زغم

يوه پاکستانۍ ښځه په خیبر پښتونخوا کې په موټرسايکل باندې د سفر کولو له لارې سولې ته وده ورکوي

عديل سعيد لخوا

ګلفشان طارق، چې يوه پاکستانۍ لوبغاړې او فعاله ده، د می په ۹ مه په موټر سايکل باندې يوازې په لومړي ځل د خيبر پښتونخوا په چترال ډسټرکټ کې ميرکهاني ته په رسیدو باندې د خوشالۍ اظهار کوي. ګلفشان په خېبرپښتونخوا کې سفر وکړو چې د سولې پیغام خپور کړي او د پاکستان يو ښه ايميج ته وده ورکړي. [د آمبريله برينډز آرګنايزيشن نه په مننه]

ګلفشان طارق، چې يوه پاکستانۍ لوبغاړې او فعاله ده، د می په ۹ مه په موټر سايکل باندې يوازې په لومړي ځل د خيبر پښتونخوا په چترال ډسټرکټ کې ميرکهاني ته په رسیدو باندې د خوشالۍ اظهار کوي. ګلفشان په خېبرپښتونخوا کې سفر وکړو چې د سولې پیغام خپور کړي او د پاکستان يو ښه ايميج ته وده ورکړي. [د آمبريله برينډز آرګنايزيشن نه په مننه]

پېښور -- ګلفشان طارق، چې يوه پاکستانۍ لوبغاړې او فعاله ده، په خیبر پښتونخوا کې د می ۶ نه تر ۲۴ پورې په موټر سايکل باندې سفر وکړو. دا سفر په هیواد کې د هغې د هغه پلان يوه برخه ده چې سولې او امن ته وده ورکوي.

په خیبر پښتونخوا کې يوازې د سفر مکمل کولو له لارې، ګلفشان د سيمې په باره کې چې کوم غلط خيالات دي لکه چې دا "د مذهبي بنسټپالو ځمکه ده" په اړه د حيرانتيا څرګندونه وکړه.

هغې وويل: "ما چې د ډيره اسماعيل خان د ميدانونو نه د چترال ډسټرکټ غريز او سختو سيمو پورې په خپل ۱۹ ورځني سفر کې څه وليدل هغه د خيبر پښتونخوا د خلکو ښه هرکلی، ښه میلمستيا، مينه، احترام او عزت وو."

هغې په ټول هيواد کې په لومړي ځل د سفر مکمل کولو نه وروسته پاکستان فارورډ ته په پېښور پریس کلب کې د می په ۲۴مه وويل: "ما هغه څه ونه ليدل کوم چې ما د خيبر پښتونخوا د خلکو په باره کې اوريدلي وو، [لکه] چې دوی زغم نه لري."

ګلفشان طارق په خيبر پښتونخوا کې په خپل ۱۹ ورځني موټرسایکل سفر کې (د ۶ می نه تر ۲۴ پورې) په سوات ډسټرکټ کې د جينکو سره ليدنه کوي. [د آمبريله برينډز آرګنايزيشن نه په مننه]

ګلفشان طارق په خيبر پښتونخوا کې په خپل ۱۹ ورځني موټرسایکل سفر کې (د ۶ می نه تر ۲۴ پورې) په سوات ډسټرکټ کې د جينکو سره ليدنه کوي. [د آمبريله برينډز آرګنايزيشن نه په مننه]

هغې وويل: "د يو بهرني کس او د پنجاب صوبې سرګودهې ډسټرکټ سره تعلق لرلو په توګه، زما دا خيال وو چې په خیبر پښتونخوا کې خلک، په ځانګړې توګه ښځې چې پرده کوي او نارینه ږيرې او ټوپۍ لري، تروریستان دي."

ګلفشان وويل، د دې ويرې او غلط خيالاتو په بنياد، د هغې کورنۍ په خيبر پښتونخوا کې يوازې د سفر کولو د هغې د فيصلی مخالفت وکړو او ډير په مشکله يې هغې ته اجازه ورکړه.

خو دا تجربه د حيرانتيا وړ ده.

يو نوی لرليد

ګلفشان وويل: "زما د موټر سایکل سفر ماته توان راکړو چې د مختلفو سیمو، کلتورونو، ژبو او روايتوتو د خلکو ليدنه وکړم او هغوی زما سره د خيبر پښتونخوا د خلکو د سلوک او چال چلند په اړه په حقیقت معلومولو کې مرسته وکړه."

هغې وويل، په ټولو پاکستانيانو باندې، او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په خلکو، د يو موټي بد عناصرو د اعمالو له کبله د تروریزم او افراطیت داغ لګيدلی دی، خو حقیقت دا دی چې پاکستانيان ډېر سوله خوښونکي، زغم لرونکي او عزت کونکي خلک دي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "دا زما د سفر موخه ده: چې په نړۍ کې زمونږ د هيواد په باره کې چې خلک کوم خيالات لري هغه ختم کړم او عام خلک خبر کړم چې پاکستانيان افراطیان نه دي بلکې په حقیقت کې ډیر مينه وال او عزت کونکي خلک دي."

ريکارډونه ماتول

د دې نه علاه چې هغه د سولې يوه فعاله ده، ګلفشان يوه لوبغاړي، غره ختونکي، پيدل سفر کونکي او د پيرا ګلايډ ریکارډ لرونکي هم ده. په ۲۰۱۵ کال کې سولې ته د ودې ورکولو او په ټوله نړۍ کې د پاکستان يو ډير ښه ايميج وړاندې کولو لپار هغې په خنجراب پاس، چې ۵،۰۰۰ ميټره اوچت دی، باندې د سايکل له لارې سفر وکړو.

هغې وويل، چې په تول پاکستان کې د موټرسایکل له لارې د هغې د سفر دویم پړاو به د بلوچستان نه پيل کيږي. خو هغې په تلوار وويل چې دا به د وفاقي حکومت په ملاتړ منحصره وي.

هغې وويل، چې هغې د خيبر پښتونخوا سفر د حکومت د ملاتړ نه بغير ترسره کړو. هغې زياته کړه، چې آمبريله برينډز، چې د سوات د ځوانانو یوه ډله ده، د هغې اخراجات برداشت کړل.

پېښور ته په رسېدلو سره، ګلفشان د پاکستان د ريکارډونو په کتاب کې شهرت ترلاسه کړو.

د پي بي آر باني احمد حسین پاکستان فارورډ ته وويل، "د پاکستان د ريکارډونو کتاب په شا مفکوره د نړيوال ريکارډونو د ګینیس کتاب نه اخيستلی شوې ده، چې دا هغه کسانو ته سندونه ورکوي کوم چې ریکارډ جوړوي."

احمد، چې په خپله په مارشل آرټس کې ريکارډ لرونکی دی، وويل، "د پي بي آر پيلولو موخه دا وه چې یو مناسب پلاتفورم جوړ کړي، استعداد په ګوته کړي او د ځوانانو حوصله افزايي وکړي چې په بیلابیلو برخو کې ريکارډونه جوړ کړي، که څه هم دوی ريکارډونه په کوچنۍ کچه جوړ کړي."

هغه وويل: "موږ ګلفشان ته هدايات ورکړل چې هغوی ته د خيبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د سفر کولو ویډیو ريکارډنګ او تصويرونه د ثبوت په توګه ورکړي. د دې نه وروسته موږ فيصله وکړه چې د هغې ریکارډ تسليم کړو."

هغه وويل: "پکار ده چې د هغې زړورتيا تسليم کړل شي."

يو غير معمولي منظر

د ګلفشان سپانسر، آمبريله برينډز، د هغې سفر ثبت کړو.

د آمبريله برينډز تنظيم ايګزيکيټيو ډايريکټر، ابرار احمد خان، پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د ګلفشان په سفر کې د هغې ملګرتيا وکړه چې د هغې د سفر ډاکومنټري جوړه کړو. دا به په [غير معين] نړیوال خبري چینل باندې خپره شي چې د پاکستان ښه ايميج ته وده ورکړي."

خان هيله څرګنده کړه چې په خيبر پښتونخوا کې د ګلفشان په سفر باندې دا ډاکومنټري فلم به بهرني مسافر، په ځانګړې توګه مهم جو خلک وهڅوي چې د دې سيمې ليدنه وکړي.

د ډسټرکټ وايلډ لايف افسر سجيل بلوچ وويل: "دا بيخي غيرعادي خبره وه چې يوه ميرمن په پاروا، ډېره اسماعيل خان کې وينو چې په موټرسايکل باندې سفر کوي."

سجيل وويل، د هغه ورور امتياز بلوچ، چې د پاروا تحصیل ناظم دی، ډيره ستاينه وکړه کله چې هغه د ګلفشان د سولې د نوښت په اړه پوهه شو.

سجيل پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په پاروا کې د هغې د استوګنې په دوران کې ډيره ميلمستيا وکړه او هغه مو د ځايي خلکو سره ميلاو کړه چې د هغوی سره خبرې اترې وکړي او د سوله خوښونکو خلکو په اړه ډيره ښه پوهه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500