجلې خپرول يو چال دی چې موخه ېې په سوشل ميډيا باندې د شتون ښودلو له لارې د نړۍ پاملرنه ترلاسه کول دي.

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ په نامه د امنیتي چارو موسسه چې د سول سوسايټۍ فعالينو جوړه کړې ده، ايګزيکيټيو ډايريکټر، امتیاز ګل، وویل، "طالبانو په ختميدونکې اورپکۍ کې د میرمنو مهم رول محسوس کړی دی، او دوی د 'سنت خوله' مجله پيل کړې ده چې ښځې وهڅوي چې په اورپکۍ کې برخه واخلي."

ګل پاکستان فارورډ ته وویل، تحریک طالبان پاکستان تمه لري چې ښځې افراطيت ته راواړوي او د هغوی سره په ترهګريز بریدونو، جنګیالي استخدام او په پاکستان کې خپل کمزوري نيټ ورک پراخه کولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، په تيرو دريو کلونو کې پوځي عمليات د ترهګرو بريدونو د ترسره کولو لپاره د طالبانو وړتيا کمه کړې او اوس تحريک طالبان پاکستان د هغوی د طاقت د بيا بحالۍ لپاره د نوې ستراتېژۍ په لټه کې دي.

د انګریزۍ ژبې دا مجله د ښځو نه غوښتنه کوي چې څنګه د وسلو او لاسي بمونو کارول زده کړي، دا د ماشومانو د ودونو ملاتړ کوي او په ښځو باندې زور ورکوي چې له "هم فکره جهادي خویندو" سره ځان استخدام کړي. [فايل]

د انګریزۍ ژبې دا مجله د ښځو نه غوښتنه کوي چې څنګه د وسلو او لاسي بمونو کارول زده کړي، دا د ماشومانو د ودونو ملاتړ کوي او په ښځو باندې زور ورکوي چې له "هم فکره جهادي خویندو" سره ځان استخدام کړي. [فايل]

طالبان د پاکستان نرم هدفونه په نښه کول غواړي

شنونکي خبرداری ورکوي، چې که څه هم د نوي مجلې پیلول د مشهورتيا يو چال دی، خو د دې اغیزې ډیرې جدي دي.

ګل وويل، طالبان کولی شي چې په پاکستان کې کمزوري سيمې، په ځانګړي توګه هغه سيمې کوم ځای چې نارينه ډير زيات وطن پالني لري، په نښه کړي.

هغه وويل: "په خيبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې، زياتره ښځې د کورنۍ د نارينه غړي [لکه د هغوى] پلار، ورور يا مېړه امر مني."

هغه وويل، "په هیواد کې امنیتي ادارې او مدني ټولنه باید د طالبانو ... د دې مجلې یا د ښځو د استخدام لپاره د بلې ستراتيژۍ سره په کلکه مبارزه وکړي." هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونه بايد د تحريک طالبان پاکستان هغه غړي ونيسي کوم چې ښځې افراطیت ته راړوي.

په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان ريزيډنټ مدير، مبشر مير، پاکستان فارورډ ته وويل: "طالبان په هغه پاکستانيانو کې کوم چې د وسله والو لپاره نرم ځای لري، د دروغو تعليماتو خپرولو له لارې د اسلام نوم په ناوړه توګه کاروي."

هغه وویل چې تحریک طالبان پاکستان د داعش د قدمونو پیروي کوي او په تروریزم کې ډیرې ښځې شاملوي.

د دې نه علاوه، طالبان د خپلې مجلې په سرليک کې د عرب د یوې مشهورې ښځینه جنګيالۍ او د پیغمبر محمد (ص) د يوې پیروي کونکي نوم کاروي.

حضرت خوله بنت الازور د خپل ورور، حضرت زرار ابن ازور سره په ۷ مه پیړۍ کې په يو شمير جنګونو کې د جګړې لپاره مشهوره ده.

"[خوله] د اتلې په توګه پیژندل کیږي، په داسې حال کې چې طالبان په ټوله نړۍ کې د جنايتکاراونو په نامه مشهور دي."

د نړيوالې پاملرنې ترلاسه کولو لپاره د تحريک طالبان يو چال

مرتضی مغل، چې په اسلام ا‌باد کې د نظريه پاکستان ټرسټ څانګې مشر دی، وویل، طالبان "بزدله" دي او په تروریستي فعاليتونو کې ښځې او ماشومان کاروي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ ... له مذهبي عالمانو، پوهانو، مدني ټولنو او عامو خلکو څخه غواړو چې د هغه وسله والو د ناوړه موخو خلاف اواز پورته کړي کوم چې د پاکستان د بدنامولو لپاره [نوي] ستراتیژۍ جوړوي، نړیواله پاملرنه ترلاسه کوي او په سوشل ميډيا باندې خپل طاقت او شتون څرګندوي."

"اسلام په ټولنه کې سولې، زغم او همغږۍ ته وده ورکوي، خو افراطيان د دې ناوړه استعال کوي... چې خپله اجنډا پلي کړي او خپلې ناوړه موخې ترلاسه کړي."

مغل وويل، پوځي عملیاتو ضرب عضب او رد الفساد، چې په جون ۲۰۱۴ او فبرورۍ ۲۰۱۷ کال کې پیل شوي ول، د وسله والو مرکزونه له مینځه ویوړل او ترهګر يې په پاکستان او افغانستان کې په پټيدو مجبوره کړل.

هغه وويل: "د ضرب عضب پوځي عملياتو د پيلولو نه مخکې، په ټول هېواد کې د ترهګريز ډلو يو شمير قوي مرکزونه او پټ ځايونه موجود ول." "خو اوس موږ د تحریک طالبان پاکستان یا د نورو ډلو مرکز نه وينو."

هغه وويل: "د انلاين مجلې پيلول د نړيوالې پاملرنې د تر لاسه کولو لپاره د تحريک طالبان پاکستان يو چال دی او دا نړۍ ته په سوشل ميډيا باندې خپل شتون ښيي."

د انګريزۍ ژبې مجلې، چې په دې کې د ښځينه وسله والو لپاره د مشورې کالم موجود دی، په سرمقاله کې ليکل شوي: "موږ غواړو چې مسلمانانې ښځې وهڅوو چې رامخکې شي او د اسلام د مجاهدینو په لیکو کې یوځای شي."

په دغه کالم کې راغلي، "په کور کې د پټو غونډو انتظام وکړئ او هم فکره جهادي خویندو ته بلنه ورکړئ."

په پاکستان کې د طالبانو په پراخه کچه د نفوذ سره، وسله والې ډلې په منظمه توګه په اردو او انګريزۍ ژبو کې ليکنې خپروي او دوی هيله لري چې خلک استخدام کړي.

دغه وسله واله ډله په فیسبوک او ټویټر باندې هم فعاله وه، خو د دې د سوشل ميډيا زياتره پيجونه لري شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500