انرجي

پاکستانيان د روژې په مياشت کې د بجلۍ د لوډ شيډنګ خلاف احتجاج کوي

ای ايف پي لخوا

پاکستانيان د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډسټرکټ کې د درګۍ په سيمه کې د می په ۲۹ مه په يوې مظاهره کې يو پاورسټيشن ته نژدې راټوليږي. دغه مظاهرې د تشدد شکل هغه وخت اخيتار کړو کله چې د بجلۍ ناوړه لوډ شيډنګ په زرګونو خلک د روژې په لومړيو دوو ورځو کې د زياتيدونکې حرارت سره د بجلۍ نه محرومه کړو. [ای ايف پي]

پاکستانيان د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ ډسټرکټ کې د درګۍ په سيمه کې د می په ۲۹ مه په يوې مظاهره کې يو پاورسټيشن ته نژدې راټوليږي. دغه مظاهرې د تشدد شکل هغه وخت اخيتار کړو کله چې د بجلۍ ناوړه لوډ شيډنګ په زرګونو خلک د روژې په لومړيو دوو ورځو کې د زياتيدونکې حرارت سره د بجلۍ نه محرومه کړو. [ای ايف پي]

پېښور -- پر تشدده مظاهرې په پاکستان کې د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۹مه) هغه وخت رامنځته شوې کله چې د بجلۍ ناوړه لوډ شيډنګ په زرګونو خلک د روژې په لومړيو دوو ورځو کې د زياتيدونکې حرارت سره د بجلۍ نه محرومه کړو.

چارواکي وايي، چې لږ تر لږه یو کس وروسته له هغې ووژل شو کله چې په خيبر پښتونخوا صوبه کې پوليسو په هغه سلګونو کسانو ډزې پيل کړې کومو چې د لوډ شيډنګ خلاف احتجاج کولو او د يو پاور سټيشن د سوځولو کوشش یې کولو.

د ملاکنډ ډسټرکټ ډپټي کمشنر ظفر علي شاه ای ايف پي ته وويل: "مظاهره کوونکو لومړی د پاور سټيشن د سوځولو کوشش وکړو، او بیا يې د پولیسو په مرکز برید وکړو."

هغه وويل، مظاهره کوونکو په حکومتي ودانيو، دفترونو او ګاډو بريد وکړو.

شاه وويل، چې مظاهره کونکو وروسته هغه لوی سړک بند کړو کوم چې ملاکنډ او د سوات دره د هېواد د نورو برخو سره لينک کوي. هغه زياته کړه چې چارواکي د ځايي مشرانو سره د مظاهرو ختمولو په باره کې خبرې اترې کوي.

په پېښور کې، ۸۰۰ مظاهره کونکو په دوو پاور سټيشن قبضه وکړه او د حکومتي چاراوکو نه یې غوښتنه وکړه چې بغير د څه رکاوټ نه بجلي بحال وساتي.

د بجلۍ د لوډ شيډنګ سره يوه اوږده مبارزه

پاکستان د څو کالو راهیسې هڅه کوي چې خپلو نږدې ۲۰۰ ميليونه وګړو ته په کافې مقدار سره بجلي برابر کړي. د انرجۍ په دې بحران کې هره ورځ لوډشيډنګ شامل دی چې په اوړي کې -- او د مسلمانانو د روژې په مياشت کې -- لا نور هم زیات شي.

په پېښور کې اوسېدونکي وايي چې دوی په ورځ کې د شپږو نه تر اتو ګهنټو پورې د لوډشيډنک سره مخامخ دي، په داسې حال کې چې کلیوالې سیمې په ورځ کې د درېو نه تر څلورو ګهنټو پورې بجلي ترلاسه کوي.

وزير اعظم ميا محمد نواز شريف ژمنه کړې ده چې دا بحران به په ۲۰۱۸ کال کې حل کړی شي، چې په دغه کال کې به انتخابات هم تر سره کيږي.

هغه د دوشنبې په ورځ وويل، چې د روژې په مياشت کې به "د بجلۍ لږ تر لږه لوډ شيډنګ" کيږي.

د تودوخې درجه او غوسه لوړيږي

په پاکستان کې په دې هفته کې د تودوخې درجه نږدې تر ټولو زياتې درجې ته رسیدلې وه.

د یکشنبې په ورځ (د مې په ۲۸مه) غوسه شوي اوسيدونکو د بجلۍ د ډير زيات لوډشيډنګ نه وروسته د پاکستان په جنوب کې د کراچۍ په بندر ښار کې په سړکونو باندې ټايرونه وسوځول.

د اوبو ویش -- د مخکې نه د ۲۵ میلیونو خلکو په دې ښار کې د اوبو مقدار اعتباري نه دی -- او د بجلۍ په برابرولو باندې منحصر دی، چې په زرګونو خلک د اوبو څکلو، پخلي کولو يا مينځلو نه محرومه کوي.

چارواکو وويل، چې د سيند صوبې په جنوب کې د بجلۍ لوډ شيډنګ زياتو ډسټرکټونو ته غځول شوی دی، چې په هغې کې د کراچۍ مرکزي ښار شامل دی، کوم ځای چې د تودوخې درجه ۴۰ درجې (۱۰۴ فارنهايټه) وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500