اسلام آباد -- شنونکي وايي، چې په پاکستان کې په تېرو څلورو کلونو کې د ځانمرګي بریدونو شمیر کم شوی دی، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پوځي او استخباراتي عملیاتو د اغیزمنتیا ثبوت دی.
د جنوبي آسیا تروریزم پورټل ویب سايټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې ۴۳ ځانمرګي بریدونه ثبت شوي ول، چې په نتیجه کې یې ۷۵۱ تنه مړه شوي ول او ۱،۴۱۱ ژوبل شوي ول.
په ۲۰۱۴ کال کې، چې په دغه کال کې د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیات پيل کړل او مختلفې وسله والې ډلې يې په نښه کړې، د ځانمرګي بریدونو شمیر ۲۵ ته راټیټ شو، چې ۳۳۶ کسان په کې ووژل شول او ۶۰۱ ټپیان شول.
په ۲۰۱۵ او بیا په ۲۰۱۶ کال کې هم نولس ځانمرګی بریدونه ترسره شول، په داسې حال کې چې په روان کال کې د جولای د نهمې نيټې پورې ۱۰ ځانمرګي بریدونه ثبت شوي دي.
بریالي پوځي عملیات
په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شا، چې د فاټا پخوانی امنیتي سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پوځي عملياتو او امنیتي ګامونو مثبتې پایلې رامنځته کړي دي، چې په ځانمرګي بریدونو او د ملکي وګړو او امنیتي کارکوونکو په مرګ ژوبله کې یې د پام وړ کموالی راوستی دی."
هغه وويل: "ضرب عضب عمليات د تروريستانو لپاره ترټولو زيات وژونکي عمليات ثابت شوي دي. دې عملياتو نه يوازې وسله والو ته ستر زيان رسولی دی بلکې په شمالي وزيرستان کې يې د هغوی پټنځايونه، تربيتي کيمپونه او د وسلو ډيپوان هم تباه کړي دي."
هغه وويل: "د ضرب عضب عملياتو د پيل څخه وروسته، د ترهګرۍ ګراف په هېواد کې تر ټولو ټيټې کچې ته راټيټ شوی دی."
د عمل ملي پلان د ټريکر راپور ۲۰۱۶، چې د تحقیقاتو او امنیت د مطالعاتو مرکز د اپریل په میاشت کې خپور کړو، له مخې، ځيني ۱،۸۱۶ وسله وال چې په پاکستان کې د غیرقانوني سازمانونو سره يې تړاو لرلو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې په عملياتو کې ووژل شول، په داسې حال کې چې ۵،۶۱۱ کسان ونيول شول.
په دغه راپور کې راغلي چې پاکستان په تیرو څو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د پام وړ کار کړی دی، چې په نتیجه کې د ۲۰۱۴ کال او ۲۰۱۶ کال تر منځ د تاوتریخوالي اړوند تلفاتو کې ٪۶۶ کموالی راغلی دی.
شاه وويل، د پاکستان د پوځ نوي رد الفساد عملیات، چې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شول، هم د اورپکۍ مخنيوی کوي او د پخوانیو عملیاتو لاسته راوړنو ته وده ورکوي.
هغه وويل، په ټول هېواد کې هدفي امنيتي عملياتو او د افغانستان سره په پوله باندې د امنيت ټينګښت، په کمزوري سيمو کې د شپول لګولو په ګډون، هم د اورپکۍ مخه نيولې ده.
شاه وويل، داعش اوس په پاکستان کې د لشکر جهنګوي، چې په پنجاب کې يو وسله واله ډله ده، همکاران کاروي چې د پاکستانيانو د وینو تويولو خپله اجنډا ترسره کړي.
هغه وويل: "پوځي عملياتو او امنيتي تدابيرو له افغانستان څخه پاکستان ته د داعش د ننوتلو کوششونه ختم کړي دي."
په امنیت کې مجموعي ښه والی
په اسلام آباد کې تهينک ټينک د پاکستان د شخړو او امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ منيجنګ ډايريکټر عبدالله خان وویل، "په ځانمرګي بریدونو کې کمی په دې وروستيو کلونو کې په امنیت کې د ښه والي له کبله دی."
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "شمالي وزيرستان د وسله والو ترټولو پیاوړی مرکز وو، چېرته چې ترهګرو به نوي بهرتي شوي وسله والو ته تربيت ورکولو." "هلته کې به چاودیدونکي توکي هم جوړيدلی."
ضرب عضب عملیاتو د وسله والو دا مرکز تباه کړو، په داسې حال کې چې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو د ترهګريز ګروپونو لپاره دا ناممکنه کړې ده چې دوی په پاکستان کې بيا راټول شي.
"په دې وروستيو بریدونو کې، امنیتي کارکوونکو موندلي چې ځانمرګي بريد کونکي په افغانستان کې روزل شوي دي." هغه زیاته کړه، چې دا پرمختګ د تیرو تګلارو خلاف خبره ده."
هغه وويل، "څو کاله وړاندې به په پاکستان کې وسله والې ډلو افغانستان ته ځانمرګي بريد کونکي ليږدول، خو اوس بريد کونکي [له افغانستان څخه پاکستان ته راځي]."
هغه وويل: "دا يو ثبوت دی چې په [پاکستان] کې منع شوي تنظيمونه نور په داسې حال کې نه دي چې بريد کوونکي استخدام کړي او هغوی ته تربيت ورکړي."
د تروریزم سره د مالي مرسته کونکو خلاف مبارزه کول
په اسلام آباد کې د نظريه پاکستان ټرسټ، چې يوه څیړنیزه اداره ده، چيرمين، مرتضی مغل، وویل، د پولې امنیت او پوځي عملیات يوازې په پاکستان کې د اورپکۍ ختمولو لپاره کافي نه دي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت او امنیتي ادارې باید په هیواد کې د ترهګرو ملګرو، سهولت کارانو او مالي مرسته کوونکو احتساب وکړي."
هغه وويل: "تر څو چې د ترهګرو مالي مرسته کوونکو او سهولت کارانو ته مثالي سزا نه وي ورکړې شوی، په هېواد کې د تل پاتې سولې بيا بحالي به يو خوب پاتې شي."
هغه وویل چې په ټول هیواد کې د پوځيانو لخوا د وسلو د زیرمو نیونې ښیي چې وسله وال لا تراوسه په پاکستان کې د څه ځای نه ملاتړ ترلاسه کوي.
مغل وويل، د پیسو تطهير کونکو او د تروریزم مالي مرسته کونکو په وړاندې ګام پورته کول د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د عمل ملي پلان یوه برخه ده. دا د حکومت او د هغې د امنیتي ادارو غلطي ده چې دوی د هغوی په وړاندې چټک او پرېکنده ګامونه نه پورته کوي.
زه غواړم چې په پوليسو کې شامل شم. زه له پوليسو سره مينه لرم.
ځوابتبصرې 14
د پاکستان پوځ تر ټولو ښه دی
ځوابتبصرې 14
زه له خپل پوځ سره مينه لرم
ځوابتبصرې 14
زه د رينجرو سره مينه لرم
ځوابتبصرې 14
زما رینجر خوښ نه دي ځکه چې دوی د بهرتۍ لپاره مقررات نه لري
ځوابتبصرې 14
ماشاء الله، دا یو ډير ښه نوښت دی.
ځوابتبصرې 14
زه ټولو هيوادوالو ملګرو ته د جشن آزادۍ مبارکي ورکوم. الله تعالی دې زموږ هیواد د تل لپاره وساتي. يا الله! زمونږ هيواد د تروريزم نه پاک کړې. يا الله! زمونږ په هيواد کې اتفاق او اتحاد رامنځته کړې. يا الله، هغه کسانو ته هدايت وکړې کوم چې ظلم کول غواړي. آمين تل دې وې آباد د پاکستان پوځ.
ځوابتبصرې 14
زه د پاکستان د رينجرو سره مينه لرم
ځوابتبصرې 14
زما خوښ دی
ځوابتبصرې 14
زه د رينجرو سره مينه لرم.
ځوابتبصرې 14
مننه
ځوابتبصرې 14
ډیر ښه
ځوابتبصرې 14
دا مقاله یو حقيقت ښکاره کوي او زه فکر کوم چې دا باید په اردو کې خپره شي ځکه چې ډیر پاکستانیان په انګریزۍ نه پوهيږي او که چيرې دا د پاليسې مطابق یوازې د دانشورانو لپاره وي نو بيا ټهيک ده. دریم پيراګراف ضروري دی او دا به یواځې هغه وخت ممکنه شي چې موږ پیاوړی حکومت ولرو. يو داسې پياوړی حکومت چې یوازې په ملي ګټو تمرکز کوي او ټولنه د کرپشن نه ډيره زياته پاکه وي. اوس موږ پوهیږو چې داسې څه لا په پاکستان کې نشته.
ځوابتبصرې 14
ښه معلومات
ځوابتبصرې 14