رمضان

د پاکستان مذهبي مشران په روژه کې مذهبي آهنګۍ ته وده ورکوي

ضياء الرحمن لخوا

يو پاکستانی رضاکار مسلمان وفادارانو ته روژه ماتې ورکوي< چې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۷مه د اسلام آباد په فيصل جومات کې د روژې ماتولو لپاره تياری کوي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

يو پاکستانی رضاکار مسلمان وفادارانو ته روژه ماتې ورکوي< چې د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۷مه د اسلام آباد په فيصل جومات کې د روژې ماتولو لپاره تياری کوي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

کراچۍ -- په پاکستان کې روژه د مسلمانانو لپاره نه یوازې د روحاني او مذهبي اهمیت مياشت ده بلکې دا د کورنۍ او دوستانو د يو موټي کولو او مذهبي آهنګۍ ته ودې ورکولو لپاره يوه موقع برابروي.

د مذهبي هم آهنګۍ او د فرقه يي هم آهنګۍ د حوصله افزايې او د نفرت او تعصب کمولو لپاره د مسلمانو او غیر مسلمو دواړو ټولنو مشران د روژه ماتې د پروګرامونو انتظام کوي، کوم ځای چې د مختلفو عقيدو غړي په ګډه ډوډۍ خوړلو کې ګډون کولی شي.

حضرت علامه محمد احسن صديقي، چې په کراچۍ کې يو ديني عالم دی او د سولې او برابرۍ کمیسیون مشر دی، هر کال د روژه ماتي انتظام کوي.

تېر کال د روژې په مياشت کې، د سولې او برابرۍ کمیسیون په کراچۍ کې په سېنټ پيټریک کاتيډرل کې د افطارۍ انتظام کړی وو چې د مختلفو عقيدو او مذهبونو یو شمیر مشرانو په کې ګډون کړی وو.

صديقي پاکستان فارورډ ته وويل، "د دغه فعالانو لپاره روژه یوه ډيره ښه میاشت ده ځکه چې دوی مذهبي آهنګۍ ته په وده ورکولو باندې کار کوي."

سږ کال، هغه په پام کې لري چې د روژې په نيمايي کې د روژه ماتي انتظام وکړي.

هغه وويل: "د داسې افطارونو په شا مفکوره دا ده چې په یو میز باندې مذهبي مشران راټول کړي، کوم ځای چې دوی د خبرو اترو له لارې داخلي او خارجي مذهبي شخړې ختمولی شي."

مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکول

مذهبي هم آهنګۍ ته د وده ورکولو لپاره د مسلمانانو په مبارکه مياشت کې ډير کوششونه کيږي.

ځینې غیر مسلم د خپلو مسلمان ملګرو لپاره د افطارۍ انتظام کوي، په داسې حال کې چې ډېر مسلمانان د پیوستون څرګندولو لپاره ميوې او نور خوراکي توکي خپلو غیر مسلم ګاونډیانو ته استوي.

سردار راميش سنګھ، چې د پاکستان د سيکھ کونسل مشر دی او د پاکستان د سکانو د ټولنې استازيتوب کوي، په منظمه توګه د روژه ماتي پروګرامونو انتظام کوي.

سنګھ پاکستان فارورډ ته وويل، "دا زموږ سره مرسته کوي چې د يو بل په عقيدو او په خپلو مذهبونو کې د روژې په اړه تفاهم له يو بل سره شريک کړو."

د مثال په توګه، د روژې په مياشت کې روژه نيول د اسلام يو رکن دی، په داسې حال کې چې د سکهانو مذهب روژه د يو ديني عمل په توګه ردوي.

سنګھ وویل، سره له دې، په پاکستان کې د غير مسلمو اکثریت اسلام ته د درناوي ورکولو په توګه د خپلو کورونو نه بهر نه خوراک څښاک نه کوي.

د سړک په غاړه د افطارۍ سټالونه

څرنګه چې په روژه او اختر کې د هر يو څيز ډيمانډ زياتيږي، دغه شان د نورو څيزونو لکه د میوو، سبزۍ او د خوارکي شيانو ډيمانډ هم زياتيږي.

د پاکستان په بې وزلو او په هغه کسانو د بوج کمولو لپاره کوم چې د کار د ځای نه کور ته د روژې ماتولو لپاره نه شي تلې، خيراتي ادارې، د سوداګرو ټولنې او انفرادي خلک د روژه ماتي د سټالونو انتظام کوي چې وړيا خوراک په کې ورکولی شي.

د روژې په مياشت کې يو شمير رضاکاران د لویو سړکونو په اوږدو کې ليدل کیږي، چې په بسونو او موټرو کې هغه مسافرو ته د افطارۍ پيکيجونه ورکوي کوم چې په لاره باندې خپلې روژې ماتوي.

سيد شکیب، چې د کراچۍ په ګرو مندر سيمه کې يو مشهور سوداګر دی، د درې عشرو راهیسې هر کال د افطارۍ د پروګرامونو انتظام کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په کراچۍ کې، په ټوله مياشت کې د سړک د غاړې روژه ماتي برابرول - - چې مسافرو او ضرورت مندو ته خوراک او څښاک ورکوي -- يو روايت جوړ شوی دی."

د روژې په مياشت کې ظلمونه

په تیرو کلونو کی، تروريستي ډلو لکه داعش او تحریک طالبان پاکستان د روژې په مياشت کې خپل ناوړه فعالیتونه زيات کړي دي.

انډیپنډنټ د جولای په ۱۳مه راپور ورکړو چې تېر کال، داعش په خپلې خبرپاڼه النبا کې د روژې په مياشت کې په مختلفو هيوادونو کې په ۱۴ تروریستي بریدونو کې د ۵،۲۰۰ نه زيات کسان وژلي يا ژوبل کړي دي.

دغه خبرپاڼې د قربانیانو شمير ورکوي، چې په دوی کې تقریبا ۲،۰۰۰ شيعه ګان، ۱،۰۰۰ کرديان، ۶۰۰ د سوریې علويه کسان او ۳۰۰ عيسايان شامل دي.

د پاکستان ديني عالمان د روژې په مراسمو او غونډو کې موقع ترلاسه کوي چې د وسله والو ډلو د ظلمونو او د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو غندنه وکړي.

د پاکستان د علماوو شورا، د هيواد په کچه يو تنظيم چې د ديني عالمانو استازیتوب کوي، د ۲۰۱۶ کال د می په ۱۱مه يوه فتوه صادره کړه چې د داعش غندنه په کې وکړل شوه او دا څرګندوي چې دا ډله د اسلامي لارښوونو سرغړونه کوي.

د پي يو سي چيرمين مولانا طاهر محمود اشرفي وویل، تروریستي ډلې د اسلام سره هیڅ تعلق نه لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د داعش وسله والې ډلې د روژې په مبارکه مياشت کې په خپلو تروريستي فعاليتونو کې بې ګناه ملکي کسان - - مسلمانان او غیر مسلم دواړه -- وژني." "چې په حقیقت کې دا اسلام ته زيان رسوي."

هغه وويل، مسلمانان د دې خبرې ملګرتیا نه کوي چې داعش معصوم خلک وژني او د هغوی جایدادونه له منځه وړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500