امنیت

فاټا د خپلواکۍ ورځ د سولې د لوبو سره لمانځوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د سکول ماشومان د سولې په لوبو کې د جوډو په مقابله کې د اګست په ۹ مه ګډون کوي. د دې مقابلې انتظام د فاټا سيکرټريټ کړی وو. [دانش یوسفزۍ]

د سکول ماشومان د سولې په لوبو کې د جوډو په مقابله کې د اګست په ۹ مه ګډون کوي. د دې مقابلې انتظام د فاټا سيکرټريټ کړی وو. [دانش یوسفزۍ]

خیبر ایجنسي -- د فاټا اوسیدونکي د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۰ مې کليزې نه وړاندې د سولې بیرته راتلل لمانځوي.

د فاټا سیکرټریټ د اګست د لومړۍ نيټې نه د څوارلسمې نيټې پورې د ځوانانو او لویانو لپاره د "سولې د لوبو" يوه لړۍ پیل کړه.

د فاټا سيکرټريټ له مخې، د دې لوبو انتظام نه یواځې د خپلواکۍ د ورځې لمانځلو لپاره وشو بلکې دا د پاکستان سره یووالی څرګندوي او دا پیغام ورکوي چې قبایلي سيمه د هغه ترهګرو لپاره نور خوندي ځای نه دی چې په پاکستان کې بغاوت رامنځته کول غواړي.

د لوبو ميلې د قبايلي سيمې د اوو ايجنسیو نه په زرګونو ګډون کونکي او کتونکي راجلب کړي دي.

د جمرود او باړه څخه د فوټبال ټیمونه تیار ولاړ دي چې په جمرود کې د اګست په ۹ مه لوبې پیل کړي. [دانش يوسفزۍ]

د جمرود او باړه څخه د فوټبال ټیمونه تیار ولاړ دي چې په جمرود کې د اګست په ۹ مه لوبې پیل کړي. [دانش يوسفزۍ]

رحید ګل مالاګوري (ښي لور ته دریم)، چې په خیبر ایجنسۍ کې د سپورټ منيجر دی، د اګست په ۲ مه په لنډي کوتل کې د لنډي کوټل ټیم او د سپورټ کيټونو، چې د هغوی لپاره دي، سره پوز جوړوي. سیمه ییز چارواکي ( چې وودي رنګ شرټ لري) او يو ځايي مشر (چې ږيره لري) تماشه کوي. [دانش يوسفزۍ]

رحید ګل مالاګوري (ښي لور ته دریم)، چې په خیبر ایجنسۍ کې د سپورټ منيجر دی، د اګست په ۲ مه په لنډي کوتل کې د لنډي کوټل ټیم او د سپورټ کيټونو، چې د هغوی لپاره دي، سره پوز جوړوي. سیمه ییز چارواکي ( چې وودي رنګ شرټ لري) او يو ځايي مشر (چې ږيره لري) تماشه کوي. [دانش يوسفزۍ]

ماشومان په لنډې کوتل کې د اګست په ۹ مه په یوې تفریحي لوبه کې ګډون کوي. [دانش یوسفزۍ]

ماشومان په لنډې کوتل کې د اګست په ۹ مه په یوې تفریحي لوبه کې ګډون کوي. [دانش یوسفزۍ]

د سپورټ له لارې د بغاوت سره مبارزه کول

په خيبر ايجنسۍ کې د لوبو منيجر، رحيد ګل مالاګوري، پاکستان فارورډ ته وويل چې په دې لوبو کې کرکټ، فوټبال، والي بال او کُشتي شامله ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په زرګونو لوبغاړي په دې لوبو کې برخه اخلي چې دا د پاکستان ښاري سیمو ته پیغام ورکوي چې دوی [لوبغاړي] د خپلواکۍ ورځ په مساوي توګه لمانځوي."

هغه وويل، فاټا د تروريزم ضد تګلارې ته اړتيا لري چې د "ناامنۍ، ترهګرۍ، بنسټپالنې ايميج او د هغې ټولنې سره مبارزه وکړي کومه چې د دولت ضد عناصرو نه ډکه ده.

هغه وويل، د عشرو راهيسې بغاوت د فاټا ځوانان د ښه تفريحي فعاليتونو نه محرومه کړل.

هغه وويل: "دا لوبې به نه يوازې د ښه فعاليتونو لپاره فرصتونه برابر کړي بلکې دا به په ځوانانو کې د پوهاوي په خپرولو کې هم مرسته وکړي." "په خیبر ایجنسی کې، دا لوبې په لنډي کوتل، جمرود او باړه تحصيلونو کې ترسره کیږي، او فاینل لوبې به په جمرود تحصیل کې ترسره کیږي."

د سولې په لوبو کې د ماشومانو لپاره هم فعالیتونه شامل دي لکه رسه کشي، تقريرونه، د ملي سندرو مقابلې او تفريحي لوبې. په تقريرونو کې به د داسې موضوعاتو، لکه د پاکستان د بنسټ ایښودونکو قربانۍ او د ۱۴ اګست اهميت وغیره، په اړه خبرې کيږي. په تفریحي لوبو کې ټالونه، سلايډونه، د خوراک سټالونه او په مخ باندې نقاشي شامل دي.

د تیارې د وختونو نه راوتل

د فاټا د سپورټ ډايريکټر، محمد نواز خان، وویل، دا لوبې ترسره کول ضروري ول چې قومونو ته وښودل شي چې د اورپکۍ نه لس کاله وروسته فاټا ته سوله بېرته راغلې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د قبایلي سيمو خلک اوس يو پراخه راتلونکی لري." "دوی به نور د خپلو ژوندونو په اړه اندیښنه نه لري ... دا لوبې یوازې د یو روښانه او پرمختللي راتلونکي پیل دی."

هغه زياته کړه: "خلک خوشحاله دي، او بازارونه د سوداګرۍ لپاره پرانستل شوي دي."

حضرت ولي، چې د جمرود تحصیل د تخته بیګ د سیمې څخه یو ګډونوال دی، هیله لري چې داسې نور پروګرامونه به هم ترسره کیږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "مخکې به د ځوانانو لپاره راټوليدل مشکل کار وو ځکه چې ترهګري او ناامني موجود وه او د فاټا د ټولنې جوړښت يې دړې وړې کړی وو." "هغه د تیارې وختونه وو، او د سپورټ یو جشن زموږ لپاره ناممکنه خوب وو. زموږ تر ټولو ستره اندیښنه دا وه چې مونږ په دې روانه اورپکۍ کې بې طرفه پاتې شو او د وژلو څخه ځان وژغورو."

ولي وویل چې د سولې کریډټ د پاکستان هغه وسله والو ځواکونو ته ځي کومو چې په قبایلي سیمو کې د سولې د راوستلو لپاره د پام وړ قربانۍ ورکړي دي.

د بلواګرو د سازمانونو په وړاندې د بریالي عملیاتو -- لکه ضرب عضب عمليات چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شول او رد الفساد عملیات چې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شول -- له کبله د فاټا ځوانان او مشران کولی شي چې یوځای شي، لوبې وکړي او لوی ملي جشنونه ولمانځوي.

یواځې په خیبر ایجنسۍ کې، ۱۶ ټیمونه په کرکټ کې برخه اخلي، ۱۲ په فوټبال او ۶ په کُشتۍ کې. سيمي فاينل میچونه روان دي، او فاينل میچونه به په ۱۴ اګست ترسره کيږي.

د روښانه راتلونکي لپاره هیله

د آزادۍ په ورځ په جشنونو کې د کوڅو د ماشومانو شاملولو لپاره انتظامات شوي دي.

د خیبر سپورټ او فلاحي فورم صدر، میراج افریدی وویل چی د کوڅې ماشومانو ته د سپورټ کيټونو ورکولو لپاره تیاری روان دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د سپورت کيټونو د اخيستلو لپاره د خلکو نه چندې او د خيبر ایجنسۍ د خلکو نه پيسې راټولې کړی شوي دي." "زموږ مشران باور لري چې دا ماشومان باید په راتلونکو جشنونو کې په مساوي توګه ګډون وکړي چې د هغوی د شاته پاتې کیدو مخه ونیول شي."

د جمرود تحصیل د سولې فعال، تاجدار عالم، وویل، دا پروګرام نه یوازې تفریحي فرصتونه برابروي، بلکې په زرګونو نندارچيان هم راجلب کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "مخکې زموږ سيمه د ترهګرو، وژنو، تښتونو، چاودنو او د تعليم د نشت برابر امکان سره مخامخ وه." "دې پروګرام موږ ته د روښانه، خوندي، خوشحاله او سوکاله راتلونکې اميد راکړی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه خبر دی تل دې وي پاکستان تل دې وي فاټا

ځواب

ډير ښه. د فاټا خلک د پاکستان سره مينه لري.

ځواب