سپورټس

تشدد ځپلې پاکستانیان د کرکټ تاريخي بریا لمانځوي

د جاويد خان لخوا

په ټول پاکستان کې، د کرکټ مينه والو په کوڅو کې د ګډا، د ډول وهلو او د آتش بازۍ سره په انټرنيشنل کرکټ کونسل چيمپينز ټرافۍ کې د يکشنبې په ورځ (د جون په ۱۸مه) د انډيا خلاف د قومي ټيم بريا ولمانځله.

پېښور -- پاکستانيان د يکشنبې په ورځ (د جون په ۱۸مه) د انټرنيشنل کرکټ کونسل چيمپينز ټرافۍ په ميچ کې چې په لندن کې منعقد شو، د انډيا خلاف د قومي ټيم بريا لمانځولو ته دوام ورکوي.

په ټول پاکستان کې، د کرکټ مينه والو په کوڅو کې د ګډا، د ډول وهلو او آتش بازۍ سره د پاکستان بريا ولمانځله.

د کرکټ مينه وال او د محلي کلب کرکټر، طارق خان، چې ګډا یې کوله، پاکستان فارورډ ته په پېښور کې وويل، "دا د وړوکې اختر نه مخکې د اختر په شان ورځ ده."

د پېښور اوسېدونکي او د کرکټ مينه وال آفشين خان پاکستان فارورډ ته وويل، "دا په سیمه کې د سیاسي دښمنۍ او د تشدد د بې خونده خبرو په منځ کې دا د پاکستان لپاره ډيره ضروري بريا وه."

په لاهور کې د پاکستان د کرکټ مينه وال د جون په ۱۸مه د انټرنيشنل کرکټ کونسل چيمپينز ټرافۍ په فاينل کې د انډيا خلاف ګټل لمانځوي. پاکستان دفاعي چمپین ته په لندن کې په ۱۸۰ رنزونو سره ماتې ورکړو او چيمپينز ټرافي يې وګټله. [عارف علي / ای ايف پي]

په لاهور کې د پاکستان د کرکټ مينه وال د جون په ۱۸مه د انټرنيشنل کرکټ کونسل چيمپينز ټرافۍ په فاينل کې د انډيا خلاف ګټل لمانځوي. پاکستان دفاعي چمپین ته په لندن کې په ۱۸۰ رنزونو سره ماتې ورکړو او چيمپينز ټرافي يې وګټله. [عارف علي / ای ايف پي]

ځايي خلک په مردان ډسټرکټ کې د جون په ۱۸مه د پاکستان د کرکټر فخر زمان پلار (چې ږيره لري) ته مبارکي وړاندې کوي. فخر د پاکستان په ۳۳۸ رنزونو کې ۱۱۴ رنزه جوړ کړل او د ميچ غوره لوبغاړی اعلان شو. [جاويد خان]

ځايي خلک په مردان ډسټرکټ کې د جون په ۱۸مه د پاکستان د کرکټر فخر زمان پلار (چې ږيره لري) ته مبارکي وړاندې کوي. فخر د پاکستان په ۳۳۸ رنزونو کې ۱۱۴ رنزه جوړ کړل او د ميچ غوره لوبغاړی اعلان شو. [جاويد خان]

هغې زياته کړه، دغه ډول ستر شکست به د ټيم مورال لوړ کړي، چې د اوږدې مودې راهیسې زموږ ټیم ښه کارګردګي نه وه کړې.

د یکشنبې د بریا پورې، پاکستان د آی سي سي په سترو ټورنامنټونو کې د انډيا خلاف په ۲-۱۳ تناسب سره ریکارډ لري، چې په دې کې اووه پرله پسې شکستونه هم شامل دي.

د کرکټ مينه والو په پېښور او د هېواد په نورو برخو کې وروسته له هغې راټول شول کله چې پاکستان ميچ وګټلو. هغوی خواږه تقسيم کړل او د پاکستان جنډا يې پورته کړه.

چار چاپيره مبارکۍ

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف په يو بيان کې وويل، " لوبغاړي او د ټيم انتظام کونکي نن ورځ د پام وړ کارکردګۍ له کبله د قوم د مننې او ستاينې وړ دي."

په دغه بيان کې راغلې چې ټيم ټول ملت ته يوه ښه موقع برابره کړه چې د روژې په مبارکه مياشت کې د ميچ نه خوند واخلي.

صدر ممنون حسین هم ولس او کرکټ ټيم ته د خپلې تاریخي بریا له کبله مبارکي ورکړه. د لوبغاړو د کارکردګۍ ستاينې کولو سره، صدر وويل چې سخت محنت، جذبې او کلکې ارادې د غوره بریالیتوب لپاره لاره هواره کړه.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه په يو بيان کې وويل، "هيڅ يو څيز ټيم ورک ته ماتې نه شي ورکولی، پاکستان د هر ګواښ په وړاندې یو ټیم دی." هغه د پاکستان د ټیم لپاره د عمرې اعلان هم وکړو.

د سيند ګورنر زبير عمر وويل، هغه به په خپله ګټونکي ټيم ته هرکلی وايي کله چې هغوی د کراچۍ هوايي اډې ته راتګ وکړي.

پخواني کرکټر وسيم اکرم په يو ټويټ کې وويل، "پاکستان د ګټونکي ټيمونو په شان لوبه وکړه او اوس د نړۍ اتلان دي. نن شپه د شين او سپين شرټونو د اتلانو لپاره ده."

هغه زياته کړه: "ډير ښه، ډير ښه، ډير ښه، په شنو شرټونو کې د ټيم لخوا د منلو کارکردګي. دا د ۱۹۹۲ کال ورلډ کپ د ګټلو په شان بريا ښکاري."

د پاکستان د تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان، چې د پاکستان د قومې کرکټ ټيم کپتان وو او په ۱۹۹۲ کال کې يې ورلډ کپ ګټلی وو، وويل، "دا ډيره حيرانوونکي وه کله چې مونږ د فخر زمان ټيلنټ ولیدلو."

هغه وويل: "زه د پاکستان ټيم ته د سترې کارکردګۍ له کبله مبارکې ورکوم.

د پاکستان د کرکټ رينک د تېرو څو کلونو راهیسې ښه نه دی پاتې شوی. د ټورنامنټ نه مخکې، د دې درجه ۸ وه. د یکشنبې په ورځ د بريا نه وروسته، پاکستان شپږمه درجه ترلاسه کړه.

ټوله ورځ، تلويزيوني چينلونو د سخت دښمنانو ترمنځ لوبه لايو خپره کړه. ډېر مينه والو په حجرو کې (د ناريناو ټولنيزه غونډې)، رستورانتونو، دفترونو او بازارونو کې په ګروپونو کې دغه ميچ وکتلو.

په پېښور کې يو خبریال عمير محمد پاکستان فارورډ ته وويل، "په لومړي سر کې پاکستان د ستونزو سره مخامخ وو، خو وروسته د سترو ټيمونو او حتی په فاينل کې يو قوي انډين ټيم ته د ماتې ورکولو نه وروسته د يو بريالي ټيم په توګه رامنځته شو."

هغه وويل، ټول ټیم د ژمنې سره لوبه وکړه چې د کاميابۍ سبب وګرځيدو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500