امنیت

پاکستانيان د ښه امنيت له کبله په جوماتونو کې د ويرې نه بغير عبادت کوي

د جاويد محمود لخوا

د پاکستان اوسيدونکي په لاهور کې د جون په ۲ مه د روژې د لومړۍ جمعې لمونځ ادا کوي. د امنیت شنونکي وايي چې پوځي عملیاتو په پاکستان کې په جوماتونو باندې په تروریستي بریدونو کې په کموالي راوستلو کې مرسته کړې ده. [عارف علي / ای ايف پي]

د پاکستان اوسيدونکي په لاهور کې د جون په ۲ مه د روژې د لومړۍ جمعې لمونځ ادا کوي. د امنیت شنونکي وايي چې پوځي عملیاتو په پاکستان کې په جوماتونو باندې په تروریستي بریدونو کې په کموالي راوستلو کې مرسته کړې ده. [عارف علي / ای ايف پي]

اسلام آباد -- شنونکي وايي چې د پوځي عملیاتو او د ترهګرۍ په وړاندې د امنيتي عملياتو له کبله اوس پاکستاني مسلمانان کولی شي چې د بريدونو له ويرې پرته په جوماتونو کې عبادت وکړي.

یو څو کاله وړاندې داسې حالات نه وو.

د جنوبي ايشيا د تروریزم پورټل له مخې، د ۲۰۰۲ نه د ۲۰۱۵ کال پورې، په پاکستان کې په ۱۰۱ جوماتونو باندې بریدونه ترسره شول، چې ۱،۳۳۰ کسان په کې وژل شوي او ۲،۷۱۱ کسان په کې ژوبل شوي وو.

په جوماتونو باندې فرقه يي بریدونه په ۲۰۰۷ کال کې هغه وخت زیات شول کله چې پنځه بریدونه وشول، ورپسې په ۲۰۰۸ کال کې نهه بریدونه، په ۲۰۰۹ کال کې ۱۵، په ۲۰۱۰ کال کې ۱۰، په ۲۰۱۱ کال کې ۹ او په ۲۰۱۲ کال کې تر ټولو زيات ۱۸ بریدونه ترسره شول.

د فبرورۍ په ۱۶مه د يوې چاودنې وروسته، پاکستاني عسکر د سيند صوبې په سيهون کې د ديارلسمې پیړۍ مسلمان صوفي لال شهباز قلندر زيارت محاصره کوي. معلومات ښيي چې وسله والو په صوفي زيارتونو باندې بريدونه شروع کړي دي، خو په دې وروستيو کلونو کې په جوماتونو باندې بريدونه کم شوي دي. [يوسف نيګوري / ای ايف پي]

د فبرورۍ په ۱۶مه د يوې چاودنې وروسته، پاکستاني عسکر د سيند صوبې په سيهون کې د ديارلسمې پیړۍ مسلمان صوفي لال شهباز قلندر زيارت محاصره کوي. معلومات ښيي چې وسله والو په صوفي زيارتونو باندې بريدونه شروع کړي دي، خو په دې وروستيو کلونو کې په جوماتونو باندې بريدونه کم شوي دي. [يوسف نيګوري / ای ايف پي]

د يو څو خونړي کالو نه وروسته، په بریدونو کې کمی شروع شو، چې په ۲۰۱۳ کې نهه، په ۲۰۱۴ کې اوه او په ۲۰۱۵ کال کې شپږ بريدونه ترسره شول.

په تېر سپتمبر کې، د فاټا په مهمند ايجنسۍ کې په یو جومات کې په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ووژل شول او ۳۷ نور ژوبل شول.

په ۲۰۱۷ کال کې تر اوسه پورې، داسې يوه پېښه هم نه ده رامنځته شوې.

د ښه امنیت احساس

د امنیت شنونکي په جومات کې د امنيت د ښه والي کريډټ پوځي عملیاتو ته ورکوي کوم چې په ځانګړې توګه وسله وال او ترهګريز ډلې په نښه کوي.

په پيښور کې د امنيتي چارو سينير کارپوه بريګيډير (ريټايرډ)، چې د فاټا د امنيت پخوانې سيکريټری دی، محمود شاه، پاکستان فارورډ ته وويل، "تحریک طالبان پاکستان او د دې اتحادي ګروپونه، په ځانګړي ډول لشکر جنګوي او لشکر اسلام، په جوماتونو او امام بارګاهونو کې په زياتره تروریستي بریدونو کې ښکېل ول."

هغه وويل، ضر‌ب عضب عملیات، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې شروع شول، د تحریک طالبان پاکستان او نورو تروریستي ډلو په وړاندې تر ټولو زيات کامیاب عمليات دي کوم چې د ملکي وګړو په وړاندې د هغوی طاقت او توان له منځه وړي.

شاه وويل، نوي پوځي ردالفساد عملياتو چې په فبرورۍ کې پیل شول نور هم د وسله والو چار چاپيره دايره تنګه کړې ده، چې په پاکستان کې یې عمومي امنیتي حالت نور هم ښه کړی دی.

هغه وويل، د امنیت ښه والی په ځانګړي توګه د روژې په مياشت کې څرګند شوی دی ځکه چې زیاتره خلک په جوماتونو کې د لمانځه لپاره، د افطارۍ په ځايونو کې او په بازارونو کې په نظر راځي. د دې وجه دا ده چې د تروریستي بریدونو ویره د خلکو د ذهنونو نه ختمه شوې ده.

شاه وويل: "سخت دريځه وسله وال افغانستان ته تښتېدلي دي، او د هغوی کمپيوټريزډ شناختي کارډونه بلاک شوي دي چې د هغوی د بیا راننوتلو مخه ونيسي." "په پوله باندې کلک امنيت ساتل کيږي، چې په دې کال کې يې په ټول پاکستان کې په مجموعي توګه تروریستي بریدونه کم کړي دي."

وسله وال صوفي زيارتونه په نښه کوي

د شاه له مخې ، خو بیا هم مايوسه وسله وال چې په افغانستان کې پټ دي په پاکستان کې د هم خيال وسله والو په ملاتړ هغه صوفي زيارتونه په نښه کوي چیرې چې امنیت کم وي.

هغه وويل: "تحریک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي او لشکر اسلام صوفي زيارتونه بد ګڼي، او دوی په دغه ځایونو باندې بریدونه کوي چې وينه توی کړي او مذهبي بې نظمي رامنځته کړي"

شاه وويل: "خو د تروریزم د دغه میلان هم په امنيتي تدابيرو کې د ښه والي له کبله حوصله شکني شوي ده."

د امنیتي چارو کارپوه کرنل (ريټايرډ) مختار احمد بټ د دغه تجزيې سره موافقه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د سېند صوبې په سيهون شریف کې په لال شهباز قلندر زيارت باندې د ځانمرګي بريد وروسته، چې د ۷۰ نه زیات کسان په کې وژل شوي وو، امنيتي پرسونلو ته معلوموه شوه چې د دغه بريد منتظمين په افغانستان کې موجود وو."

هغه وويل، د چاودنې وروسته، حکومت اضافي امنيتي تدابير ونيول چې د تروریزم نه د حساسو ځايونو ساتنه وکړي.

د پولو امنیت او همکاري

هغه وويل، خو د پاکستان خوش قسمتي د افغانستان بدقسمتي کيدې شي، ځکه چې ترهګريز ډلو لکه داعش او نورو ډلو د افراطي ايډيالوژۍ سره په کابل کې او د هېواد په نورو برخو کې بريدونه ترسره کړل.

بټ وويل: "په ۲۰۱۷ کال کې، موږ په افغانستان کې د داعش لخوا تر ټولو ناوړه بريدونه وليدل، چې زيات شمير ملي وګړي او امنيتي پرسونل په کې ووژل او ژوبل شول."

هغه وويل، په پاکستان کې، د قانون نافذ کونکو پرسونل د وسله والو ستر قربانيان جوړ شوي دي. هغوی امنيتي پرسونل د سړک د غاړې بمونو او په يوازي پوليسو او په پوځي ګاډو باندې د بريدونو سره په نښه کوي.

هغه وويل: "په دې حالاتو کې چې کوم څيز ته ضرورت دی هغه دا دی چې مونږ فرقه يي وژل کنټرول کړو او د افغانستان نه د پولې دواړو خواوو ته د ترهګرۍ مخه ونيسو، په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه بايد خبرې اترې وکړي چې دايمي سوله رامنځته کړي."

پاکستانيان د ترهګرۍ په وړاندې متحد دي

د امنیتي چارو کارپوه او په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان ريذيډنټ مدير مبشر مير وويل، چې وسله والې ډلې هڅه کوي چې پاکستان تقسيم کړي، خو د ټولو فرقو غړي متحد دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "وسله وال هغه صوفي زيارتونه په نښه کوي، کوم چې په پاکستان کې د مذهبي آهنګۍ، زغم او سولې سمبول دی."

هغه وويل: "مسلمانان چې د مختلفو فرقو سره تعلق لري زيارتونو ته ځي، او حتی په پاکستان کې غير مسلمانان د زيارتونو ليدنه کوي چې هم اهنګۍ او زغم ته وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500