زده کړه

خیبر پښتونخواه د مدرسو لپاره قانون پلي کوي

د محمد آهل لخوا

د جون په مياشت کې په پېښور کې يوه مدرسه او جومات ښودل شوي دي. د خیبر پښتونخواه حکومت د افراطیت په وړاندې ګامونه پورته کوي او مدرسو ته هدايات ورکوي چې د اورپکۍ نه ډډه وکړي او تعليمي اصلاحات پلي کړي. [محمد آهل]

د جون په مياشت کې په پېښور کې يوه مدرسه او جومات ښودل شوي دي. د خیبر پښتونخواه حکومت د افراطیت په وړاندې ګامونه پورته کوي او مدرسو ته هدايات ورکوي چې د اورپکۍ نه ډډه وکړي او تعليمي اصلاحات پلي کړي. [محمد آهل]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه کې چارواکي په لټه کې دي چې د افراطیت او سر کښ مدرسو ترمنځ تعلقات د یو قانون له لارې، کوم چې د مدرسو د چال چلند څارنه کوي، ختم کړي.

د پاكستانيانو يوه برخه، د سياستدانانو نه د تعليمي ادارو پورې، تمه لري چې دا قانون به په سيمه کې ثبات رامنځته کړي او په تروریزم کې به کمی راولي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د اپریل په میاشت کې یو حکم خپور کړو چې ټول مدرسو له پکار ده چې د منع شوي افراطي ډلو نه ډډه وکړي او په خپل نصاب کې عصري مضامین معرفي کړي.

دا شرطونه په مدرسو باندې زور ورکوي چې د خپلو فنډونو د سرچینو په باره کې راپور ورکړي او چارواکو له پکار ده چې کلنيز آډټ راپور وړاندې وکړي.

کومې مدرسې چې د دې قانون پيروي نه کوي د هغوی لپاره سزاګانې ټاکل شوي چې په دې کې د ۶۰۰،۰۰۰ روپو ( ۵،۶۶۳ امريکايي ډالرو) جرمانه او / يا د شپږه مياشتو قيد شامل دی.

چارواکو دا لازمې خبره ګرځولې ده چې مدرسو له پکار ده چې يوه بيان حلفي وړاندې کړي، په کومه کې چې به دوی دا تصدیق کوي چې د دوی په مدرسو کې د اورپکۍ د مرستې او د دولت ضد تعلیم نه ورکول کیږي او دا چې دوی د نوي تعلیمي معیارونو پيروي کوي.

د 'مذهبي نفرت' سره مبارزه کول

د حکومت د ۲۰۱۵- ۲۰۱۶ د معلوماتو له مخې، پاکستان د مدرسو نه ډک دی.

په دغه دور کې، حکومت په ټول هیواد کې ۳۵،۳۳۷ رجسټر شوي مدرسې او ۸،۲۴۹ غیر رجسټر شوي مدرسې په ګوته کړې.

په خیبرپښتونخوا کې د نورو صوبو په پرتله تر ټولو زيات غير رجسټر شوي مدرسې دي، چې شميره يې ۴،۱۳۵ ده. په بلوچستان کې تر ټولو نه زياتې رجسټر شوي مدرسې، نږدې ۱۳،۰۰۰، دي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک پاکستان فارورډ ته وویل، د نوي قانون مطلب دا دی چې په خیبرپښتونخوا کې ټولې مدرسې د یوې ادارې لاندې راولي. "په صوبه کې زيات شمېر مدرسې غير رجسټر دي ... او د هغوی د رجسټر کولو لپاره مناسب قوانين موجود نه وو."

هغه زیاته کړه، هغه به د انسانیت لپاره لوی خدمت وي که په مدرسو کې د اسلامي نصاب سره عصري مضامین شامل شي. هغه زياته کړه چې "د مدرسو ډیر ډايريکټران غواړي چې دا کار ترسره کړي."

په پیښور کې د مدني ټولنو سازمان، بلیو وینز، مشر، قمر نسیم، وویل، پکار وه چې دا مبارزه له مخکې نه پيل شوي وای.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې د غير قانوني چندو چې مدرسو ته ورکړل کيږي مناسب ريکارډ جوړ کړی شي، له دې امله چې دا چندې د افراطي فعاليتونو لپاره استعمال نه شي." هغه زياته کړه چې نوی قانون به د لوړې کچې په تعليمي معیارونو رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د نصاب نه به افراطي مواد لرې کړي.

هغه وويل: "دا مناسب وخت دی چې د هغه مدرسو پر وړاندې ګامونه واخيستل شي کوم چې مذهبي نفرتونو ته وده ورکوي."

د اصلاحاتو لپاره نورې مفکورې

د نسيم په شان کتونکي زياتې مفکورې لري چې څه رنګه مونږ په مدرسو کې د افراطيت سره مبارزه وکړو.

هغه وويل، "حکومت له پکار ده چې د مدرسو بورډونو سره په سلا مشوره د بیلا بیلو فرقو په مدرسو کې له يو بل سره د خبرو اترو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي."

د پيمان آلمني ټرسټ، چې په اسلام آباد کې د سولې پلوه يو اين جي او ده، مشرې، مسرت قدیم، وویل: "د مدرسو اصلاحات په سمندر کې د يوې قطرې برابر دي."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ ته ډير زيات ضرورت دی چې په سختۍ سره د مدرسو ښوونکو ته تربيت ورکړو ځکه چې هغوی د زغم او افراطیت ردولو تعليم ورکولی شي."

د پاکستان حکومت مخ په وړاندې تلې شي او د مدرسو په فنډونو کې باقاعدګي راوستلی شي، خو " که امن راوستل غواړي نو حکومت له پکار ده چې په مجموعي توګه ټولنې ته تعليم ورکړي."

په خیبر پښتونخوا کې د لاهور پر بنسټ د ښځو د حقونو د اين جي او، شرکت ګاه، صوبايي مشرې، ثنا اعجاز وویل، خیبرپښتونخوا، چې د څو عشرو راهیسې یې د تروریزم سره مبارزه کړې ده، ته په هره کچه په سکولونو کې د تعليم ورکولو او د مالي مرستې د څارنې لپاره د يو میکانیزم ضرورت دی.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، په مدرسو کې عصري مضامین لازمي کول به زده کوونکو ته د اسلامي عقیدې او تاریخ د محدود نصاب پر ځای د روزانه ژوند په اړه معلومات ورکړي.

سولې او زغم ته وده ورکول

راديش ټوني، چې په پیښور کې د اقليت د حقوقو فعال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، چې په مدرسو کې د نفرت د وينا مخه نيول به "د دین ریښتینی ايميج وړاندې کړي او فرقه يي او مذهبي همغږۍ ته به وده ورکړي."

هغه وويل، "دیني افراطيت ... د تل لپاره نفرت ته وده ورکړې ده او د تشدد او وینې تويولو سبب جوړ شوی دی."

هغه وويل، قانون به مرسته وکړي چې مدرسې د داسې فعالیت مخه ونیسي او دا به "د سولې او همغږۍ د ودې لپاره یو پليټ فارم رامنځته کړي." هغه په دې مسله کې د حکومت د ښکیلتیا ستاینه وکړه.

هغه وويل: "مدرسو ته د حکومت د مرستې ضرورت دې چې د خپل نصاب نه د نفرت ادب لري کړي او پاکستان سوله ييز کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هريانا بالا پيښور

ځواب