روغتیا

وسله وال په افغانستان کې د ايچ آی وي / ایډز پر ضد د کوششونو مخه نيسي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د افغانستان د طالبانو ملېشو جنګیالي د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۸ مه د پکتيا صوبې د ګرديز په مضافاتو کې د احمد آبا په ډسټرکټ کې مزل کوي. څارونکي وایي چې په افغانستان کې د ايچ آی وي/ایډز د خپریدو اصلي لامل طالبان او د صحت په کلینیکونو او تاسیساتو باندې د وسله والو ډله ایز بریدونه دي. [فريدالله احمدزۍ/ای ایف پي]

د افغانستان د طالبانو ملېشو جنګیالي د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۸ مه د پکتيا صوبې د ګرديز په مضافاتو کې د احمد آبا په ډسټرکټ کې مزل کوي. څارونکي وایي چې په افغانستان کې د ايچ آی وي/ایډز د خپریدو اصلي لامل طالبان او د صحت په کلینیکونو او تاسیساتو باندې د وسله والو ډله ایز بریدونه دي. [فريدالله احمدزۍ/ای ایف پي]

پيښور -- د ايچ آی وي / ايډز د ملګرو ملتونو ګډ پروګرام خبرداری ورکوي چې په پاکستان او افغانستان کې وسله وال په جنګ ځپلي افغانستان کې د ايچ آی وي / ايډز د کنټرول په وړاندې خنډونه دي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د يون اين ايډز ډايريکټر ډاکتر مامدو ایل ساکو د جولای په ۱۱مه پاکستان فارورډ ته وویل، چې په افغانستان کې زياتيدونکي اورپکۍ د هغه کوششونو مخنيوی کوي کوم چې د اېچ آی وي/ایډز شکمن ناروغان په ګوته کوي او هغوی ته په پاکستان کې مشوره او علاج برابروي."

هغه وويل: "موږ په افغانستان کې نږدې ۱،۰۰۰ کيسونه په ګوته کړي دي، خو که چيرې موږ ټول زيانمنونکي خلکو ته ورسېږو او د هغوی معاينه وکړو نو د ناروغانو شمېر زياتيدی شي."

ايکسپريس ټريبيون په ۲۰۱۶ کال کې د نړیوالې مطالعې په حواله سره راپور ورکړو چې په پاکستان کې د ايچ آی وي / ایډز نه د مړینې شمیر په ۲۰۰۵ کال کې د ۳۶۰ نه په ۲۰۱۵ کال کې ۱،۴۸۰ ته ورسيدو.

د پاکستان ټولنیز فعالین د دسمبر په لومړۍ نيټه په لاهور کې د ایډز د نړیوالې ورځې په موقع د ايډز په هکله پوهاوي رامنځته کوي. د ايډز نړيواله ورځ هر کال لمانځلی شي چې د ايچ آی وي / ايډز په اړه پوهاوي رامنځته کړي او په نړۍ کې مهم پريکړه کونکي وهڅوي چې د ايچ آی وي / ايډز د مخنيوي، پاملرنې او درملنې لپاره فنډونه برابر کړي. [عبدل مجید /ی ايف پي]

د پاکستان ټولنیز فعالین د دسمبر په لومړۍ نيټه په لاهور کې د ایډز د نړیوالې ورځې په موقع د ايډز په هکله پوهاوي رامنځته کوي. د ايډز نړيواله ورځ هر کال لمانځلی شي چې د ايچ آی وي / ايډز په اړه پوهاوي رامنځته کړي او په نړۍ کې مهم پريکړه کونکي وهڅوي چې د ايچ آی وي / ايډز د مخنيوي، پاملرنې او درملنې لپاره فنډونه برابر کړي. [عبدل مجید /ی ايف پي]

د پاکستان او افغانستان لپاره د يو اين ايډز ډايريکټر ډاکټر مامدو ايل ساکو د جولای په ۱۱مه په پیښور کې د ميډيا سره خبرې کوي. [اشفاق یوسفزی]

د پاکستان او افغانستان لپاره د يو اين ايډز ډايريکټر ډاکټر مامدو ايل ساکو د جولای په ۱۱مه په پیښور کې د ميډيا سره خبرې کوي. [اشفاق یوسفزی]

ساکو وويل چې پاکستان او افغانستان د ايچ آی وي/ایډز په اړه د معلوماتو تبادله کوي ځکه چې دوی ورته ستونزې لري لکه څنګه چې په رګونو کې د نشه یي توکو کاروونکي او کډوال کارګران چې د ناروغۍ د مثبت معاینې وروسته د منځني ختیځ هیوادونو نه بيرته راځي.

هغه وويل چې پاکستان د افغانستان سره د دې ناروغۍ په مخنيوي کولو کې مرسته کولی شي ځکه چې دا ښه طبي سهولتونه لري. هغه زياته کړه، چې د پولې دواړو غاړو ته سياسي ژمنه د ايچ آی وي / ايډز په وړاندې په برياليتوب کې يو کليدي رول لوبولی شي.

هغه وويل: "موږ په دواړو هيوادونو کې د ديني مشرانو ملاتړ تر لاسه کړی دی چې د دې ناروغۍ د مخنيوي او د دې نه د خلکو بچ کولو په اړه د اسلامي تعليماتو سره سم معلومات خپاره کړي."

هغه وويل، "موږ پیاوړی او د مشورې اغېزمن کمپاین غواړو چې د دې ناروغۍ د متنقل کيدو د مختلفو وسيلو په اړه خلک خبر کړو او د هغه شرم مخنيوی وکړو کوم چې د دې ناروغۍ په مريضانو کې رامنځته کيږي کله چې دوی په دې مرض کې اخته شي."

نا امني د روغتیا پاملرنې مخه نیسي

په افغانستان کې د ايچ آی وي/ایډز کيسونه نږدې ٪۰.۰۰۱ دي، خو چارواکي يريږي که چیرې مناسب ګامونه پورته نه کړی شو نو دا به د عامه روغتیا لويه مسله رامنځته کړي.

دا ستونزه د قانون او نظم حالت خرابوي، کوم چې د روغتیا د مسلکي کارکونکو مخه نيسي چې ټول کيسونه په ګوته کړي او هغوی ته د مشورې ورکولو او درملنې لپاره مناسب ګامونه پورته کړي.

د ماشومانو او وسله والو جګړو په اړه د واچ لسټ، چې يو نړيوال مدافع سازمان دی، له مخې، د جنورۍ ۲۰۱۵ او دسمبر ۲۰۱۶ کال په منځ کې افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو یا طبي پرسونلو په وړاندې د ۲۴۰ نه زيات بریدونه ترسره شول.

د واچ لسټ د يوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، کريسټين موناګين، چې په واچ لیسټ سازمان کې ريسرچ افسره او د مارچ ۲۰۱۷ کال د راپور لیکواله ده، وویل، "په روغتیایی مرکزونو باندې هدفي بریدونو د افغانستان کمزوری روغتیايي سیسټم تباه کړی دی، چې يو شمير وګړي يې د ژوند ژغورنې پاملرنې ته د لاسرسۍ نه منع کړي دي."

په دغه راپور کې راغلي چې طالبان او د دولت ضد نورې ډلې د زياتره بریدونو ذمه وار ول.

د واچ لسټ له مخې، دې عناصرو "په ټول افغانستان کې په لنډ مهاله یا تلپاتې توګه طبي تاسیسات تړلي دي، ويجاړ کړي دي او یا يې له منځه وړي دي. هغوی نه يوازې طبي سامانونه لوټ کړي بلکې امبولانسونه يې هم پټ کړي دي، طبي پرسونلو ته يې ګواښونه کړي دي، هغوی يې يرولي دي، د هغوی نه يې پيسې اخيستې دي، هغوی يې نيولي او يا يې وژلي دي."

وسله وال د درملنې مخه نیسي

د افغانستان د عامې روغتيا وزیر فیروز الدین فیروز پاکستان فارورډ ته وویل چې اورپکۍ د افغانستان په روغتیایي سیسټم کې د کمزورۍ لوی لامل دی.

هغه په يو ايميل کې وويل: "موږ ډير وسايل لرو، کوم چې ډیرو ملي خيراتي ادارو برابر کړي دي، چې د شکمنو ناروغانو په ګوته کولو او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې د ايچ آی وي د خپريدو مخه ونیسو، خو اورپکۍ زموږ د پلان مخه نیولې ده."

فيروز وويل، د مدني ټولنې سازمانونه غواړي چې د وزارت سره کار وکړي چې تخنيکي مهارتونه وړاندې کړي او د ناروغانو په کورنيو کې پوهاوي رامنځته کړي. د افغانستان مذهبي مشرانو ژمنه کړې چې د دې کوششونو سره مرسته وکړي او د دې وايرس د خپریدو په اړه خپلو پیروانو ته مشوره ورکړي.

هغه وويل، د دې کوششونو بریالیتوب ته د سولې او امنیت ضرورت دی.

په پېښور کې ډاکټر محمد ظفر، چې د خيبر پښتونخوا د صحت پخوانی ډايريکټر جنرل دی، وويل، په پاکستان او افغانستان دواړو کې طالبان وسله وال د روغتیایي نوښتونو لپاره یو خنډ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دوی په سوات او فاټا کې او همدارنګه په افغانستان کې د ښځينه روغتیایي کارمندانو مخه نیولي ده. "دوی غواړي چې د عامې روغتيا، په ځانګړي توګه د ښځو، د خيال ساتلو نه بغير د خپلې خوښې اسلام نافذ کړي."

پاکستان د ايچ آی وي / ایډز وړيا علاج وړاندې کوي

پاکستان د افغانستان د ایډز ناروغانو ته وړیا علاج ورکوي.

د خیبر پښتونخوا د ایډز د کنټرول پروګرام مشر ډاکټر ایوب روز پاکستان فارورډ ته وویل: "نږدې ۱۵۵ افغان وګړي په پيښور کې په حیات آباد ميډيکل کمپليکس کې په انټریټرو وایرل تهرافي سنټر کې علاج ترلاسه کوي ځکه چې په افغانستان کې داسې سهولت نشته."

هغه وويل: "د افغانستان سره زموږ همکاري د نړيوالې ستراتيژۍ يوه برخه ده چې په سيمه ييزه کچه د د دې ناروغۍ د خپريدو او په دې کې د عامو خلکو د اخته کېدو مخه ونيسي."

هغه وويل، "موږ د طالبانو د تروریزم له امله په خطر کې یو، کوم چې د ايچ آی وي په وړاندې د کوششونو مخه نيسي." هغه زیاته کړه، چې افغان ناروغان په دوامداره توګه پاکستان ته راځي.

روز وویل: "موږ له پکار ده چې د ايچ آی وي د خپریدو او د رابرسيره کيدو د مخنيوي لپاره د همغږيز کوششونه ترسره کړو."

واريس نور، يو افغانې وګړې چې په پېښور کې د ايچ آی وي / ايډز علاج ترلاسه کوي، وويل، افغانساتان ته د دې ناروغۍ د کنټرولولو لپاره د يو پياوړي او اغيزمن مدافع کمپاين ضرورت دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل, "موږ له پکار ده چې د دې ناروغۍ د منتقل کيدو د وسيلو په اړه خلکو ته خبر ورکړو او د دې له کبله رامنځته کیدونکی شرم ختم کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500