تروريزم

داعش د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د مراسمو په ګډوډولو کې ناکامه شو

پاکستان فارورډ

يو پاکستانی رضاکار وروسته له هغې د قربانيانو سره د مرستې لپاره منډه وهي کله چې د بلوچستان په کویټه ښار کې د اګست په ۱۲مه يوه چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل شول. [بنارس خان / ای ايف پي]

يو پاکستانی رضاکار وروسته له هغې د قربانيانو سره د مرستې لپاره منډه وهي کله چې د بلوچستان په کویټه ښار کې د اګست په ۱۲مه يوه چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل شول. [بنارس خان / ای ايف پي]

کویټه -- چارواکو وويل، چې د شنبې په شپه (د اګست په ۱۲ مه) يوه قوي چاودنه چې د پوځيانو ګاډی يې په نښه کړو< د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې مراسمو د ګډوډولو لپاره د داعش لخوا یوه پلان شوي هڅه وه.

دغه چاودنې د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کویټه کې د لارو په يوې اډه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل، او د چاودنې ژر وروسته سيمې ته اور ولګيدو.

د پاکستان د پوځ په يو بيان کې راغلي چې دغه چاودنې د ډيوټۍ په دوران کې يو ګاډی په نښه کړو او يو شمير نورو ګاډو ته يې اور ولګولو.

په بيان کې راغلي چې "په دې چاودنه کې د اور لګولو چاودیدونکي توکې استعمال شوي وې. په پایله کې نږدې ګاډو ته اور ولګیدو. پنځلس کسان د اوو ملکي وګړو په ګډون شهيدان شو."

د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي او د حکومت ویاند انورالحق کاکړ د وژل شویو کسانو د مرګ ژوبلې تاييد وکړو او د ټپيانو شمير یې ۳۲ وښودلو.

د سايټ د څارنې ډلې له مخې، د داعش خراسان څانګې -- چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش يوه اتحادي ډله ده -- یو بیان خپور کړو او د دغه بريد ادعا يې په کې وکړه.

په دغه بيان کې راغلي، چې د دې چاودنې په شا په موټرسایکل سور يو ځانمرګی بريد کوونکی وو.

پاکستان د ترهګرۍ پر ضد متحد دی

چاودنه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې نه دوه ورځې مخکې وشوه. د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه وویل چې دا د مراسمو ګډوډولو يوه هڅه ده.

هغه په یو بیان کې وویل: "زموږ ژمنه به د هيڅ يو چيلنج په وړاندې ماتې ونه مومي."

د داعش وسله والو او طالبانو پخوا په کویټه کې بریدونه کړي دي.

بګتي پاکستان فارورډ ته وویل، "په کویټه او د بلوچستان په نورو ناکراره سیمو کې په دې وروستیو ترهګریزو بریدونو کې ښکیل وسله والې ډلې غواړي چې د بلوچستان له لارې پاکستان بې ثباته کړي." هغه زياته کړه چې "د اګست په دولسمه نيټه په کویټه کې پشین اډې ته نژدې د پوځيانو په يوه لارۍ باندې ځانمرګي بريد ثابته کړه چې وسله وال غواړي چې د آزادۍ جشنونه ګډوډ کړي."

هغه وويل: "موږ د جګړې په حالت کې يو، او دښمن زموږ په صوبه کې د سولې تلپاتې پروسې له منځه وړلو لپاره ټولې هلې ځلې کوي." "وسله والې ډلې غواړي چې د خپلواکۍ په موقع ناوړه پېښه رامنځته کړي."

هغه وويل: "موږ به هيڅکله قوم مايوسه نه کړو؛ حکومت په ټوله صوبه کې د سولې او ثبات د ټينګولو لپاره ټولې موجودې سرچينې کاروي." هغه زياته کړه، روان عملياتو د وسله والو عملياتي وړتيا ډيره کمه کړې ده.

په اسلام آباد کې د امنیت یو شنونکي، ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ له پکار ده چې په بلوچستان کې اورپکۍ ته په پراخه کچه وګورو، ځکه چې دښمن موږ په ټولو برخو کې بوخت کړی يو."

هغه وويل: "د آزادۍ د مراسمو په بهير کې د نظم او قانون حالت خرابولو سره، ترهګريز ډلې غواړي چې نړۍ قانع کړي چې په بلوچستان کې خلک د ملي جشنونو خلاف دي."

هغه وويل، د داعش خراسان ډله په بلوچستان کې د سترو بريدونو په شا ده او داعش هڅه کوي چې په دغه صوبه کې خپلې پښې پياوړي کړي. هغه زياته کړه، صوبايي حکومت بايد د دې عناصرو د سمبالولو لپاره جامع ستراتيژي جوړه کړي."

"داعش د هم فکره منع شوي وسله والو ډلو له لارې په لوړو هدفونو د بريدونه ترسره کولو لپاره یوه ډیره ناوړه پالیسي جوړه کړې ده." هغه زياته کړه، دا اړینه ده چې "د وسله والو د ملاتړ ټوله شبکه وتړل شي."

[عبدل غني کاکړ د کویټې نه په دې راپور برابرولو کې مرسته کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500