زغم

په لنډي کوتل کې د عیسايانو نوې کالوني 'د امید رڼا' ده

د محمد شکيل لخوا

د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالد محمود (د ښي اړخ نه دريم) په لنډي کوتل کې د جولای په ۱۴مه د عيسايانو د نوې کالونۍ پرانيسته کوي. [محمد شکيل]

د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالد محمود (د ښي اړخ نه دريم) په لنډي کوتل کې د جولای په ۱۴مه د عيسايانو د نوې کالونۍ پرانيسته کوي. [محمد شکيل]

پیښور -- پاکستاني چارواکو په لنډي کوتل کې د عیسايانو ټولنې لپاره د نوې کالونۍ بنياد کېښودو، چې په خیبر ایجنسۍ کې يې د اقلیتي ډلو اوږد مهاله مطالبه پوره کړه.

ځايي چارواکي وايي، وروسته له هغې چې دغه اقليت د کلونو لپاره د وسله والو ظلم او غصه برداشت کړه، په فاټا کې امنیت دومره ښه شوی دی چې ترقياتي انفراسټرکچر لکه د روغتیا، تعليم او د استوګنې پروژې پيل شوي دي.

د جولای په ۱۴مه د عیسايانو د ټولنې لپاره د استوګنې کالونۍ پرانیستل د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کیږي او دا په قبايلي سيمو کې محروم شویو ټولنو ته د واک ورکولو لپاره يوه لاره ده.

فنانشل ټایمز په ۲۰۱۶ کال کې اټکل وکړو چې عیسایان د پاکستان د ابادۍ ٪۱.۶ (۲.۵ ملیونه خلک) دي.

یو نوی پیل

د خيبر ايجنسۍ اوسيدونکي وايي چې دوی د يو نوې دور لپاره هيله من دي چې د انفراسټرکچر د پرمختيا لخوا پيل شوی دی.

ملک ارشد مسيح، چې د لنډي کوتل اوسيدونکی، د لونګۍ لرونکې او د پاکستان د اقليتونو اتحاد مرکزي ايګزيکيټيو غړی دی، وويل، "له بده مرغه، په فاټا کې د نسلونو راهیسې ژوند کونکو اقليتونو ته اجازه نه وه ورکړل شوی چې جايداد واخلي ځکه چې هیڅ قانون هغوی ته حق نه وو ورکړی چې هغوی د انتقال او خرڅولو معاهده وکړي."

د لونګۍ لرونکی رول دا دی چې هغه د ډوميسايلونو، قومي شناختي کارډونو، پاسپورټونو او تعلیمي سندونو په اړه د فاټا قبایل او د حکومت ترمنځ روغه جوړه وکړي. د خیبر ایجنسۍ پوليټيکل انتظاميې په جولای ۲۰۱۵ کې، په لومړي ځل، څلور غیر مسلم لونګۍ لرونکي مقرر کړل.

مسيح پاکستان فارورډ ته وویل: "د اقليتونو د مسلې وجه دا وه چې هغوی دا توان نه لرلو چې د ډوميسايل سند ترلاسه کړي او دا د ځمکې اخیستلو او د ملکیت د حق اخیستلو لپاره يو شرط دی."

په اپریل ۲۰۱۵ کال کې د خیبر ایجنسۍ پوليټيکل انتظاميې دې فيصلې چې اقلیتونو ته ډوميسايل سندونه جاري کړي، دغه ټول هر څه يې بدل کړل.

مسيح وویل: "د پوليټيکل انتظاميې فيصله چې اقلیتونو ته ډوميسايل اسناد ورکړي، نه یوازې هغوی د قبایلي سیمو راجستر شوي اوسيدونکې ګرځوي بلکې هغوی ته د ملکیت اخیستلو توان هم ورکوي."

هغه وويل: "اوس به موږ کولی شو چې خپل ټولنيز او اقتصادي حالات بدل کړو."

د ملکیت ادعا کول، د ټولنې پراختیا

د ټول پاکستان د هندوانو د بشري حقونو غورځنګ مشر، د پيښور هارون سراب ديال، پاکستان فارورډ ته وویل، د اقليتي ټولنې غړي چې د پاکستان د جوړیدو راهیسې په قبایلي سیمو کې ژوند کوي، ځان ريښتنې وګړي ګڼي او هغه ټول حقونه لري کوم چې د پاکستان په آيين کې ورکړل شوي دي."

هغه د عيسايانو د نوې کالونۍ جوړولو په اړه وویل: "دا یوه تاریخي لمحه ده چې د خیبر ایجنسۍ اقليتونو ته د کورونو جوړولو لپاره پلاټونه ورکړل شول. دغه اقليتونو د اوږدې مودې راهیسې د استوګنې حقونو، چې د فاټا مسلمانان ترې خوند اخلي، لپاره مطالبه کړې وه."

که څه هم اقليتونه اوس په قبايلي سيمو کې ځمکې اخيستی شي، خو حکومت لپاره پکار ده چې د ځمکو اصلاحات يقيني کړي.

سراب دیال وویل، د ځمکو اصلاحات د لنډي کوتل په ځینو سیمو او ميرانشاه کې معرفي شوي دي، خو په ۲،۶۰۰ کلوميټره اوږده قبايلي سيمه کې د ۵۰،۰۰۰ نه د زياتو اقلیتي غړو امیدونه او غوښتنې به هله پوره شي کله چې هغوی د فاټا د نورو اوسیدونکو سره مساوي حقونه ترلاسه کړي."

د عيسايانو لپاره د استوګنې سيمه په لنډي کوتل کې له مخکې نه موجود ده، خو په خیبر ایجنسۍ کې دا لومړی ځل دی چې دوی به ځمکه ولري.

د ډان خبري اژانس ژورناليسټ ابراهيم شينواري پاکستان فارورډ ته وويل، "د عيسايانو نوې کالوني به د اتو کنالو (يو ايکړ) په ځمکه جوړه شې چې په دې ۳۳ ميليونه روپۍ (۳۱۳،۰۰۰ ا امريکايي ډالره) لګښت راځي." "د ځمکې قیمت به حکومت او د ځمکې خاوندان شریک کړي."

تمه کیږي چې د ځمکې په ۲۱ مالکانو کې به هر يو د ۳۵۰،۰۰۰ روپو ( ۳،۳۲۰ امريکايي ډالرو) مرسته وکړي.

شينواري وويل، "په لنډي کوتل کې د عیسایانو د نوې کالونۍ افتتاح به د اقلیتونو د ازادۍ لپاره نوره هم لاره هواره کړي او دوی به وهڅوي چې د فاټا په پراختیا کې يو تعميري رول ولوبوي."

د ښه راتلونکي لپاره هیله

د پي ايم ای خیبر پښتونخواه صوبايي منتظم، سیمسن جيکب، وویل، اقليتي ډلې چې په خیبر ایجنسۍ کې د هند د ويش نه مخکې ژوند کوي، د پوليټيکل انتظاميې د کوششونو ستاینه کوي.

هغه وویل، د عیسايانو لپاره کالوني جوړول اقلیتونو ته د حقونو ورکولو په برخه کې يو ستر ګام دی. هغه زیاته کړه چې دا به په راتلونکي کې د اقلیتونو لپاره په ښه موقعې يقيني کولو کې مرسته وکړي او دوی ته به يو فليټ فارم ورکړي چې دوی د مساواتو پر بنسټ فضا کې د خپلو ګټو تعقیب وکړي.

سیمسن وویل. "دا کالوني زموږ د غوره راتلونکې لپاره د امید رڼا ده."

هغه وويل: "مساوي مقام او اقليتي ټولنې ته خپل حقونه ورکول زموږ په اوږد مهاله غوښتنو کې شامل ول او دا ترټولو مهمې غوښتنې وې." "د خیبر ایجنسۍ د راجسټر شویو اوسیدونکو وروسته، مونږ په خپل ټولنیز حالت کې د مثبت بدلون تمه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500