امنیت

پاکستان د داعش او طالبانو سره د جنګ لپاره په پوځي ستراتیژۍ کې بدلون راولي

جاويد محمود لخوا

معلومات ښيي چې ردالفساد عملياتو، چې د فبرورۍ په مياشت کې پیل شول، د ترهګرۍ او اورپکۍ پر ضد مبارزه کې ښې نتيجې رامنځته کوي. شنونکي وايي، چې د تلپاتې امنيت يقيني کولو لپاره پاکستاني ځواکونو له پکار ده چې په خپلې ستراتيژۍ کې بدلون راولي. په پوله باندې پاکستاني امنيتي ځواکونو په پېښور کې د تير نومبر په ۱۹مه په پوځي مشقونو کې برخه اخلي. [ای مجيد / ای ايف پي]

معلومات ښيي چې ردالفساد عملياتو، چې د فبرورۍ په مياشت کې پیل شول، د ترهګرۍ او اورپکۍ پر ضد مبارزه کې ښې نتيجې رامنځته کوي. شنونکي وايي، چې د تلپاتې امنيت يقيني کولو لپاره پاکستاني ځواکونو له پکار ده چې په خپلې ستراتيژۍ کې بدلون راولي. په پوله باندې پاکستاني امنيتي ځواکونو په پېښور کې د تير نومبر په ۱۹مه په پوځي مشقونو کې برخه اخلي. [ای مجيد / ای ايف پي]

اسلام آباد -- شنونکي وايي، په تيرو دريو مياشتو کې په ردالفساد عملياتو کې ترهګر او وسله والې ډلې په نښه شوې چې له امله یې په پاکستان کې د ترهګرو د ستر بریدونو توان له منځه وړی دی.

دغه عملياتو په چټکۍ سره په هغه تشدد ختمولو کې کاميابۍ ترلاسه کړې کوم چې د فبرورۍ په مياشت کې وروسته له هغې پيل شول کله چې په مرګوني بریدونو کې زياتوالی راغې. د دغه بريدونه مسوليت داعش، تحریک طالبان پاکستان او متحدینو وسله والو ډلو، لکه جماعت الاحرار، په غاړه اخيستې وو.

د فبرورۍ په لومړيو کې، جماعت الاحرار يوه ویډیو جاري کړه چې په هغې کې یې د بغاوت عملياتو "غازي عملیاتو" پيلولو اعلان وکړو. په دغه ويډيو کې دا اعلان وکړل شو چې د دې عملياتو هدف به قانوني ادارې، د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارې، د مدني ټولنو سازمانونه، بينکونه او مالي ادارې، سیکولر سیاسي پارټۍ، ژورنالستان، تعليمي ادارې، او نورې هغه ادارې وي کوم چې د جماعت الاحرار افراطي ايديالوژي ردوي.

په دغه ویډیو کې، جماعت الاحرار وویل چې دا به د ګڼې ګوڼې ځایونه لکه بازارونه، هسپتالونه، جوماتونه او نور عامې غونډې نه په نښه کوي.

خو د ترهګرو مناقفت ریښتینی دی، "غازي عملیات" د فبرورۍ په ۱۳مه په لاهور کې په مال روډ باندې د ګڼې ګوڼې په وخت کې په يوې مظاهره کې د ځانمرګي چاودنې سره پيل شول. په دغه چاودنه کې ۱۵ کسان، د ۶ پولیس افسرانو په ګډون، ووژل شول او د ۸۷ پوری نور کسان ژوبل شول.

د ځايي ميډيا له مخې، درې ورځې وروسته، د داعش يو ځانمرګي بريد کونکي د سيند صوبې په سيهون کې د ديارلسمې پیړۍ مسلمان صوفي لال شهباز قلندر زيارت په نښه کړو، چې لږ تر لږه ۸۸ کسان په کې ووژل شول او د ۳۵۰ نه زيات کسان په کې ژوبل شول.

دغه دوه مرګوني بریدونه په ټول پاکستان کې د بريدونو په هغه لړۍ کې شامل ول کوم چې د فبرورۍ په مياشت کې ترسره شول. دا بريدونه د فبرورۍ په ۲۲مه د ردالفساد عملیاتو پیلولو سبب وګرځيدل. د ردالفساد عملياتو ترسره کولو مطلب د ترهګرۍ پر ضد د روان ضرب عضب عملياتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شول، لاسته راوړنو ته استحکام ورکول دي.

د داعش او جماعت الاحرار هدف

په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل، د وسله والو د غازي عملياتو سره د مبارزې او په پاکستان کې د داعش او د هغوی د اړوندو ډلو د اورپکۍ د مخنيوي لپاره، پوځ یو فعال پلوه عمليات شروع کړل... او يو شمېر وسله وال، په ځانګړې توګه هغه کسان یې ووژل کوم چې د داعش، جماعت لااحرار او د هغوی د ملګرو سره تړاو لرلو.

هغه وويل: "ضرب عضب عملیاتو د طالبانو په وړاندې پيل شول او ردالفساد عملیات د داعش، جماعت الاحرار او د هغه ډلو پر ضد پيل شول کوم چې په پاکستان کې د داعش ملاتړ کوي. دا عمليات د ضرب عضب عملياتو کاميابو ته د استحکام ورکولو لپاره هم پيل شول."

ګل وويل، د ردالفساد عملیاتو له پیل راهیسې، "په پاکستان کې په امنیتي حالت کې ډير ښه والی راغلی دی ځکه چې وسله وال په داسې پوزيشن کې نه دي چې په هېواد کې په هغه شدت سره وينه وبيوي کومه چې دوی د فبرورۍ په مياشت کې ښودلې وه."

په پوله باندې د ترهګرو تعقيب کول

په پېښور کې د امنيتي چارو يو سينير کارپوه بريګيډير محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ضرب عضب عملیاتو له کبله، یو شمیر کمانډرانو او سخت دريځه [ترهګرو] په سرحدي سيمو کې پناه واخيسته ... د دغه ځايونو نه به دوی د پاکستان په امنيتي ځواکونو او ملکيانو باندې بريدونه کول."

هغه وويل، ردالفساد عملياتو هغه وسله وال په نښه کړل کوم چې په دغه سرحدي سيمو کې پټ شوي ول. دې عملياتو وسله وال ووژل او يا يې ونيول او يا يې په تېښته مجبور کړل.

هغه وويل: "د پاکستان پوځ په ۲۰۱۷ کال کې په مهمند، باجوړ او کرم ايجنسو کې عمليات ترسره کړي دي چې وسله وال يې افغانستان ته په تيښته مجبور کړل."

هغه وويل، په پوله باندې اضافي امنيت او د افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کول د افراطيت او اورپکۍ ختمولو لپاره ضروري دي.

هغه وويل: "د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان او ناټو غږ کړی دی چې د هغه وسله والو پر ضد ګامونه پورته کړي کوم چې د کنړ صوبې [افغانستان] سیمو ته تښتيدلي دي."

هغه خبرداری ورکړو، "که د افغان حکومت او د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د ناست وسله والو خلاف زيات جدي ګامونه نه اخلي، نو دا به په پاکستان او افغانستان کې نوره مرګ ژوبله رامنځته کړي او وسله والې ډلې به پیاوړي کړي."

شاه په هوايي بمباريو کې د ځینو بدنام وسله وال کمانډرانو د وژلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د اورپکۍ ځپلو لپاره پاکستان، افغانستان او نړيوالو ځواکونو له پکار ده چې يوه ګډه ستراتيژي جوړه کړي.

هغه وويل: "ردالفساد عمليات په کاميابۍ سره مخکې روان دي، او موږ په پاکستان کې په تیره میاشت کې يو ستر تروریستي برید نه دی ليدلی، چې دا د عملياتو يو مهم پرمختګ دی."

تلپاتې امنيت ضروري دی

ردالفساد عمليات مثبت نتيجې رامنځته کوي، لکه څنګه چې د سي آر ايس ايس په درې میاشتني راپور، چې د می په ۹ خپور شو، کې ښودل شوې دي.

روان پوځي عملياتو وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان او ټې ټې پي وسله والې ډلې لشکر اسلامي او لشکر جنګوي په پناه اخيستلو باندې مجبوره کړي دي، په داسې حال کې چې داعش کوشش کړی دی چې په دوو صوفي زيارتونو باندې -- په تير نومبر کې په سيند کې په لال شهباز قلندر او په بلوچستان کې په شاه نورانې -- د ستر ځانمرګي بريدونو مسووليت په غاړه اخيستلو له لارې د خلکو توجو ترلاسه کړي.

په دغه راپور کې راغلي، که څه هم وسله والو په ټول پاکستان کې په فبرورۍ کې لږ تر لږه ۱۱ بریدونه ترسره کړل، خو هغوی ته د ۲۰۱۷ په جنورۍ- مارچ کې د وګړو د زيان په پرتله زياته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه موده کې، امنیتي ځواکونو ۱۸۹ وسله وال او ۵۸ جنايتکاران ووژل، په داسې حال کې چې ۱۷۲ ملکي وګړي د اورپکۍ او د تاوتريخوالي له کبله ووژل شول.

د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ کوراټر کې، وسله والو په دغه موده کې په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۰۴ په پرتله ۶۴ امنیتي پرسونل ووژل.

مبشر مير، چې په کراچۍ کې د ډيلې پاکستان د امنيتي چارو کارپوه او ريذيډنټ مدير دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "بې شکه د پوځ د نوي عملیاتو له پیل وروسته امنیت ښه شوی دی، خو دا به د اوږدې مودی لپاره جاري نه وي که چيرې پوځ او نور امنيتي ادارې په پاکستان کې د دې خونړۍ جګړې پياوړي لوبغاړو په وړاندې ګامونه وانه خلي"

هغه وويل: "امنيتي ادارو له پکار ده چې د مخورو مالي مرسته کونکو، سهولت کارانو او د وسله والو د پلویانو پر ضد ګامونه پورته کړي."

د يو نوي ګواښ سره مبارزه کول

سي آر ايس ايس وويل، لکه څنګه چې په عراق او سوریه کې د داعش ضد عمليات سيمې بیرته ترلاسه کوي، نو په پاکستان کې د داعش یا د دې ډلې د ملګري شتون د اندیښنې خبره ده.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی دی، راپورونه ښيي چې پاکستاني طالبان او نور منع شوي ډلې په خپلې وفادارۍ کې بدلون راولي او د داعش سره یوځای کيږي، او دا بهیر، که جاري وي، کیدای شې چې په پاکستان کې د اورپکۍ منظر تبديل کړي.

په راپور کې راغلي چې د بريدونو لپاره د ښارونو انتخاب کولو په پرتله، کوم چې پخوا د نورو وسله والو ډلو عملیاتي ستراتیژي وه، داعش په لږ امنيت واله ځايونو، لږ مېشتو سیمو باندې بریدونه پیل کړي دي، چې يوه نوي ستراتيژي په ګوته کوي او د امنیتي عملیاتو چې تراوسه پورې ترسره شوي دي د اغیزمنتوب په اړه پوښتنې رامنځته کوي.

راپور په پای کې وويل چې ملکي او پوځي ليډرشپ له پکار ده چې د خپلو پالیسو بياکتنه وکړي او يوه داسې ستراتيژي وړاندې کړي چې په ټولنه کې د اورپکۍ په له منځه وړلو کې د هغوی نه څه غلطۍ شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500