امنیت

پاکستان د پولیسو او امنیتي ځواکونو لپاره بجټ زیاتوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان د پوځ يو سرتيری د جون په ۲۴مه د پیښور په شاوخوا کې د وسله والو د لټون په وخت کې ساتنه کوي. پاکستان د امنیتي ځواکونو او پولیسو لپاره بجټ زيات کړی دی. [عبدل مجید / ای ايف پي]

د پاکستان د پوځ يو سرتيری د جون په ۲۴مه د پیښور په شاوخوا کې د وسله والو د لټون په وخت کې ساتنه کوي. پاکستان د امنیتي ځواکونو او پولیسو لپاره بجټ زيات کړی دی. [عبدل مجید / ای ايف پي]

پیښور -- شنونکي وايي، د امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کونکو ادارو لپاره د زياتو بودجو تخصیص به د دوام دارې سولې لپاره یو چاپیریال رامنځته کړي.

په اسلام آباد کې د پوځ او دفاع شنونکي، جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود، پاکستان فارورډ ته وویل، ټولو څلورو صوبو بجټونه زيات کړي دي چې قانون او نظم پیاوړی کړي او په اغیزمنه توګه د تروریزم د خطر سره مقابله وکړي.

هغه وويل، سږ کال د پوځ لپاره ۹۲ ملیارده روپۍ (۸۷۷ امريکايي ملیونه ډالره) بجټ مختص شوی دی، چې د تیر مالي کال په پرتله ٪۱۰ زيات دی. هغه زیاته کړه، دا زیاتوالی به د پاکستاني ځواکونو پیاوړتیا يقيني کړي.

هغه وويل: "پاکستاني پوځ په ټولو ولايتونو کې د ترهګرو سره په اغيزمنه توګه جګړه کوي ځکه چې حکومت د خپل مالي ضرورتونو ساتنه کوي." "صرف یو ښه شتمن پوځ د ترهګرۍ نه د تل لپاره خلاصی ترلاسه کولی شي."

د ‌بجټ زياتوالی د سولې لپاره ضروري دی

په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا پخوانی امنیتي سيکريټری دی، وویل، د بجټ زياتول دا مانا لري چې امنیتي ځواکونه به د ياغيانو د ننګونو سره مقابلې کولو لپاره ښه وسايل او تربيت ترلاسه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د پولیسو د پياوړتيا، د هغوی د تربيت او تنخواګانو په باره کې د صوبايي او وفاقي حکومتونو جدي توب څرګندوي."

هغه وويل، که چيرې حکومت غواړي چې د ترهګرۍ پاتې برخه ختمه کړي او د سولې او پرمختګ لپاره لاره هواره کړي نو د پوليسو، پوځ او امنيتي ادارو لپاره بجټ زياتول ضروري دي.

شاه وویل: "حکومت پوهیږي چې وسله وال په تيښته دي او دوی د امنیتي ځواکونو مقابله نه شي کولی." "خو حکومت نه غواړي چې خطر واخلي او وسله والو ته د بېرته راتلو موقع ورکړي."

د خيبر پښتونخوا د ماليې وزير مظفر سيد وويل، په خيبرپښتونخوا کې، چې د تروریزم مرکز و، په تېرو دوو کلونو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ حکومت په صوبه کې قانون او نظم ته لومړیتوب ورکوي ځکه چې يوازې ښه امنيت سوله ايز چاپيريال يقيني کولی شي."

سید د جون په ۷ مه صوبايي اسمبلۍ ته بجټ وړاندې کړو.

"په مالي کال ۲۰۱۷- ۱۸ کې، موږ ۳.۹ ملیارده روپۍ ( ۳۷.۸ میلیونه امريکايي ډالره) د پولیسو د ادارې لپاره مختص کړي دي، چې دا پيسې د تیر کال په پرتله ٪۲۱ زیاتې دي. دا به په صوبه کې نظم او قانون نور هم ټینګ کړي."

هغه وويل، د پوليسو ځواک پياوړي کولو سره، حکومت موخه لري چې طالبانو وسله والو ته په دايمي توګه ماتې ورکړي.

د سيند، پنجاب او بلوچستان صوبو هم د نظم او قانون لپاره د ۱۰ نه ۱۵ فيصده پورې زیات بجټ مختص کړی دی.

د سيند وزیر اعلی سید مراد علی شاه د جون په مياشت کې خپلې صوبايي اسمبلۍ ته بجټ وړاندې کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "سږ کال، موږ خپله ټیکنالوژي ښه کوو چې د ترهګرو د فعالیتونو تعقیب وکړو." "پولیسو ته به د لوړې ټیکنالوژې آلات ورکړل شي، او د صوبې په تروريستي سيمو کې به ډيرې حساس کیمرې نصب کړی شي."

وسله وال د ټينګ امنيت له کبله کمزوري شوي دي

د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د امنیتي ځواکونو د ضرورتونو نه خبر دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ، د پوځ سره په ګډه، د تروریزم په وړاندې په زیات زور سره مبارزه کوو، او په څو میاشتو کې به ترهګري ختمه شي."

هغه وویل: "کله چې موږ په خیبرپښتونخوا کې څلور کاله مخکې واک ترلاسه کړو، د ترهګرۍ کچه لوړه وه او بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه د معمول خبره وه." "اوس، د ترهګرۍ یوازې لږې پیښې شتون لري، خو په داسې پیښو سترګې نه شو پټولی."

هغه وويل، "په یوه کوچنۍ پیمانه د تروریزم پيښې ښیي چې تشدد کونکي اوس هم شتون لري او موږ باید ... هغوی ته د لوی بریدونو ترسره کولو موقع ورنه کړو."

هغه وويل، د ترهګرو په وړاندې په ګامونو کې به کمی رانه شي.

هغه وويل: "د پوليسو په باره کې زموږ د بشپړ پام له امله تروريزم ډېر کم شوی دی." "هغه ورځې لاړې کله چې به مختلفو وسله والو ډلو په خلکو، مارکیټونو، سکولونو او هسپتالونو برید کولو."

هغه وويل: "زموږ پوليس په ښه توګه مسلکي شوي دي، او ياغيان د هغوی سره مقابله نه شي کولی."

طالبان پټ شوي دي

هدايت الرحمان، چې په پیښور کې ريټايرډ پولیس افسر دی، د امنیت په اړه د حکومت د پام ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "پوليسو او امنيتي ځواکونو ته جدي ټکنالوژي، وسلې او دفاعي آلات ورکولو په تیرو څو کلونو کې کاميابۍ رامنځته کړي دي." هغوی اوس بشپړ توان لري چې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي."

هغه زياته کړه، د استخباراتو راټولول زيات ښه شوي دي.

هغه وويل: "دې تدابيرو په نتيجه کې په ټوله ايز ډول قانون او نظم ښه کړی دی."

هغه وويل: "وسله وال هغه شان په ازادانه توګه فعاليت نه شي کولی څنګه چې به دوی څو کاله مخکې فعاليت کوو." "پولیسو د هغوی ډير مزاحمت کوي ځکه چې پولیس په غوره حالت کې دي چې ترهګرۍ ته ماتې ورکړي."

هغه وويل، پخوا به طالبان په ډله ايز مرګ ژوبله کې ښکيل وو، خو اوس دوی يوازې په جلا ډول پيښې رامنځته کوي. هغه زياته کړه، پوليسو ته زياتې سرچينې ورکول به د ترهګرو مخه ونيسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه دا په لومړي ځل ولولم؛ د دوی د لیکلو سټايل خورا روښانه او ښه دی.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

هر څه ښه دي

ځواب

زه له پاک پوځ او پولیسو سره مينه لرم

ځواب

زه له پاک پوځ او پوليسو سره مينه لرم

ځواب

هو دا مقاله زما خوښه ده. تل دې وي آباد د پاکستان پوځ. زه هم غواړم چې په پاکستاني پوځ کې شامل شم.

ځواب

زه د پاکستان د پوليسو سره مينه لرم

ځواب

زما د پولیسو کار خوښ دی.

ځواب

ما ته د دې دندې ضرورت دی ځکه چې زه غواړم چې د پوځ سره یوځای شم. زه له خپل هیواد سره مینه لرم.

ځواب

سړکونه په ما ډير اثر کوي او زه د سړکونو مينه وال يم. زه غواړم چې د اين ايچ ايم پي سره يو ځای شم. زه به خپل ایم بي بي ایس ژر مکمل کړم... إن شاء الله! سوال دا دی چې زه د اين ايچ ايم پي سره يو ځای کيدل غواړم ... آيا په هايي وې پوليسو کې د ډاکټرانو لپاره پوسټونه شته؟؟؟

ځواب

زما دا مقاله خوښه ده ځکه چې زه د پاک پوځ سره مينه لرم. مونږ له پکار ده چې د پاک پوځ سره مرسته وکړو او د هغوی د قربانو ستاينه وکړو، ځکه چې د پاکستان پوځ هغه پوځ دی کوم چې په نړۍ کې هر يو پوځ ته ماتې ورکولی شي. مونږ له پکار ده چې په پوځ کې د خپلو وروريانو احترام وکړو.

ځواب

ډير ښه

ځواب

نن سبا زه د سرکاري کار په اړه ډير زيات پريشانه يم.

ځواب

ما لسم په کراچۍ کې د ای پي ايس سکول او وفاقي بورډ نه له ای ګريډ سره کړی دی. ما دولسم پري ميډيکل په راولپنډۍ کې د ايف جي ايل ډي سي نه کړی دی. اوس زه د دولسم د نتيجې انتظار کوم. زه غواړم چې د پوليسو سره يو ځای شم.

ځواب