امنیت

په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې ګړندي عمليات کاميابۍ رامنځته کوي

جاويد محمود لخوا

نيول شوي پاکستاني طالب وسله وال او د هغوی نيول شوي وسلې په کابل کې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۵ مه ميډيا ته وړاندې کيږي. [وکيل کوهسار / ای ايف پي]

نيول شوي پاکستاني طالب وسله وال او د هغوی نيول شوي وسلې په کابل کې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۵ مه ميډيا ته وړاندې کيږي. [وکيل کوهسار / ای ايف پي]

اسلام آباد -- د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د ۲۰۱۶ کال د امنیت د راپور له مخې، په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې ګړندي عمليات کاميابۍ رامنځته کوي.

معلومات ښيي چې پاکستاني وسله وال چې د پولې هاخوا په افغانستان کې پټ دي خوندي ځایونه نه شي موندلی.

په اسلام آباد کې د امنیت تينک ټينک د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې، ۱۴۹ پاکستاني وسله وال په افغانستان کې ووژل شول -- ۱۱۱ په ۲۰۱۶ او ۳۸ په ۲۰۱۵ کال کې.

د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل: "زياتره وسله وال چې په افغانستان کې ووژل شول د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرلو او په افغانستان کې يې پناه اخيستلې وه."

هغه وويل، يو څو وسله وال چې د لشکر جنګوي سره تعلق لرلو د ضرب عضب عملياتو له کبله د شمالي وزیرستان شوال څخه تښتيدلي وو، خو هغوی یا خو په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ووژل شول او يا د پاکستان او د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

هغه وويل، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د لشکرې جنګوي وسله والو او کمانډرانو وژل ثابتوي چې د پاکستان منع شوي وسله وال تنظيمونو کډه کړې ده.

د وسله والو لپاره خوندي ځایونه نشته

ګل وويل، چې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب عملیاتو نه مخکې، دغه عناصرو په شمالي وزيرستان کې خوندي پټنځايونه جوړ کړي وو.

هغه وويل: "کله چې ضرب عضب عمليات په [ جون ۲۰۱۴] کال کې پيل شول، نو د ترهګريز ډلو مشرانو او د هغوی غړو د افغانستان په سرحدي سيمو کې د پناه اخيستلو نه علاوه بله چاره نه لرله."

د ګل له مخې، بله دا چې، په ۲۰۱۵ کال کې د تحریک طالبان پاکستان او د لشکرې جنګوي عناصرو په افغانستان کې د داعش سره د خپل بيعت اعلان وکړو، او په افغانستان او پاکستان دواړو کې یې عملیات پيل کړو.

هغه وويل: "په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو وژلو د ترهګرو نيټ ورکونو، زیربنو او د وسله والو د بريدونو توان ته يو جدي ګوزار ورکړی دی."

د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې، امنيتي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۳،۰۳۸ پاکستاني وسله وال وژلي دي -- دغه شان، په ۲۰۱۵ کال کې ۲،۲۳۳ او په ۲۰۱۶ کال کې ۸۰۵ وژل شوي دي.

د دې نه علاوه، په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې ۲۵ بهرني وسله وال، جنايتکاران او جاسوسان وژل شوي دي.

د ګډ دښمن سره مبارزه

په پېښور کې د فاټا د امينت پخوانی سيکريټري بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، "په افغانستان او پاکستان کې د وسله والو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو اقداماتو په دواړو هېوادونو کې د وسله والو د ملا تير مات کړی دی."

هغه وويل: "په کومه طريقه چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه خپل ګډ دښمن يعنې وسله وال په نښه کوي، ښيي چې افغانستان او پاکستان د تروریزم له منځه وړلو لپاره يو شان ژمنه لري."

شاه وويل، په سرحدي سیمو کې هوايي بريدونو او د افغانستان او پاکستان پوځي عملیاتو وسله والو ته زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وويل: "د اورپکۍ ختمولو لپاره، افغانستان او پاکستان خپلې استخباراتي همکارۍ ته پراختیا ورکوي او د طالبانو او د داعش په وړاندې نور اقدامات هم اخلي."

هغه وويل، ضرب عضب عملیاتو او د رد الفساد نوي پوځي عملياتو د وسله والو طاقت او د هغوی د تروريستي بريدونو توان کمزوری کړی دی.

وسله وال اسلام ته زيان رسوي او ځوانان ګمراه کوي

شاه وويل، وسله والو يو بل ګوزار هغه وخت ترلاسه کړو کله چې د تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند لیاقت علي، چې د احسان الله احسان په نامه ياديږي، د پاکستان پوځ ته تسليم شو.

په خپل اعترافي ویډیو کې، چې د اپریل په ۲۶مه خپره شوه، هغه وويل، وسله والې ډلې مذهب د لوټمارۍ او بې ګناه خلک د اسلام په نامه د وژلو لپاره د يوې وسيلې په توګه استعمالوي.

هغه د هغه وسله والو کمانډرانو په باره کې د نفرت څرګندونه وکړه کومو چې د اسلام ايميج ته زيان رسولو او ځوانان يې ګمراه کول.

هغه وويل: "تش په نامه 'جهاديانو' د اسلام په نامه خلک په ځانګړې توګه ځوانان ګمراهه کړي دي." "هغوی هيڅکله هم د اسلام په حقيقي ډول پيروي نه کوي او هغه معیارونه نه خپلوي د کومو چې د نورو نه غوښتنه کوي."

شاه وويل، د احسان بيان او په نورو ترهګرو غږ کول چې خپلې وسلې په ځمکه کيږدي په پاکستان او افغانستان کې د اورپکۍ د ځپلو په لړ کې يوه "لويه کاميابي" ده."

د افراطیت پر ضد متحد کيدل

مرتضی مغل، چې په اسلام آباد کې د يو تعليمي اين جي اُو، نظريه پاکستان چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په کراچۍ او د هېواد په نورو برخو کې د امنيتي افسرانو لخوا پوځي او هدفي استخباراتي عملیاتو د ۲۰۱۵ کال راهیسې د اورپکۍ کچه تر ټولو زياته ټیټه کړې ده."

هغه وويل: "طالبان او نورې وسله والې ډلې د دین په نوم د زیات وخت لپاره اولس ګمراه کولی نه شي، او د پاکستان زياتره خلکو د اورپکۍ او افراطيت غندنه کړې ده."

هغه وويل: "ټول ملت په دې باور لري چې په اسلام کې د وينې تويولو لپاره ځای نشته. اسلام په ټوله نړۍ کې د زغم او د سولې تعليم ورکوي."

مغل د پاکستان د هغه امنیتي ځواکونو د قربانو ستاينه وکړه، چې په محاذ باندې یې وسله والو ته ماتې ورکړې ده او هېواد کې سوله او ثبات رامنځته کوي.

هغه وويل: "د ضرب عضب او رد الفساد عملياتو په ټول پاکستان کې د طالبانو طاقت او وحشت ختم کړی دی، او اوس وسله په هیواد کې خوندي ځای نه شي موندلی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500