اقتصاد

د اي روزګار تربيتي پروګرام د پنجاب د ځوانانو لپاره د روزګار دروازې پرانيزي

آمنه ناصر جمال لخوا

د پنجاب وزير اعلی  شهباز شريف (په منځ کې) د مارچ په مياشت کې په لاهور کې د صوبې د اي روزګار پروګرام پرانسته کوي. [آمنه ناصر جمال]

د پنجاب وزير اعلی  شهباز شريف (په منځ کې) د مارچ په مياشت کې په لاهور کې د صوبې د اي روزګار پروګرام پرانسته کوي. [آمنه ناصر جمال]

لاهور -- د پنجاب ځوانان دې موقعو ته هرکلی کوي چې د صوبايي حکومت اي روزګار پروګرام رامنځته کړي دي.

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف د مارچ په ۲۸ مه په لاهور کې د دې پروګرام او د پاکستان د لومړي نيشنل پريلانسنګ کنونشن پرانيسته وکړه.

د پنجاب انفارمیشن ټکنالوژۍ بورډ د اي روزګار پروګرام شروع کړو چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او سوداګریز مهارتونو په برخه کې کې ځوانانو ته تربيت ورکړي.

په پیل کې، د دې پروګرام موخه دا ده چې په ټوله صوبه کې د اي روزګار په مرکزونو کې ۱۰،۰۰۰ ځوانانو ته په کور کې د انټرنټ کارولو له لارې د پيسو ګټلو تربيت ورکړي.

په لومړي فري لانسنګ کونشن کې، ۵۰۰ درخواست کوونکو ګډون وکړو. د دغه کسانو انتخاب د درې پړاويز پروسې نه وروسته وکړل شو.

شريف د پروګرام د پرانیستلو په موقع وويل، دغه پروګرام تعليم يافته ځوانانو ته د مهارتونو ورکولو لپاره شروع شو چې د هغوی لپاره د روزګار مواقع زياتې کړي."

شريف وويل: "ځوانان د تعليم ترلاسه کولو نه وروسته د هېواد په پراختیا کې مهم رول لوبوي." "زده کوونکي بايد یوازې په تعليم باندې تمرکز وکړي، ځکه چې حکومت به [د تعليم] ټول لګښتونه برداشت کوي."

هغه زياته کړه، پکار ده چې ځوانانو ته د تربيت ورکولو چيلنجونه په روزګار کې بدل شي.

بې روزګاري کمول

اي روزګار پروګرام په هغه تخنیکي مهارتونو باندې تمرکز کوي کوم چې په آنلاین پليټ فارمونو باندې د کاميابۍ لپاره ضروري دي.

شريف وويل: "دا نه یوازې یو تربيتي پروګرام دی بلکې دا يو انقلاب دی چې دا به په روزګار رامنځته کولو کې مرسته وکړي او پاکستان به چمتو کړي چې د ټکنالوژۍ په نړيواله مقابله کې برخه واخلي."

هغه وويل، د دې پروګرام اصلي موخه دا ده چې ځوانانو ته واک ورکړي او په پنجاب کې دوی په روزګار کړي.

هغه وويل: "دا پروجيکټ به په ځانګړې توګه په صوبه کې بې وزګار او کم روزګار واله ځوانانو ته د بنيادي، منځني او د لوړې کچې مهارتونو برابرولو له لارې ګټه ورکړي چې دوی د آنلاین روزګار نه ګټه پورته کړي او دوی په نړۍ کې د فري لانسنګ له لارې له يو بل سره منسلک کړي."

شريف وويل، چارواکي پلان لري چې په ۳۶ ډسټرکټونو کې د اي روزګار ۴۰ مرکزونه جوړ کړي چې ځوانان په کې په درې نیمې (۳.۵) میاشتې تربيتي غونډو کې ګډون کولی شي. دا به هغوی وتوانوي چې د آنلاین دندو له لارې پيسې وګټي.

هغه وويل: "ځوانان زموږ اثاثه ده، او د هیواد تقدير د اقتصادي پیاوړتیا نه بغير بدلیدی نه شي."

د تخليقي روزګار رامنځته کولو محرکات

د پنجاب د سپورټ او د ځوانانو چارو د وزارت وزير جهانګير خانزاده وويل، د پاکستان زيات شمير ځوانانو -- چې د آبادۍ ٪۶۰ برخه ده -- ته د تخليقي روزګار محرکاتو ضرورت دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا پروګرام د تعليم، تربيت او عصري ټکنالوژۍ په لور يو نوی ګام دی چې د روزګار مواقع رامنځته کړي او هغه بې شميره استعداد ته لاس رسي ترلاسه کړو کوم چې زموږ خلک، په ځانګړي توګه ځوانان، لري."

هغه وويل: "اي روزګار زموږ ځوانان د انټرنټ پر بنسټ د فري لانسنګ له لارې د کارورکونکو سره منسلک کوي او دا د سخت تربيت له لارې د هغوی مهارتونو ته د زياتې ودې ورکولو لپاره يوه نوي وسيله ده."

خانزاده وويل، دغه پروګرام به د روزګار په بازار کې انقلاب رامنځته کړي او دا به خپل روزګار، چې په خپله باندې د خدمتونو وړاندې کولو ماډل جاري ساتل دي، ته وده ورکړي.

ځوانانو ته واک ورکول

د پنجاب ځوانانو دا پروګرام ګټور وګڼلو.

شبانه اظهار، چې په لاهور کې د ښځو په کينيرډ کالج کې د کمپيوټر ساينس طالب علمه او د اي روزګار تربيت ترلاسه کونکي ده، وويل، "د فري لانسرې په توګه، تاسو له پکار ده چې په خپل مهارتونو باندې کار وکړئ او په خپل مهارت کې زیات مشهور شئ."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "د وخت تيريدو سره، فري لانسنګ ډير زيات عام کيږي." "په مونږ کې زياتره دا يقين لري چې فري لانسنګ يو داسی څيز دی چې تاسو نه به یو بریالی سوداګر جوړ کړي."

لطيف مهر، د دغه تربيت یو بل ګډون کونکي چې په لاهور کې د کمپيوټر ساينس ماسټر ډګري ترلاسه کولو لپاره کار کوي، وويل: "د يو فري لانسر په توګه کار کول تر ټوله ښه طريقه ده چې د خپل ځان او د خدمتونو په باره کې تاسو پوه شئ، او دا له تاسو سره ستاسو په مهارتونو کې د پيشه ورانه خلکو، ګاهکيانو او نورو فري لانسرانو سره په تعلقات جوړولو کې هم مرسته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، فري لانسنګ د ځوان کار کونکو سره مرسته کوي چې دوی تجربه ترلاسه کړي او خپل پيشه ورانه نيټ ورک ته وده ورکړي. دا د ځوان سوداګرو سره هم مرسته کوي چې د خپلې خوښې د مهارت تجزيه وکړي او دا اندازه ولګوي او فيصله وکړي چې آيا دا اوس هم يو ښه او غوره انتخاب دی."

د پي آی ټې بي مشر عمر سيف پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې پروژې موخه ځوانان، په ځانګړې توګه ښځو، ته واک ورکول دي چې زده کړه وکړي او د ټکنالوژۍ پر بنسټ د تربيتې پروګرامونو او ورکشاپونو له لارې پيسې وګټي."

هغه وويل: "پاکستان له مخکې نه په نړۍ کې د فریلانسرانو په برابرولو کې په څلورم نمبر دی، او دا نوښت به ... مونږ سره په خپل پوزيشن پیاوړي کولو کې مرسته وکړي." "دا به زموږ ځوانان وتوانوي چې د خپل هېواد لپاره ستره بهرني زرمبادله ترلاسه کړي."

هغه د جون په ۱ په ټيکسلا کې د انجنیرينګ او ټکنالوژۍ يونيورسټۍ کې د اي روزګار مرکز د پرانیستلو په موقع وويل، چې د دغه پروګرام موخه دا ده چې د تعليم يافته ځوانانو لپاره روزګار برابر کړي او د پوهې پر بنسټ د اقتصادي فعالیتونو له لارې د خپل روګار حوصله افزايي وکړي.

په ګجرات يونيورسټۍ او فيصل آباد کې د ښځو لپاره په ګورنمنټ کالج کې د دې پروګرام د مرکزونو د پرانيستلو نه وروسته، دا دریم مرکز دی چې پرانيستل شو.

هر کال ۱۰،۰۰۰ ځوانانو ته تربيت ورکول

سيف وويل، د اي روزګار موخه ۱۰،۰۰۰ ځوانانو ته هر کال تربيت ورکول دي چې دوی د آنلاین فليټ فارمونو له لارې د خپلو مهارتونو استعمالو سره پيسې وګټې." "دا به زمونږ د ځوانانو سره مرسته وکړي چې د نړيوال بازارونو سره د منسلک کیدو له لارې د روزګار مواقع ترلاسه کړي."

د اې روزګار لپاره زياتره درخواستونه د لاهور نه ترلاسه شول چې ۴،۹۴۶ کسانو ورته درخواستونه ليږلي وو. د دې نه وروسته، د فيصل اباد نه ۳،۲۵۵، د ملتان نه ۲،۲۴۸، د راولپنډۍ نه ۲،۰۲۳، د بهاولپور نه ۱،۴۳۰، د ګجرانوالې نه ۱،۲۶۸، د سرګودهې نه ۱،۲۲۲ او د رحيم يار خان نه ۱،۰۲۶ کسانو درخواستونه جمع کړي وو.

د يو سخت امتحان نه وروسته، د ځيني درخواست کونکو انتخاب وکړل شو چې په موجوده مرکزونو کې په تربيتي پروګرام کې ګډون وکړي.

په لومړي پړاو کې، د اي روزګار مرکزونه به په لاهور کې د ښځو لپاره په کالج کې، په ملتان کې په بهاوالدين زکريا يونيورسټۍ کې، په بهاولپور اسلاميه يونيورسټۍ کې، د کومسيټ انسټیټیوت په معلوماتي ټکنالوژۍ کې، په رحيم يار خان کې په خواجه فريد انجنیرينګ او معلوماتي ټکنالوجۍ يونيورسټۍ کې، په فيصل آباد کې په ایګریکلچر يونيورسټۍ کې، په لاهور کې په انجنیرينګ او ټکنالوجۍ يونيورسټۍ، او په لاهور کې په انفارمیشن ټکنالوجۍ يونيورسټې کې جوړ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 9

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه به د تدريس په څير یوه مسلکي دنده ترلاسه کوم ......

ځواب

اي روزګار په پنجاب کې يو نوی نوښت دی او پکار ده چې د پاکستان په نورو صوبو کې پیل شي

ځواب

ما اوس اوس ګریجویشن وکړو. مهرباني وکړئ ما ته پوره معلومات راکړئ.

ځواب

زه د بي ايس سايکالوجي طالب علم يم .. آيا زه د دې پروګرام لپاره اپلايي کولی شم؟ مهرباني وکړئ زما سره مرسته وکړئ.. زه په دې پروګرام کې دلچسپي لرم.

ځواب

هو

ځواب

ډیر ښه پروګرام؛ ځوان نسل ته د دې ضرورت دی. پکار ده چې دا پروګرام په ملتان کې هم پیل شي چې مونږ هم د دې نه ګټه پورته کړو.

ځواب

په ساهيوال ښار یا اوکاړه ډسټرکټ کې د مرکز پرانيسته وکړئ.

ځواب

مهرباني وکړئ، ما ته د دې تفصيلات راوليږئ چې زمونږ د وټرنري يونيورسټۍ طالب علمان هم دې ته اپلايي وکړي.

ځواب

دا روزګار به زه څنګه ترلاسه کړم. مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ.

ځواب