تروريزم

د نوی آی ايس آی ايس خراسان ويډيو: ماشومان ماشومان وژني

د سلیمان راپور

دوه هلکان، چې باور کیږي د ۷ او ۱۲ کالونو تر منځ عمرونه لري، د داعش د خراسان څانګې له خوا خپره شوې یوه تبلیغاتي ویډیو کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې دوه نور ماشومان وژني.‌ [آرشیف]

دوه هلکان، چې باور کیږي د ۷ او ۱۲ کالونو تر منځ عمرونه لري، د داعش د خراسان څانګې له خوا خپره شوې یوه تبلیغاتي ویډیو کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې دوه نور ماشومان وژني.‌ [آرشیف]

کابل -- د داعش خراسان څانګه، چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي، په دې وروستیو کې يو ډير ناوړه کار وکړو کله چې هغوی په افغانستان کې د نامعلومه ځای نه یوه ویډیو جاري کړه چې ماشومان په کې ماشومان وژني.

د داعش اعداموونکي داسې ښکاري چې د ۷ او ۱۲ کالونو تر منځ عمرونه لري. هغوی چې تور لباسونه یې اغوستي، د خپلو بندیانو تر شا ولاړ دي.‌ بندیان په زنګنونو ناست او د داعش له خوا بندیانو ته ځانګړي شوي لباسونه یې اغوستي دي.‌

وژونکي، چې خپل لاسي ټوپکونه ښوروي، مخکې له دې چې بندیان له نژدې فاصلې څخه وولي د هغوی سرونه شاته کش کوي.‌

د ۱۰ دقیقه یي ویډیو په یوه بله برخه کې، یو بل ماشوم، چې نظامي لباس یې پر تن دی، د یوه داسې سړي تندي ته لاسي ټوپک نیسي چې د هغه په مخکې یې ګونډې وهلې دي. یو سړی چې عین ډول خاکي مخ پټی یونیفورم یې اغوستی دی، د دغه اعدام څارنه کوي.‌

په ویډیو کې د داعش دوه ماشومان غړي په داسې حال کې ښودل کیږی چې د اعدامونو لپاره تیاری کوي.‌ کتونکي وایي، د داعش عناصر په بې رحمانه توګه ماشومان تښتوي یا استخداموي بیا د هغوی مغزونه وینځي او داسې روزنه ورکوي چې د نورو اعدامونه،‌ ځانمرګي بمي بریدونه او نور ترهګریز عملونه ترسره کړي.‌ [آرشیف]‌

په ویډیو کې د داعش دوه ماشومان غړي په داسې حال کې ښودل کیږی چې د اعدامونو لپاره تیاری کوي.‌ کتونکي وایي، د داعش عناصر په بې رحمانه توګه ماشومان تښتوي یا استخداموي بیا د هغوی مغزونه وینځي او داسې روزنه ورکوي چې د نورو اعدامونه،‌ ځانمرګي بمي بریدونه او نور ترهګریز عملونه ترسره کړي.‌ [آرشیف]‌

د داعش په دغې لس دقیقه یي ویډیو کې یو شمېر داسې صحنې راغلي چې ماشومان په کې لاسي ټوپکونه ښوروي او د داعش په بندیانو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

د داعش په دغې لس دقیقه یي ویډیو کې یو شمېر داسې صحنې راغلي چې ماشومان په کې لاسي ټوپکونه ښوروي او د داعش په بندیانو باندې ډزې کوي. [آرشیف]

په همدې ویډیو کې د داعش لویان غړي هم ښودل کیږي چې د بندیانو د ویشتلو لپاره تیاری کوي. کتونکي وایي، په داسې حال کې چې داعش هره ورځ په افغانستان کې ځمکه او جنګیالي له لاسه ورکوي دا یې داسې یوه نهیلې هڅه ده چې غواړي خپل قدرت او ځواک پرې وښیي. [آرشیف]

په همدې ویډیو کې د داعش لویان غړي هم ښودل کیږي چې د بندیانو د ویشتلو لپاره تیاری کوي. کتونکي وایي، په داسې حال کې چې داعش هره ورځ په افغانستان کې ځمکه او جنګیالي له لاسه ورکوي دا یې داسې یوه نهیلې هڅه ده چې غواړي خپل قدرت او ځواک پرې وښیي. [آرشیف]

نورې صحنې ښیي چې ۴ سړي چې په یوه لیکه کې ولاړ دي، تور لباسونه یې اغوستي او مخونه یې پټ دي، داسې بندیان چې سترګې یې تړلي او د هغوی مخې ته یې ګونډې وهلي دي، وژني.

کتونکي وایي، دا ویډیو د دې شاهدي ورکوي چې د داعش خراسان څانګه د تېر کال په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له یو لړ نه په شا کېدونکیو ماتو څخه وروسته داسې نا امېدانه هڅه کوي چې خپل کمزوری ځواک وښیي.‌

داعش ماشومان تښتوي او مغزونه یې وینځي

افغان چارواکي او تحلیلګران وایي، دا ماشومان، چې تش په نامه «د خلافت پیروان» دي،‌ د بېلابېلو جبري تکتیکونو له لارې د داعش له خوا استخدامېږي، مغزونه یې وینځل کیږي او روزل کیږي.‌

د کونړ او هرات ولایتونو یوه پخواني والي فضل الله وحیدي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش فعالان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دغه ماشومان یا استخداموي یا یې تښتوي او بیا روزنه ورکوي. سربېره پر دې، هغوی د افغانانو له بې سوادۍ او بې وزلۍ څخه ګټه پورته کوي او دغه ماشومان استخداموي یا یې مغزونه وینځي.»

هغه وویل، «د استخدام شویو ماشومانو د مغزونو له وینځلو څخه وروسته، د داعش ځواکونه دا ماشومان داسې روزي چې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي او له چاودېدونکیو موادو سره کار وکړي. سربېره پر دې، هغوی دغه ماشومان داسې په بشپړه توګه اړوي چې هغوی له وژنې، ځانمرګو بریدونو او وحشت څخه پرته د بل هېڅ شي سوچ هم نه کوي.»

وحیدي وویل، «ما شخصا داسې قضیې لیدلي چې د داعش استخدام شویو حتی د خپلو کورنیو په وړاندې رحم نه دی ښودلی، او ان خپل وروڼه یې وژلي دي،»‌

داعش تر فشار لاندې دی او ځمکې له لاسه ورکوي

د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «داعش ته په افغانستان کې درانه تلفات ور اوښتي دي، او افغانان په دوامداره توګه د هېواد په څلورو کونجونو کې د دغې ډلې د ماتې خبرونه اوري،»‌

په افغانستان کې داعش ته د ور اوښتو زیانونو په لړ کې، د ایتلاف ځواکونو په یوه کال کې دننه د هغوی درې مشران ووژل، چې په دې ډله کې یې ابوسعید د جولای په ۱۱مه په کونړ ولایت کې وواژه.

هغه وویل، «دا ډله بله هیله نه لري چې په افغانستان کې خپل حضور ثابت کړي او د قدرت د دروغجنو نندارو په جوړولو سره له بې ګناه ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخلي،»‌

وزیري وویل، «داعش د افغانستان د خلکو پر ضد ډېر سخت ظلمونه ترسره کړي دي. افغانان داعش ته د داسې یوه وحشي ګروپ په سترګه ګوري چې د هېڅ افغان په وړاندې هېڅ ډول رحم نه ښیي.»‌

هغه وویل، «داعش نشي کولی چې نور د افغان لویانو له منځه نوي غړي استخدام کړي. په نتیجه کې، هغوی داسې ماشومان استخداموي چې د اسلامي اساساتو په هکله معلومات نه لري،‌ پوهه نه لري، د ښکېلتیا او جګړې د اصولو په هکله نه پوهېږي او نه هم د بشري حقونو د اساساتو په هکله معلومات لري.»‌

هغه زیاته کړه، «هغوی د زور کارولو له لارې، داسې چې په میندو او پلرونو یې فشار ور ولي،‌ ماشومان استخداموي،»‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر او پخواني پوځي افسر اسدالله ولوالجي وویل، «د حکومت او رسنیو له خوا د خپرو شویو راپورونو په اساس، داعش د خپلو جنګي ځواکونو قاطع اکثریت له لاسه ورکړی،‌ او د هغوی د ځواک مرکز، چې په ننګرهار ولایت کې یې موقعیت درلود، له منځه وړل شوی دی،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ټول د داعش لپاره د دې سبب شوي دي چې خپله نظامي وړتیا له لاسه ورکړي.‌ د دې لپاره چې خپله ماتې جبران کړي... داعش په خپله اجندا کې د ماشومانو کارول شامل کړي،‌ او دا یو داسې عمل دی چې د جګړې د ټولو منل شویو عمومي اصولو خلاف دی.»‌

ولوالجی وویل، «داعش هڅه کوي چې... په ټولنه کې وېره او ترهه واچوي او د ماشومانو د استخدام او د هغوی د مغزونو د وینځلو له لارې خپل راتلونکي پلانونه ترسره کړي،»‌

هغه وویل، «خو له دې امله چې افغانان هېڅکله داعش نه غواړي،‌ نو په افغانستان کې به د داعش پلان هېڅکله هم کار ور نه کړي. په حقیقت کې، هغوی داعش ته،‌ چې داسې یوه ډله ده چې د زوال د کندې پر غاړه ولاړه ده، په ماتې ورکولو کې یو حیاتي رول ترسره کړ.‌»

'د ماشومانو له حقونو څخه شرموونکې سرغړونه'

په کابل کې د ماشومانو د حقونو فعال عبدالباقي سمندر وویل، «هغه ویډیو چې د داعش له خوا خپره شوې او ماشومان په کې نور ماشومان وژني...‌په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو پر ضد یو جرم دی،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ماشومان د هر هېواد د راتلونکي د ودانۍ خښتۍ دي. له بده مرغه،‌ داعش غواړي چې د ماشومانو د استخدام او هغوی ته د وحشیانه ترهګریزو عملونو د ورښوولو له لارې د افغاني ټولنې بنسټ ویجاړ کړي.»‌

هغه وویل، «د ترهګرو او اورپکو ګروپونو له خوا د ماشومانو استخدام د افغانستان د قوانینو، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیونونو، او ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو پر ضد کار دی،»‌ نوموړي زیاته کړه،‌ چې په حکومتونو باندې لازمه ده چې د نړیوالو کنوانسیونونو په اساس د ماشومانو حقونه خوندي کړي.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (AIHRC) هم په افغانستان کې د اورپکو او ترهګرو ګروپونو له خوا د ماشومانو د استخدام په هکله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون (AIHRC) ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش له خوا د عسکرو په توګه د ماشومانو استخدام،‌ د اعداموونکیو په توګه د هغوی روزل او د ماشومانو اعدامول... نېغ په نېغه د بشري حقونو له ارزښتونو، نړیوالو بشري قوانینو،‌ د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو، د افغانستان قوانینو او اسلامي اساساتو سره ټکر کوي،»‌

هغه وویل،‌ «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون (AIHRC) په حکومت،‌ نړیواله ټولنه او د بشري حقونو په نړیوالو موسسو باندې غږ کوي چې له هرو ممکنو لارو څخه د دې مخه ونیسي چې ترهګرې ډلې ماشومان استخدام کړي او ناوړه ګټه ترې واخلي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

zakho nawy wersta ba tabsra wokam

ځواب