امنیت

پوځي عملیاتو فاټا او خیبر پښتونخوا د قبايلي مشرانو لپاره خوندي کړي دي

جاويد محمود لخوا

د پوليټيکل انتظاميې يو چارواکی محمد خان د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۵ مه د باجوړ ايجنسۍ په سالارزۍ سيمه کې يوې قبايلي جرګې ته خطاب کوي. پوځي عملیاتو، چې وسله وال په نښه کوي، قبایلي سیمې د هغه مشرانو لپاره خوندي کړي دي کوم چې په کلکه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مخالفت کوي. [حنيف الله]

د پوليټيکل انتظاميې يو چارواکی محمد خان د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۵ مه د باجوړ ايجنسۍ په سالارزۍ سيمه کې يوې قبايلي جرګې ته خطاب کوي. پوځي عملیاتو، چې وسله وال په نښه کوي، قبایلي سیمې د هغه مشرانو لپاره خوندي کړي دي کوم چې په کلکه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مخالفت کوي. [حنيف الله]

اسلام آباد -- د فاټا او د خیبر پښتونخوا قبايلي مشران د امنیتي حالت نه خوشاله دي چې داسې امنیتي حالت په دې يوې عشره کې هغوی نه وو ليدلی.

څارونکي وايي، د پوځ د بغاوت ضد روان عملياتو د وسله والو د یوې اوږدې مودې کوشش، چې د قبايلي مشرانو د وژلو له لارې قبايلي ټولنې ته زيان ورسوي، له منځه وړی دی.

لیفټننټ جنرل (ريټايرډ) جاوېد اشرف، چې سنيټر او د استخباراتو پخوانی چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "د پوځ عملیاتو په قبايلي ايجنسو کې سوله بیا بحال کړې ده."

د جنوبي ايشیا د تروریزم پورټل له مخې، د سولې د بحالۍ نه مخکې، د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې، جنګياليانو او وسله والو ۱۴۹ قبايلي مشران، زياتره په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې، وژلې دي.

د ۲۰۱۵ کال راهیسې په فاټا او خیبر پښتونخوا کې يو قبايلي مشر هم په تروریستي بریدونو يا هدفي وژنو کې نه دی وژل شوی. په ۲۰۱۶ کال کې، په بلوچستان کې دوه قبايلي مشران وژل شوي وو.

د امنیت کوششونه کاميابۍ رامنځته کوي

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنیت پخوانی سيکريټری دی، څرګنده کړه، طالبانو په ۲۰۰۵ کال کې قبايلي مشران وروسته له هغې په نښه کړل کله چې دغه مشرانو د حکومت، پوځ او استخباراتي ادارو سره د ملاتړ لپاره اواز پورته کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د ۲۰۰۴ کال په پای کې، قبايلي مشرانو د پوليټيکل انتظاميې سره په معاهدو دستخط وکړو. د دغه معاهدو له مخې، دوی به په قبايلي سيمو کې د طالبانو د غړو د نيولو لپاره اجازه ورکوي."

هغه وويل، د دغه معاهدو مقصد دا وو چې په سیمه کې د طالبانو د شتون او د واک مخه ونيسي. "دې فېصلې وسله وال غصه کړل او هغوی د مشرانو وژل پيل کړل."

شاه د دې کريډيټ پوځي عملیاتو ته ورکوي -- چې په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزیرستان کې د راه نجات عملياتو سره شروع شول -- ځکه چې دې عملياتو د وسله والو ځواک او د تروریستي بریدونو ترسره کولو توان ختم کړو.

هغه وويل، "په جون ۲۰۱۴ کال کې، پوځ په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل او په پای کې یې د طالبانو نيټ ورکونه، قوت او د طالبانو د بم جوړلو يونټونه ختم کړل، چې له امله یې په قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې امنیتي وضعیت ښه شو."

د وسله والو د طاقت زوال

څارونکي وايي د امنيتي ځواکونو د کلونو سخت محنت په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې مشران خوندي کړي دي.

روان پوځي عملیاتو -- لکه ضرب عضب او رد الفساد عمليات (چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په مياشت کې پيل شول) د تروریزم ګواښ له منځه وړلو کې کاميابي ترلاسه کړې ده. په دغه عملياتو کې په زرګونو تروریستي عناصر نيول شوي او وژل شوي دي چې د تحريک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، القاعدې او د هغوی د متحدینو وسله والو ډلو سره یې تعلق لرلو.

قاضي وويل، که څه هم، قبايلي ټولنه کومه چې د تروریزم نه مخکې موجود وه اوس شتون نه لري. هغه په خپل بیان کې په کلونو د تشدد له لاسه ترلاسه شوي زيان او په دې وروستیو کې د سیاسي اصلاحاتو اثر ته اشاره وکړه.

هغه وويل، که څه هم، پوځ تحريک طالبان پاکستان ته ماتې ورکړی دی او په قبايلي سيمو کې یې سوله بيرته بحال کړې ده، چې د قبايلي مشرانو بيرته تلو لپاره لاره هواروي، خو قبايلي مشران په بدل کې هغه واک نه لري کوم چې دوی په ۲۰۰۱ کې د ترهګرۍ پيلولو نه مخکې لرلو.

هغه وويل، تحريک طالبان پاکستان ډير کمزوری شوی دی او دا د خیبر پښتونخوا او د اورکزۍ ايجنسو په لري پرتو سيمو کې په کوچنۍ کچه فعاليت کوي.

قاضي وويل: "هغوی د بريدونو ترسره کولو توان نه لري." "اوس د تحریک طالبان پاکستان کسان د دوو او يا څلورو کسانو په ګروپونو کې فعاليت کوي. دا ګروپونه زياتره په ځانمرګي بريد کوونکو مشتمل وي کوم چې هڅه کوي چې امنيت په نښه کړي او يو څو چاودنې ترسره کړي."

هغه وويل، د قبایلي سیمو نه د تحریک طالبان او نورو وسله والو ډلو په اغيزمنه توګه له منځه وړلو سره، پوځ او ملکي بنسټونه د سکولونو، هسپتالونو او انفراسټرکچر جوړلو کې بوخت دي.

قاضي وویل، خو بیا هم د فاټا ښه کولو لپاره په اصلاحاتو کې دا خبره شاملول پکار دي چې فاټا په سياسي پروسه کې شامله کړی شي او د ګاونډي خيبر پښتونخوا سره يو ځای کړی شي.

هغه وويل، له مخکې نه، د پاکستان حکومت د فاټا د اوسيدونکو يو شمير مهمې مطالبې منظورې کړې، لکه د استعماري دوري پوليټيکل ايجنټان ختمول (چې صدر يې تعينات کوي) او د ليوي ځواک په ځای د کمیشنرۍ او د پوليسو نظام راوستل، لکه څنګه چې د پاکستان په نورو برخو کې دغه نظام موجود دی.

مبارزه لا پای ته نه ده رسيدلې

په اسلام آباد کې د پاکستان د شخړې او امنيت د مطالعاتو انسټيټوټ چيرمين اکرم ذکي وويل، چې په فاټا او خيبر پښتونخوا کې امنيت په روښانه توګه ښه شوی دی، خو ډېر کار پاتې دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پوځي عملیات، په ځانګړې توګه ضرب عضب عملياتو، په قبايلي سيمو، خيبر پښتونخوا او نورو سیمو کې د وسله والو قوي نيټ ورکونه له منځه وړلي دي، چې د خلکو او قبايلي مشرانو لپاره یې امنيت ښه کړی دی."

هغه وويل، خو بیا هم، هغه وسله وال کوم چې نه وژل شوي او نه نه نیول شوي، هغوی د افغانستان او يا د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې سیمو ته کډه شوي دي.

هغه وويل: "وسله وال چرګان او مرغاوې نه دي چې په پوځي عملیاتو کې په اسانۍ سره ووژل شي او هغوی بېلابېلو سيمو ته منتقل شوي دي."

هغه وويل، د رد الفساد عملياتو موخه دا ده چې د ضرب عضب عملیاتو کاميابو ته استحکام ورکړي او هغه وسله وال وځپي کوم چې د مخکيني عملياتو نه تښتېدلي ول. هغه زياته کړه، چې حکومت او پوځ ژمنه لري چې ترهګري ختم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500