زده کړه

فاټا يونيورسټي د ترقياتي فرصتونو لپاره يو اميد رامنځته کوي

د جاويد خان لخوا

د فاټا يونيورسټۍ زده کونکي د فبرورۍ په میاشت کې په دوهم سمسټر کې په کلاس کې برخه اخلي. دغه يونيورسټي د سپتمبر په میاشت کې د دوهم تعليمي سیشن پيلولو لپاره تياری کوي. [جاوید خان]

د فاټا يونيورسټۍ زده کونکي د فبرورۍ په میاشت کې په دوهم سمسټر کې په کلاس کې برخه اخلي. دغه يونيورسټي د سپتمبر په میاشت کې د دوهم تعليمي سیشن پيلولو لپاره تياری کوي. [جاوید خان]

پیښور -- فاټا يونيورسټې د سپتمبر په میاشت کې د دوهم تعليمي سیشن پيلولو لپاره تياری کوي. ځيني کسان هيله لري چې دا اداره به د پاکستان په قبايلي سيمو کې بې سوادي، افراطیت او نور ټولنيز شرونه ختم کړي.

د فاټا يونيورسټۍ وايس چانسلر طاهر شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا اداره به د بې سوادۍ او افراطیت په ختمولو کې مهم رول ولوبوي او په قبایلي سیمو کې به پرمختیا یقیني کړي."

هغه زياته کړه، فاټا او په ځانګړي توګه لرې پرتې سیمې زیات تعلیمي ادارو ته اړتیا لري او په دې سره به هر تن اساسي تعلیم ترلاسه کولی شي.

شاه د جنورۍ په میاشت کې د وايس چانسلر په توګه وټاکل شو. دغه يونيورستۍ خپل لومړنې تعليمي سيشن د سپتمبر په میاشت کې پیل کړو.

شاه وويل، د ۷۲ طالب علمانو لومړنی ګروپ د ۲۰۱۷ د جون په لومړيو کې خپل دوهم سمسټر مکمل کړو. هغه زياته کړه چې دغه ګروپ په ټولو نارينه طالب علمانو باندې مشتمل وو.

شاهد وویل: "موږ هغه ښځینه طالب علمانو ته هرکلی کوو کوم چې په فاټا يونيورسټۍ کې داخله غواړي." هغه زیاته کړه، په دې يونيورسټۍ کې د فيکلټۍ يوه ښځینه غړي موجود ده. هغه د ریاضۍ درس ورکوي.

فاټا يونيورسټي پراخول

فاټا يونيورسټي په عارضي ډول په ګورنمنټ ډګري کالج دره ادم خیل کې د پيښور او کوهاټ انډس هايې وې باندې موجود ده، په داسې حال کې چې د يونيورسټۍ په نوي کيمپس باندې کار روان دی.

نوی کيمپس، چې کار پرې روان دی، به د دره آدم خيل په آخوروال کې په ۴۶۶ کناله (۵۸.۲۵ ايکړه) رقبه باندې موجود وي. تمه کیږي چې دا به په پنځو کالو کې مکمل شي.

شاه وویل: "د خلکو غبرګون ډير ښه دی، او موږ تمه لرو چې د قبایلي سیمو او د ډسټرکټونو ډیر خلک به د دوهم تعليمي سیشن لپاره درخواستونه جمع کړي."

هغه وويل، "اوس مهال طالب علمان په منيجمنټ ساینس، ریاضي، سوشيالوجي او په سیاسي علومو کې داخل دي، په داسې حال کې چې طالب علمان به په دوهم سيشن کې په انګلش، ساینس او ايجوکشن کې داخله اخيستلی شي."

د فاټا د لوړو زده کړو کمیسیون د ۲۰۱۶ کال په نیمایي کې د نوي کیمپس او په فاټا يونيورسټۍ کې د نورو سهولتونو لپاره ۱.۶ ملیارده روپو (۱۵.۲ امريکايي ډالرو) بجټ منظور کړو.

د فاټا سیکرټریټ د پروجيکټ منيجمنټ يو يونټ جوړ کړی دی چې د کیمپس د جوړولو څارنه وکړي او د کيمپس لومړی پړاو مکمل کړي.

د فاټا يونيورسټۍ ۲۰۱۳ کال د مقرراتو لاندې، ۴.۷ ملیارده روپۍ ( ۴۴.۶ ميليونه امریکایي ډالره) به په دوهم پړاو کې په کيمپس باندې ولګول شي.

شاه وويل: "موږ به په ټولو ايجنسو کې د فاټا يونيورسټۍ فرعي کيمپسونه جوړ کړو، او په لومړي پړاو کې به په شمالي وزيرستان، باجوړ او کرم ايجنسۍ کې پوسټ ګريجويټ کالجونه د ځايي کيمپسونو په توګه وګرځول شي."

که څه هم په سپتمبر کې تعليمي سیشن له مخکې نه پیل شوی وو، خو د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او د دولتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزیر عبدل قادر بلوچ په رسمي توګه په تير دسمبر کې د فاټا يونيورسټۍ پرانيسته وکړه.

جهګړا د دسمبر په میاشت کې د ادارې د لیدلو نه وروسته وویل، "دا يونيورسټي به په ټولو قبایلي سیمو کې تعلیم او سوکالي رامنځته کړي، چې سوله او پرمختګ ته اړتیا لري."

د فاټا يونيورسټۍ وياند، خالد مينه ور، پاکستان فارورډ ته وويل: "په نوي کيمپسونو کار په زور او شور سره روان دی او د پلان مطابق به په پنځو کالو کې مکمل شي."

"نورو طالب علمانو ته د داخلې ورکولو، په درې نورو پروګرامونو کې د کلاسونو پیلولو، د تګ راتګ انتظام کولو او په ليبارټرو کې آلات نصب کولو پروسه روانه ده."

د افراطیت ختمولو لپاره تعليم مهم دی

د يو شمير قبايلي قومونو غړو په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو لپاره د يونيورسټۍ د جوړولو ستاینه کړې ده.

د جنوبي وزیرستان احمد جان وزير پاکستان فارورډ ته وویل، "پخواني حکومتونه او هغو کسانو چې د فاټا يونيورسټۍ د جوړولو لپاره یې کوششونه کړي دي، هغوی د هغه سلګونو زره قبايلو ستر خدمت کړی دی، کومو ته چې د نورو سهولتونو نه زيات د تعلیم ضرورت دی."

هغه زياته کړه، د تعليم زياتې موقعې به زيات کارونه، پرمختګ، ښه صحت او نور سهولتونه يقيني کړي.

هغه وويل: "تعليم يو مهم عنصر دی چې دا به د قبايلي قومونو ستونزې، په ځانګړي توګه په فاټا کې هغه افراطيت او تشدد ختم کړي د کومو سره چې دوی مخامخ دي."

د خيبر ايجنسۍ يو استاد، يارمحمد، وويل، دا يونيورسټي به د قبايلي سيمو د پرمختګ په برخه کې يو ستر ګام وي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ ته ډير زيات د فاټا يونيورسټۍ په څیر د ښه تعليمي ادارو ضرورت وو، او موږ په فاټا کې هر ځای زیات سکولونو او کالجونو ته اړتیا لرو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500