امنیت

په بلوچستان کې په عملیاتو کې د داعش ۱۲ کمانډران ووژل شول

عبدل غني کاکړ لخوا

د پوځي سرچينوله مخې، يو پاکستانې عسکر ښودل شوی دی چې په مستونګ ډسټرکټ کې د ردالفساد عملياتو د برخې په توګه د داعش په وړاندې په درې ورځني اوږد بريد کې د جون په ۴ مه ګډون کوي. سرتیرو غار په نښه کړو او د داعش لږ تر لږه ۱۲ کمانډران یې ووژل. [فايل]

د پوځي سرچينوله مخې، يو پاکستانې عسکر ښودل شوی دی چې په مستونګ ډسټرکټ کې د ردالفساد عملياتو د برخې په توګه د داعش په وړاندې په درې ورځني اوږد بريد کې د جون په ۴ مه ګډون کوي. سرتیرو غار په نښه کړو او د داعش لږ تر لږه ۱۲ کمانډران یې ووژل. [فايل]

کوټه -- چارواکو د یکشنبې په ورځ (د جون په ۴ مه) وويل، چې په بلوچستان کې د مستونګ ډسټرکټ په مضافاتو کې په استخباراتي او د بغاوت ضد عملياتو کې د داعش لږ تر لږه ۱۲ کمانډران ووژل شول.

په کوټه کې د استخباراتو يو سينير چارواکي عمران عابد پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د لویې کچې عمليات وو چې د مستونګ سيمې ته نږدې په سختو غرونو کې ترسره شول، او د دې عملياتو له لارې، امنيتي ځواکونو په بلوچستان کې ستر تروريستي فعاليتونه شنډ کړل."

عابد وويل: "دغه وژل شوي شکمن تررريستان په يو غار کې پټ وو. دغه ځای په بلوچستان کې د داعش د عملياتو لپاره د کمانډ او کنټرول مرکز وو."

هغه وويل: "دغه غار د ښار نه ۵۰ کلوميټره لرې پروت وو، او د سيمې د وضعيت له کبله، په تکتیکي ډول دا ممکن نه وه چې وسله وال په مستقيمه توګه په نښه کړل شي." "له همدې امله، د پوځ هيلي کاپټرې په دغه عملياتو کې استعمال شوې."

په مستونګ ډسټرکټ کې د پاکستاني ځواکونو لخوا نيول شوي وسلې د جون په ۳ مه ښودل کيږي. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

په مستونګ ډسټرکټ کې د پاکستاني ځواکونو لخوا نيول شوي وسلې د جون په ۳ مه ښودل کيږي. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

هغه وويل: "زموږ ځواکونو د ترهګرو د پټنځايونو نه د وسلو او چاودېدونکو توکو سترې زیرمې ترلاسه کړې."

دغه درې ورځني عملیات د ترهګرۍ پر ضد روان ردالفساد عملياتو برخه وه کوم چې د فبرورۍ په مياشت کې پیل شول.

هغه وويل: "دغه په نښه شوی غار په پاکستان کې د داعش مرکز وو، کوم ځای چې مهمو کمانډرانو په سيند، بلوچستان او پنجاب کې خپل عملیات کنټرول کول." "د دغه غار [په نښه کول] د پاکستان د دښمنانو لپاره يو ستر ګوزار وو."

د پوح د عامه اړیکو دفتر، چې د پوځ د ميډيا يوه څانګه ده، د دغه عملیاتو تاييد وکړو.

آی ايس پي آر د جون په ۴ مه خپور شوی بيان کې وويل: "ترهګرو په غار کې د پلان جوړولو، همغږۍ او په بلوچستان کې د تروریستي فعالیتونو ترسره کولو لپاره پټ شوي وو."

په بيان کې راغلي چې "د ډزو په تبادله کې، ۱۲ سخت دريځه ترهګر ووژل شول." دغه بيان دا څرګنده کړه چې په دغه پښه کې ۱۰ امنیتي پرسونل هم ژوبل شول.

په کوټه کې د دفاع يو سينير چارواکي، محمد هلال، وويل: "زموږ د ځانګړي خدمتونو ګروپ کمانډو هم د دې عملياتو برخه وه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا بريد په ډېر بریالیتوب سره ترسره شو، او ټول مهم وسله وال کمانډران په کې ووژل شول." هغه زياته کړه، چې کمانډرانو په غار کې "د لوړې کچې غونډه" کوله.

هغه وويل: "هغوی د پاکستان په نورو برخو کې د زیاتو تروریستي حملو پلان جوړولو."

هلال وويل، ويل کيږي چې په وژل شوي کسانو کې د پنجاب وسله واله واله ډله لشکر جنګوي او د تحریک طالبان پاکستان د اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار وسله وال هم شامل ول.

هغه وويل: "د دې عملياتو مشري د استخباراتي ادارې غوره پرسونلو وکړه، او [د غار] په لټون کې دوی يو شمير مهم اسناد ترلاسه کړل."

هلال وويل، چې دغه اسنادو د داعش د وسله والو "ډيره زياته ناوړه ستراتیژي ... چې د پاکستان لپاره جوړه شوی وه" څرګنده کړه.

هغه وويل: "موږ به هيڅکله په خپل ملي امنیت روغه جوړه ونه کړو." هغه زياته کړه، په سیمه کې د طالبانو په وړاندې زموږ کلکه ژمنه د هېواد د استحکام لپاره مهم ده."

د ترهګرۍ پر ضد مبارزې پالیسۍ بيا کتنه کول

په لاهور کې د سياسي علومو او د پوځي چارو کارپوه، حسن عسکري رضوي، وويل: "پاکستان د جګړې په حالت کې دی، او دښمن د ترهګرۍ ملاتړ کوي چې په هېواد کې ناکرارۍ ته وده ورکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دولت باید د خپل ملي امنیت پالیسۍ بیا کتنه وکړي چې د امنیت مهم سرغړونې په نښه کړي."

هغه وويل، چې د عمل ملي پلان، چې د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد يوه جامع تګلاره ده چې په جنوري ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه، تر اوسه په بشپړه توګه نه ده عملي شوې.

رضوي وويل، "د عمل ملي پلان ملکي برخه په بشپړه توګه او په مستقل توګه پلي شوې نه ده او دا د عمل نه زيات بيانونه څرګندوي." رضوي زياته کړه، چې سياسي او بهرنۍ لاسوهنې د عمل ملي پلان په بشپړه توګه پلي کولو کې خنډ دی."

هغه وويل: "زموږ سیاسي او پوځي ليډرشپ له پکار ده چې دغه ګواښونه په نښه کړي."

د اسلام په کارولو سره د تاوتريخوالي مقابله کول

رضوي وويل، چې د ترهګرۍ په اړه کاميابۍ ته چې کوم ګواښونو موجود دي په هغې کې د اسلام په اړه د خلکو ګمراه کول شامل دي.

هغه وويل: "بنیادي عناصر ترهګرۍ ته د ودې ورکولو لپاره د دين ناوړه استعمال کوي."

هغه وويل: "اسلام د سولې دین دی، او د مینې او اتفاق پیغام ورکوي." "دولت باید په هیواد کې د اسلام اصلي مخ ته وده ورکړي او د امن د دشمنانو د تاو تریخوالي د ډکې ستراتیژۍ سره مقابله وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500