تروريزم

د ای پي ايس متاثره شوي کورنۍ د حکومت د نوي اقداماتو هرکلی کوي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د خیبر کالج آف ډنټسټري نه فارغ شوي طالب علم ته د اپریل په ۲۸مه ډپلومه ورکوي. [د ګورنر هاوس نه په مننه]

د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د خیبر کالج آف ډنټسټري نه فارغ شوي طالب علم ته د اپریل په ۲۸مه ډپلومه ورکوي. [د ګورنر هاوس نه په مننه]

پېښور -- د هغه ماشومانو کورنۍ کوم چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د ترهګرو لخوا په پېښور کې په آرمې پبلک سکول کې وژل شوي وو د خيبر پښتونخوا د حکومت د زده کړې د اقداماتو هرکلی کوي.

حکومت د شهیدانو ورونړو او خويندو ته د ميډيکل او ډينټل وړیا تعليم برابرولو اعلان کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په دغه بريد کې په سکول کې نږدې۱۵۰ ماشومان او ښوونکي ووژل.

د وړيا پيشه ورانه تعليم وړاندیز د هغه معاوضې نه علاوه دی کوم چې دغو کورنیو ته ورکړل شوی ده، چې په دې کې نغدې پيسې او د وژل شوي ماشومانو په نوم باندې د يو شمېر سکولونو نومونه ايښودل شامل دي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک د اپریل په ۱۴مه د خيبر پښتونخوا د صحت وزارت دا وړاندیز منظور کړو چې د هر هغه ماشوم چې په دغه ورځ مړ شو ورور يا خور ته به د ميډيکل او ډينټل وړیا تعليم ورکړي.

دا د درخواست کونکي ذمه واري ده چې په هغه پروګرام کې داخله ترلاسه کړي کوم چې د پاکستان د ميډيکل او ډينټل کونسل نه منظور شوی دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت به د کامياب شوي درخواست کونکو د ټولو لګښتونو پيسې ورکوي، چې په دې کې به ټيوشن او د هاسټل فيس شامل وي.

ځوانان ليوال دي چې تعليم ترلاسه کړي

هغه ځوانان کوم چې هيله لري چې د دې پالیسۍ نه ګټه پورته کړي، په هغوی کې جنید افریدي هم شامل دی. د هغه ورور عدنان په دغه پيښه کې وژل شوی وو.

افریدي به په دريو مياشتو کې د ميډيکل سکول د داخلې په ټسټ کې ګډون کوي.

افریدي، چې په پېښور کې د ايډورډ کالج طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "ما په لومړي کال کې ٪۸۸ نمبرې واخيستې او په دوهم کال کې به نورې هم زياتې نمبرې واخلم." "له دې امله، زه په ميډيکل سکول کې د داخلې لپاره يوه ښه موقع لرم."

هغه وويل، د آې پي ايس د شهیدانو خپلوانو ته د طبي تعليم لپاره پيسې ورکول يو مناسب اقدام دی. هغه زياته کړه چې هغه اراده لري چې د خیبر پښتونخوا او د فاټا د ترهګرۍ ځپلو سيمو اوسيدونکو خدمت وکړي.

نورې کورنۍ هم د دې پالیسۍ ستاينه کوي.

زهرا بي بي، چې زوی يې په ای اپي ايس کې وژل شوی وو، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ خوشحاله یو چې حکومت د زده کوونکو قربانۍ منلي دي."

هغې وويل: "کيدی شې چې زما لور په دې کال کې په ميديکل سکول کې په ميرټ داخله ترلاسه کړي." "دا به يوه لويه مرسته وي چې هر څه وړیا تر لاسه کړو."

د هغې لور، حميرا بي بي وويل، چې د سکول د لګښت اندېښنه د هغې د مور او پلار نه لرې شوې ده.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "زه به خپله ډګري خپل مور او پلار ته وقف کړم."

هغې وويل: "زما موخه دا ده چې زه د زنانوو ډاکټره جوړه شم او په اورپکۍ ځپلو سيمو کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه کړم." "دا به هغه وسله والو ته يو ښه ځواب ورکړي، کوم چې غواړي چې ښځې د ډاکټرۍ او يا په هسپتالونو کې د کار کولو نه منع کړي."

پروفيسر نورل ایمان، چې د خیبر میډیکل کالج مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د ميډيکل يا ډينټل تعليم لپاره د مالي مرستې برابرولو فيصله "به هغه کورنيو ته مالي مرسته برابر کړي کوم چې د تعليم وس نه لري."

د خیبر پښتونخوا حکومت د سخاوت نه بغير، د ميډيکل تعليم يو طالب علم په سرکاري اداره کې سالانه فيس ۵۰،۰۰۰ روپۍ (۵۰۰ امريکايي ډالره) ورکوي او په پرايويټ اداره کې ۱۰۰،۰۰۰ روپۍ (۱،۰۰۰ امريکايي ډالره) ورکوي.

هغه وويل، د هغه کالج د تاوتريخوالي ځپلو سيمو درخواست کونکو لپاره له مخکې نه ٪۳۰ سيټونه خوندي کړي دي.

ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره تعليم استعمالول

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه خادم حسین وويل، چې تعليم د تروریزم له منځه وړلو لپاره ډير مهم دی.

حسین وویل، ټولنې ته د دې تعليمي اقداماتو ضرورت دی چې طبي پاملرنه ښه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ په عارضي توګه په زور سره ترهګري ختمولی شو، او يا موږ دا د تعليم له لارې د تل لپاره له منځه وړلی شو. "دغه فيصله د وسله والو په مخ يو ګوزار دی، کوم چې د خلکو د علاج د مخنيوي کولو له امله بدنام دي."

وسله والو په پاکستان کې، د عامو خلکو د صحت کمزوري کولو نه علاوه، د پوليو واکسين ورکونکي وژلي دي چې له دې امله پاکستان په هغه درې هیوادونو کې شامل شو په کومو کې چې د پولیو مرض لا پاتې دی.

جاويد خان، چې په سوات کې د هيلتهـ ډسټرکټ پخوانی افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، چې تحريک طالبان پاکستان په سوات کې د ۲۰۰۷ کال نه ۲۰۰۹ کال پورې ۵۵ صحت يونټونه تباه کړل، چې په زرګونو اوسيدونکي يې د طبي پاملرنې نه محرومه کړو.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني پاکستان فارورډ ته وويل، خیبر پښتونخوا به د ای پي ايس به د شهید شوي طالب علمانو د خویندو وروڼو لپاره دغه شميره کمه نه کړي چې هغوی دا سکالرشپونه استعمالولی شي.

هغه وويل: "قلم د تورې نه زورور دی." "موږ غواړو چې د ښه تعليم له لارې خلکو ته واک ورکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500