غلنۍ، مهمند ايجنسۍ -- د فارسيوانو د اوبو څرخ د کوهي نه د اوبو رايستلو لپاره د صدیو زوړ سيسټم دی. په دې سيسټم کې د لرګو څرخونه، غاښونو والا پايې او بالټي استماليږي او يو غوايي په یوه دایره کې حرکت کوي.
په عصري وختونو کې، د اوبو خور دا زياتره رواياتي سیسټمونه په ټيوب ويلونو کې بدل شوي دي، خو پاکستان فارورډ په مهمند ایجنسۍ کې لږ تر لږه يو بزګر وموندلو چې اوس هم دغه رواياتي سیسټم کاروي.
دغه سیسټم په دوه ګير څرخونو باندې مشتمل دی: څنګه چې لومړی څرخ تاويږي، نو بالټې چې د دوهم څرخ سره نښتی وي په اوبو کې غوپه کيږي او د اوبو نه ډکيږي. څنګه چې دغه بالټې تاويږي، نو اوبه په يو فلزي شافټ کې تويږي او په دې ډولو د نالو په يو نيټ ورک کې اوبه اچوي. دا نيټ ورک د بزګر ځکمو ته اوبه رسوي.
لاندې تصويرونه، چې د می په ۱۵مه اخيستل شوي دي، څرګندوي چې څنګه د فارسيوانو د اوبو څرخ کار کوي او د دې کلتوري خزانې ښکلا په ګوته کوي.
![په مهمند ايجنسۍ کې د يو بزګر زوی د می په ۱۵ مه د صدیو زوړ سیسټم استعمالوي چې د کورنۍ ځمکه اوبه کړي. [عالمګير خان]](/cnmi_pf/images/2017/06/13/8197-15-585_329.jpg)
په مهمند ايجنسۍ کې د يو بزګر زوی د می په ۱۵ مه د صدیو زوړ سیسټم استعمالوي چې د کورنۍ ځمکه اوبه کړي. [عالمګير خان]