اقتصاد

خیبرپښتونخوا د سرمايه کارانو د ساتنې لپاره ځانګړي امنیتي ځواک جوړوي

د محمد آهل لخوا

په دې بې نيټې تصوير کې په پېښور کې د پولیسو يو افسر ساتنه کوي. امنیتي ځواکونه کار کوي چې په خیبر پښتونخواه کې د سرمايه کارانو باور بیرته بحال کړي. [محمد آهل]

په دې بې نيټې تصوير کې په پېښور کې د پولیسو يو افسر ساتنه کوي. امنیتي ځواکونه کار کوي چې په خیبر پښتونخواه کې د سرمايه کارانو باور بیرته بحال کړي. [محمد آهل]

پیښور -- د خیبر پښتونخوا حکومت د بهرني سرمايه کارانو او محلي سوداګرو د ساتنې لپاره د یو ځانګړي امنیتي يونټ منظوري ورکړي ده.

د خیبر پښتونخوا د وزير اعلی پرویز خټک لخوا منظوري د بهرني او ځايي سرمايه کارانو د اعتماد بیرته بحالولو او د خیبرپښتونخوا سوداګرانو، چې په تيرو کلونو کې یې د ناوړه امنيت له کبله خپل کاروبارونه پريښودل، د بيرته راوستلو لپاره يو ډير مهم ګام ګڼلی شي.

نوی ايس ايس يو به په ۴،۲۰۰ پرسونلو باندې مشتمل وي چې په دې کې به موجوده او ريټايرډ پرسونل هم شامل وي، او د دوی کار به په ټولې صوبه کې د اقتصادي زونونو، انفراسټرکچر او د سفر په دوران کې د سرمايه کارانو ساتنه وي.

د سرمايه کارۍ لپار ستر امکان موجود دی

خټک پاکستان فارورډ ته وویل، "په خیبرپښتونخوا کې د سرمايه کارۍ لپاره ستر امکانات شتون لري، او دا ځواک جوړ شوی دی چې په یو څيز تمرکز وکړي: د بهرني سرمايه کارانو امنیت او د هغوی سرمايه کاري." هغه زياته کړه چې قانون پلي کونکي ادارې لکه پولیس، رینجرز او پوځ به د خپلې برخې کار کوي.

خټک د خیبرپښتونخوا د لوړ پوړو انتظامي ادارو او د قانون پلي کونکو چارواکو په غونډه کې د می په نیمایي کې اعلان وکړو چې ايس ايس يو به د ډسټرکټ امنیتي ډويژنونو سره نږدې اړيکې لري او ځانګړي ټيمونه به په ډويژنل هيډ کوارټر، هوم ډپارټمنټ او د پوليسو په هيډ کوارټرونو کې موجود وي.

هغه وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت به د نوي ايس ايس يو لپاره وسايل او تربيت برابروي. هغه زیاته کړه چې دا به د صوبې د چټک غبرګون ځواک په شان تربيت ترلاسه کړي او دا به داسې تيار کړی شي چې په هرډول بیړني حالت کې په چټکۍ سره فعاليت وکړي.

هغه وويل، "د دې ځواک د جوړولو موخه دا ده چې سرمايه کارانو ته د امنیت احساس ورکړي او په دې سره به هغوي په دې یقیني شي چې د هغوی پیسې او مواد خوندي دي." "د دې مطلب دا نه دی چې زموږ د قانون پلي کونکي ادارې دا کار نه شي کولی ... خو دا به یو خاص کار وي."

د خیبرپښتونخوا پولیسو د ايس ايس يو لپاره د بجټ پلان حکومت ته واستولو چې په ۳.۰۵ ميليارده روپو (۲۹ ميلينه امريکايي ډالرو) باندې مشتمل دی.

د ايس ايس يو د جوړولو په لومړنی پړاو به ۱.۵ ملیارده روپۍ (۱۴.۲ ملیونه امريکايي ډالره) لګښت راځي، په داسې حال کې چې د دوهم عملياتي پړاو لپاره به د ۱.۶ ميليارده ورپو (۱۴.۸ ميليونه امريکايي ډالرو) ضرورت وي.

دا پیسې به په تنخواګانو او همدارنګه د وسلو، ګوله بارودو، ګاډو او تخنیکي وسایلو اخیستلو باندې خرچ کيږي.

د ايس ايس يو شروع کولو لپاره تاریخ نه دی ټاکل شوی.

اقتصادي وده

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ مشران د دې اقدام ستاینه کوي او وايي چې ښه امنیت به د صوبې اقتصاد ته وده ورکړي.

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر، حاجي محمد افضل، پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبرپښتونخوا سوداګریزه ټولنه د بهرني او ځايي سرمايه کارانو او صنعتکارانو دواړو د ساتلو لپاره د یو نوي ځواک جوړولو سره مرسته کوي."

هغه وويل: "يوازې يو خوندي چاپېريال د جګړې لخوا د ځپلی شوي سيمې اقتصاد ته وده ورکولی شي، او د امنيت د پياوړي کولو لپاره به هر ګام د سيمې اقتصاد ته وده ورکړي."

ملک نياز، چې د خیبرپښتونخوا د کې پي سي سي آی پخوانی صدر دی، وویل، په خیبرپښتونخوا کې د خوندي چاپېريال رامنځته کولو لپاره غیر معمولي اقدامات ضروري دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ځواک به بهرني او ځايي سرمايه کارانو دواړو ته د امنیت زيات احساس ورکړي."

د ايس ايس يو نه علاوه، "نور اضافي کوششونه به وکړل شي چې د هغه سرمايه کارانو ساتنه وکړل شي کوم چې په دې سیمه کې سرمايه کاري کوي."

په پېښور کې يو صنعت کار او د کې پي سي سي آی پخوانې صدر، رياض احمد، وويل، "دلته د سرمايه کارانو تر ټولو لويه ويره د ژوند او د ملکیت ساتنه ده، او دا ځواک، یا نور امنیتي اقدامات، به د سرمايه کارانو سره ډيره زياته مرسته وکړي."

هغه وویل: سرمايه کارانو ته د دوو قسمونو امنیت ضرورت دی. "یو د دوی د سرمايه کارۍ او انفراسټرکچر او دوهم د هغوی د تګ راتګ."

سوداګریز سرمايه کاران بیرته راويستل

په پیښور کې یو سوداګر او د کې پي سي سي آی يو بل پخواني صدر، شرافت علی مبارک، وویل: "دا د سرمايه کارانو د ساتنې لپاره یو ښه اقدام دی ځکه چې زياتره سرمايه کاران د خراب قانون او نظم له امله د هیواد نورو برخو ته تلي دي، که څه هم اوس وضعیت ډير ښه شوی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ځايي او بهرني سرمايه کارانو او د هغوی د انفراسټرکچر ساتنه به د سرمايه کارانو اعتماد يقيني کړي او هغوی به خیبرپښتونخوا ته بيرته راولي." هغه زياته کړه چې دا به سیمې ته نوي سرمايه کاران هم راجلب کړي."

شماما ارباب، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو مشره ده، وويل چې د ايس ايس يو جوړل يو "ښه نوښت" دی.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "هر ډول امنیتي تدابیر چې د سوداګرو او سرمايه کارانو د ساتنې ضمانت ورکوي، د هرکلي او ستاینې وړ دي."

هغې وويل: "ځايي او بهرني سرمايه کارانو به ځان با اعتماده محسوسوي." کله چې هغوی دا احساس وکړي چې د هغوی لپاره څه خاص پلان جوړ شوی دی، نو هیڅوک نشي کولی چې هغوی صوبايي مارکیټ ته د بیرته تلو نه منع کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه د کې پي کې حکومت او پوليسو. زه ستاسو په کار باندې فخر کوم.

ځواب