جرم او انصاف

خیبر پښتونخوا د کرپشن ختمولو لپاره اقدامات کوي

دانش يوسفزۍ لخوا

چارواکي او فعالان د ۲۰۱۶ کال د مارچ په مياشت کې په اسلام آباد کې مارچ کوي چې د کرپشن په اړه پوهاوي رامنځته کړي. [د پاکستان ملي احتساب ادارې نه په مننه]

چارواکي او فعالان د ۲۰۱۶ کال د مارچ په مياشت کې په اسلام آباد کې مارچ کوي چې د کرپشن په اړه پوهاوي رامنځته کړي. [د پاکستان ملي احتساب ادارې نه په مننه]

پيښور -- د کرپشن ضد ادارې ډايريکټر جنرل ذبيح الله وايي، کرپشن د پاکستان د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ لپاره يو مصيبت دی، او د کرپشن ضد اداره موخه لري چې دا ختم کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت د پوهاوي يو شمير کمپاینونه ترسره کوي چې موخه يې عامو خلکو ته "د کرپشن نه د انکار کولو" په اړه پوهه ورکول دي.

ذبيح الله په پېښور کې د می په ۱۵مه په اقراء نيشنل يونيورسټۍ کې د کرپشن پر ضد سیمینار کې وویل، کرپشن ختمول د ټولنې مجموعي ذمه داري ده.

واصف خان، چې په اقراء نيشنل يونيورسټۍ کې د بزنس ايډمنسټريشن طالب علم دی، په هغه طالب علمانو کې وو کوم چې په سيمينار کې ګډون وکړو.

ذبيح الله، چې په خیبر پښتونخوا کې د کرپشن ضد ادارې ډايريکټر جنرل دی، په پېښور کې د می په ۱۵مه په اقراء نيشنل يونيورسټۍ کې يو سيمينار ته خطاب کوي.[دانش يوسفزۍ]

ذبيح الله، چې په خیبر پښتونخوا کې د کرپشن ضد ادارې ډايريکټر جنرل دی، په پېښور کې د می په ۱۵مه په اقراء نيشنل يونيورسټۍ کې يو سيمينار ته خطاب کوي.[دانش يوسفزۍ]

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د حکومت چارواکو ګډونوالو ته د کرپشن د ټولنیز، حقوقي او اخلاقي نتيجو په باره کې معلومات ورکړل." "د پاکستان د وګړو په توګه، دا زموږ فرض دي چې موږ خپلې غلطۍ په ګوته کړو او د کرپشن نه انکار وکړو."

ذبيح الله وويل، د کرپشن ضد ادارې، د نورو دولتي ادارو په ملاتړ، په ټوله صوبه کې په تيرو شپږو مياشتو کې په بېلابېلو تعليمي ادارو کې د پوهاوي اووه پروګرامونه ترسره کړي دي.

هغه وويل، چې د دې کمپاينونو مقصد دا دی چې د کرپشن د رنځونو په اړه د خېبرپښتونخوا ځوانانو ته تعليم ورکړل شي.

هغه وويل: "ځوانان زموږ مستقبل دی." هغه زياته کړه چې ځوانان د تعليم له لارې د کرپشن نه پاکې ټولنې ته وده ورکولی شي.

هغه وويل: "موږ هڅه کوو چې د کرپشن د بنيادي لاملونو له منځه وړلو او د خپلې صوبې ځوانانو ته تعليم ورکولو له لارې په ټولنه کې د کرپشن فساد ختم کړو."

د کرپشن بنيادي لاملونو سره مبارزه کول

د اقراء نيشنل يونيورسټۍ وايس چانسلر شاه جهان خان وويل، کرپشن يو لعنت دی او د پرمختګ په لاره کې يو لوی خنډ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "کرپشن [په پاکستان کې] ناوړه مسله ده، او ټول اړوندو همکارانو له پکار ده چې يوځای شي او زموږ د ټولنې نه د کرپشن ګواښ له منځه وړلو لپاره په شریکه کوششونه وکړي."

په اقراء نيشنل يونيورسټۍ کې د اقتصادياتو لکيچرر محمد ظفر الحق وويل: "په پاکستان کې د کرپشن لومړی لامل د شفافیت او احتساب نشتوالی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زموږ په اقتصاد کې د نقصان يو لوی لامل کرپشن دی." هغه زياته کړه چې دا په ټولنه کې بې انصافۍ ته وده ورکوي او د شتمنو او بېوزلو تر منځ فاصله زياتوي.

رضا احمد، چې په پيښور يونيورسټۍ کې يو ريسرچر او د شمارياتو مختصص دی، وويل، "کرپشن ميرټ ختموي." هغه په وګړو غږ وکړو چې د دې په وړاندې اواز پورته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زياتره وخت موږ په خپله ټولنه کې د کرپشن څارنه کوو، خو موږ زحمت نه کوو چې دا رپوټ کړو." "په نتيجه کې، موږ ټول د دې ښکار شو."

اقدامات کول

اسلم نواز، چې د کرپشن پر ضد ادارې اسسټنټ ډايريکټر او د کرپشن پر ضد د پوهاوي پروګرامونو کوآرډينيټر دی، وويل، د هغه تنظيم په تېرو لسو مياشتو کې د پام وړ برياليتوب ترلاسه کړی دی.

نواز وويل، صوبايي حکومت د کرپشن پر ضد ادارې ته واک ورکړی دی چې په صوبه کې کرپشن ختم کړي.

هغه وويل، د کرپشن پر ضد ادارې (ACE)، د پوليسو او مجسټريټانو په مرسته، تر اوسه د ۲۰۰ نه زیات صوبايي حکومتي کارکوونکي، د چارواکو په ګډون نیولې دي او په تيرو څو مياشتو کې یې ۳۰۰ ميليونه (۲.۸ ميليونه امريکايي ډالره) روپۍ ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، په تېرو شپږو مياشتو کې، د کرپشن پر ضد ادارې د خيبر پښتونخوا په مختلفو صوبايي ډپارټمنټونو کې د رشوت اخيستلو په تور ۲۴ چارواکي نیولي دي.

هغه وويل: "زموږ اداره د کرپشن سره په مبارزه او د واک د ناوړه استعمال په باره کې ډېره جدي ده."

هغه وويل: "دا د عامو خلکو ذمه داري ده چې کرپټ خلک په ګوته کړي." هغه ژمنه وکړه چې د کرپشن پر ضد اداره به "په خپل دايره کار کې د ټولو کرپټ عناصرو په وړاندې چټک ګامونه واخلي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب