تروريزم

طالبان او داعش په افغانستان کې په پیسو او خاوره باندې جګړه کوي

سليمان لخوا

د افغانستان ځایي پوليس د کال ۲۰۱۷ د اپريل په ۸ مه د هلمند صوبې په ناد علي ډسټرکټ کې په پوځي عملياتو کې څارنه کوي کوم ځای چې طالبان ډیر فعال دي. [نور محمد / ای ايف پي]

د افغانستان ځایي پوليس د کال ۲۰۱۷ د اپريل په ۸ مه د هلمند صوبې په ناد علي ډسټرکټ کې په پوځي عملياتو کې څارنه کوي کوم ځای چې طالبان ډیر فعال دي. [نور محمد / ای ايف پي]

کابل -- چارواکي وايي، طالبان او داعش وسله وال په ټول افغانستان کې له يو بل سره په جګړه کې بوخت دي. دوی د دې توان لپاره کوشش کوي چې ملکي وګړي لوټ کړي.

د جوزجان د ګورنر وياند، محمد رضا غفوري وويل، په جوزجان صوبه کې د اپريل په مياشت کې په يوه جګړه کې د دواړو ډلو ۸۷ غړي ووژل شول.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "په دغه نښته [...] کې ۷۲ وسله وال ووژل شول، چې په دوی کې د هغوی مهم دوه کمانډران شامل ول، او ۵۷ نور کسان ژوبل شول، په داسې حال کې چې د داعش ۱۵ غړي هم ووژل شول او ۱۲ نور کسان ژوبل شول."

هغه وويل: "د دې نه علاوه، داعش د طالبانو ۱۰ غړي ونيول." هغه زياته کړه، "زیات امکان دا دی چې د دې دواړو تروريستي ګروپونو ترمنځ به نوره سخته جګړه رامنځته کيږي."

خلک لوټ کول

غفوري وويل، چې دغه دواړه ډلې د خلکو نه د نغدو پيسو او نورو شيانو ضبط کولو له لارې د خپل تروریستي فعالیتونو ملاتړ کوي.

هغه وويل: "په قش تپه او درزب ډسټرکټ کې د داعش نږدې ۱۰۰ غړي او طالبانو د ۲۰۰ نه ۳۰۰ پورې غړي موجود دي." هغه زياته کړه، چې په دغو سيمو کې اوسېدونکي د وسله والو د غلا او نورو ناوړه کارونو سره مخ دي.

غفوري وويل، دوه مياشتې وړاندې، داعش درې ښځې یرغمال کړې او بیا يې هغوی ووژلې. هغه زياته کړه، چې وسله والو ۶۰ کورونو ته هم اور ولګوو.

د ځايي سرچينو له مخې، داعش په غلطۍ سره فکر کړی وو چې دغه ښځې د ځايي افسرانو سره تعلق لرلو او هغوی يې په ځوابې کاروايې کې ووژلې.

اوسېدونکو هم سلام ټایمز ته وويل چې هغوی په داوام داره توګه د داعش او وسله وال طالبانو دواړو لخوا د ظلمونو سره مخامخ دي.

شريف الله ، چې د قوش تپې یو پخوانی اوسېدونکی دی او د دغه سیمې نه تښتېدلی دی او په کابل کې ژوند کوي، وويل: "پخوا به طالبانو زموږ د سیمې د اوسیدونکو نه په ورځ کې درې ځله خوراکي توکې ضبط کولې." "اوس طالبان او داعش داواړه دا کار کوي."

هغه وويل: "په هره مياشت کې، هره کورنۍ دواړو ډلو ته لږ تر لږه ۵۰۰ افغانۍ (۷.۳۵ امريکايي ډالره) ورکوي." هغه زياته کړه چې شتمنې کورنۍ مجبوراً ډيرې پيسې ورکوي.

د پيسو په سر جګړه

د جوزجان د پوليسو ستر مشر رحمت الله ترکستاني سلام ټايمز ته وويل،، دواړو ګروپونو د ځايي غنيمت په جګړه وروسته له هغې پيل کړه کله چې داعش د طالبانو درې کمانډران ووژل.

هغه وويل: "داعش په طالبانو باندې هغه وخت بريد وکړو کله چې هغوی د اپريل په ۱۹مه د هغه سيمو نه بيرته راتلل کوم ځای چې هغوی د قوش تپې او درزاب اوسيدونکي په پيسې ورکولو باندې مجبوره کړل. "جګړه بيا پيل شوه."

هغه زياته کړه: "د دې نښتې يو بل لامل ... د داعش لخوا [د اپریل په ۱۵مه] د طالبانو درې مهم کمانډرانو وژل وو." "دغه درې کسان هم د نشه يي توکو سمګلران وو."

هغه وويل: "د جوزجان په صوبه کې د افغانستان د ملي امنیت او دفاعي ځواکونه چمتو دي چې د داعش او طالبانو د ترهګريز ډلو دواړو پر وړاندې مبارزه وکړي." هغه زياته کړه، چې خالد عمليات به په دې صوبه کې "ډېر ژر" پيل شي.

اوس مهال ځواکونه په ۱۳ صوبو کې عملیات ترسره کوي، چې د طالبانو او داعش عناصر په نښه کوي.

د نور تشدد هم امکان شته

عبدالستار درزابي، چې د افغانستان په پارلمان کې د درزاب استازیتوب کوي، خبرداری ورکړو چې په جوزجان کې د وسله والو د لوټ مارۍ د پریکنده اختتام نه بغير، په دغه جنجالي صوبو کې حالات نور هم خرابيدلی شي.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "طالبانو په زور سره د اوسيدونکو نه تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې عشر، زکات او مذهبي مالیات راټولول." "خو اوس، داعش هم عشر او زکات راټولول شروع کړل چې دا د طالبانو لپاره د منلو وړ خبره نه ده."

نوموړي وويل، د دې سیالۍ چې د خلکو نه پيسې وشوکوي له امله، "د دې ډلو تر منځ خونړۍ نښتې ډېر امکان لري."

درزابي وويل: "په يوه يا دوو مياشتو کې به د فصل ریبلو موسم پيل شي." "له دې امله هره يوه ډله هڅه کوي چې يو بل ته ماتې ورکړي چې دوی د فصلونو نه په ازاده توګه زکات او ماليې ترلاسه کړي."

هغه وويل: "ملکي وګړي د داعش او وسله وال طالبانو د کړنو له کبله تر ټولو زيات ځپل شوي دي."

د درزاب ډسټرکټ اوسېدونکي سيد جميل سلام ټايمز ته وويل، "زموږ خلک په دايمي توګه د داعش او د طالبانو په يره کې ژوند کوي." "زه هیله لرم چې دوی په خپل منځ کې جګړی ته دوام ورکړي ترڅو ټول يو بل ووژني."

هغه وويل: "زه د دولت څخه غواړم چې په درزاب کې ژر تر ژره عمليات پیل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500