پېښور -- د خیبر پښتونخوا د سياحت ډیپارټمنټ په پېښور کې د یو درې ورځني اوږد هنر مېلې انتظام وکړو چې د ځايي هنرمندانو او صنعت کارانو کار په ګوته کړي.
د منتطيمينو په وینا، د دې پروګرام، چې په ۷-۹ مۍ مه په پي آی ای پلينيټريم کې ترسره شو، اصلي موخه دا وه چې د هنرمندانو مهارتونه په ګوته کړي او ځايي نارينه، ښځو او کورنیو ته تفريح برابر کړي.
د پېښور اوسيدونکو او د خیبر پښتونخوا د ټولو برخو نه کسانو په دې پروګرام کې ګډون وکړو او د روايتي سندرو او ګډه، ځايي خوراک، او د لاسي صنايعو، کشيده کارۍ، د فلز کارۍ، سنګ تراشۍ، د چوبتراشۍ، خطاطۍ، د خاورين لوښو او نورو توکو د نمايش نه یې خوند واخیستو.
ځوانانو هم د مخ په پينټنګ او کويز، سندرو او د پخلي په مقابلو کې برخه واخيسته. دوی د جادو ګرۍ، سرکس او د ګوډاګي د شوګانو نه خوند واخيستو.
![يوه جينۍ په پېښور کې په هنر مېله کې د می په ۹ مه خپل پلار ته ګوري چې هغه د وړۍ يوه ټوپۍ په سروي. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2017/05/16/7920-1__2main_-585_329.jpg)
يوه جينۍ په پېښور کې په هنر مېله کې د می په ۹ مه خپل پلار ته ګوري چې هغه د وړۍ يوه ټوپۍ په سروي. [شهباز بټ]