تروريزم

افغانان د طالبانو د ظلمونو غندنه کوي

نجيب الله لخوا

د افغانستان مظاهره کوونکي د تېر جون په ۲مه په کابل کې د طالبانو پر ضد په يوې مظاهره کې چيغې وهي. [وکيل کوهسار / ای ايف پي]

د افغانستان مظاهره کوونکي د تېر جون په ۲مه په کابل کې د طالبانو پر ضد په يوې مظاهره کې چيغې وهي. [وکيل کوهسار / ای ايف پي]

کابل -- د افغانستان وګړي د طالبانو خلاف آواز پورته کوي او د وسله والو د هغوی د غير اسلامي او د خپلې خوښې د کړنو له کبله غندنه کوي.

وسله والو په افغانستان کې په لسګونو زره بې ګناه ملکي وګړي وژلي او ژوبل کړي دي، په داسې حال کې چې دوی دا څرګندوي چې دوی د افغانستان د خلکو او د اسلام د دفاع لپاره مبارزه کوي.

خو افغانان د طالبانو دا دروغ ردوي

په کابل کې د نادولتي مؤسسو کارکوونکي، ۳۵ کلن، شفيقه حکيمي، وويل: "طالبان دا ادعا کوي چې دوی د خپل هېواد د آزادۍ لپاره جګړه کوي، خو دوی صرف خلکو ته زيان رسولی دی، عام تاسیسات يې تباه کړي دي او بې ګناه خلک يې وژلي دی."

د افغانستان ماتم کونکي د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د نومبر په ۲۲مه په يو جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شوي کس د لاش تر څنګ ناست دي. يو ځانمرګي بريد چې داعش ېې مسوليت منلې وو د شيعه قوم يوه غونډه په نښه کړه او لږ تر لږه ۲۷ کسان په کې ووژل شول. [شاه مری / ای ايف پي]

د افغانستان ماتم کونکي د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د نومبر په ۲۲مه په يو جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شوي کس د لاش تر څنګ ناست دي. يو ځانمرګي بريد چې داعش ېې مسوليت منلې وو د شيعه قوم يوه غونډه په نښه کړه او لږ تر لږه ۲۷ کسان په کې ووژل شول. [شاه مری / ای ايف پي]

هغې سلام ټايمز ته وويل: "خپلې ناروا جګړې ته د 'جهاد' نوم ورکولو سره، طالبان د خلکو د احساساتو راپارولو هڅه کوي." "خلک، خو، په بشپړه توګه خبر دي چې وسله وال د فريب نه کار اخلي، ځکه چې دوی یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي."

په جوماتونو کې خلک وژل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي او نورو سرچينو له مخې، په تېرو ۱۵ کلونو کې، نږدې ۱۱۱،۰۰۰ کسان په افغانستان کې په جګړه کې وژل شوي دي.

مجيد الله ناصري، چې په کابل کې د مخابراتو د ادارې کارکوونکی دی، وويل: "طالبان دا ادعا کوي چې دوی مجاهدین او د اسلام پلویان دي، په حقیقت کې دوی د تر ټولو ناوړه عملونو مرتکب دي." "حتی چې په جوماتونو کې خلک وژني، چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سپيڅلي ځايونه دي."

هغه سلام ټايمز ته وويل: "د هغه وخت راهیسې کله چې دوی واک ترلاسه کړو [...] طالبانو په زرګونو افغانان وژلي دي او دوی د بې رحمۍ او د تاوتریخوالي هر ډوال اعمال ترسره کړي دي."

هغه وويل: "طالبانو د اسلام د نوم نه ګټه پورته کوي او دوی د مذهب په جامه کې د خپل ټولو غلط کارونو لپاره جواز وړاندې کوي."

عبدل احمد محمديار، چې په کابل کې يو ديني عالم دی، وويل، د طالبانو او د داعش وسله والو زيات فعالیتونه د اسلامي اصولو څخه سرغړونه ده.

هغه سلام ټايمز ته وويل: "د اسلامي لارښوونو له مخې، جوماتونه خوندي ځایونه ګڼلی شي. خو " "طالبان، مسلمانان وژنې او حتی په جوماتونو کې ځانمرګي بريدونه ترسره کوي."

په کابل کې په يو پرايويټ سکول کې د ژورناليزم طالب علم، امين الله، په جوماتونو کې يو شمير ځانمرګي بريدونو او چاودنو ته په اشارې کولو سره وویل چې د دغو بريدونو قربانيان ټول مسلمانان وو کوم چې د عبادت لپاره راغلي وو.

هغه وويل، "د دې ځانمرګی بريدونو څه جواز وو کوم چې تېر کال د روژې په مياشت کې په ننګرهار کې، په کابل کې په بقير العلوم جومات کې او [...] په هرات کې په یو جومات کې رامنځته شو؟"

ځايي چارواکي وايي، چې په يوې وروستۍ پېښه کې، چې د مارچ په ۲۴مه رامنځته شوه، يو وسله وال د سر پل صوبې په ګذر شاهان جومات کې چاوديدونکې توکې ښخ کړلې چې مانا يې د جمعې مونځ په نښه کول وو.

د هلمند د ګورنر ویاند، ذبيح الله اماني، سلام ټایمز ته وویل، چې د بم خښولو او په دې پوهيدلو نه وروسته چې چارواکي د هغه په لټه کې دي، تروریست د عبادت کونونکو په منځ کې د ځان د پټولو کوشش وکړو.

اماني وويل، له نیکه مرغه، افغان امنیتي ځواکونو بم شنډ کړو او مجرم يې ونيولو.

مولوي عبدالصمد، د سرپل يو ديني عالم، د قتل عام د مخنيوي له کبله د امنيتي ځواکونو مننه وکړه.

هغه وويل: "دا عمل د اسلام د اصولو او د عقیدې خلاف دی، او هغه کسان چې په جوماتونو کې عبادت کونکي په نښه کوي د اسلام او انسانیت د دایرې نه بهر دي."

د تعليم خلاف د طالبانو جګړه

نه یوازې دا چې طالبانو په سلګونو زره بې ګناه افغانان ووژل او ژوبل کړل، بلکې دوی د هیواد اقتصاد، انفراسټرکچر او تعليمي سيسټم ته ډير ستر ګوزار ورکړی دی.

په کابل کې د مدني ټولنې فعال عبیدالله يوسفي وويل: "د هغوی په دور [۱۹۹۶-۲۰۰۱] کې، د طالبانو رژیم په عمومي توګه د تعليم حمايت نه وو کړې او جينکۍ يې د سکولونو نه منع کړې وې."

هغه سلام ټايمز ته وويل: "د جګړې د تاکتیکونو له لارې، دغه ډله اوس هم د دې هيواد په زرګونو ماشومان د تعليم ترلاسه کولو نه منع کوي."

د افغانستان د قومي اسمبلۍ غړي سفوره ایلخاني سلام ټایمز ته وویل، طالبانو چې افغانستان ته کوم "ناوړه زيان" رسولی دی په هغې کې "د سکولونو سوځول او په زرګونو د سکول ماشومان او د يونيورسټۍ طالب علمان په کلاسونو کې د ګډون کولو نه منع کول شامل دي."

د وزارت تعليم وزير اسد الله حنيف بلخي د اپريل په ۱۶مه د هېواد په شمالي سيمو کې د تعليم سسټم د ارزونې لپاره په يو وزټ کې وويل، په ټول افغانستان کې ۱،۰۰۶ سکولونه د امنیتي ستونزو له امله بند دي.

خو د هغه په وينا، حکومت خپل کوشش کوي چې امنيت يقني کړي او دا چې افغان ماشومان تعليم ترلاسه کړي.

ډير ښه پرمختګ شوی دی. د سکول د کال په لومړيو کې، حکومت په پکتيکا صوبه کې ۱۳ سکولونه چې د امنيتي دلايلو له کبله تړل شوي وو بېرته پرانيستل.

د پکتیکا صوبې د تعليم ډپارټمنټ ډايريکټر نسيم واجد ځايي ميډيا ته د مارچ په ۲۳مه وويل، دغه سکولونه د تېرو څلورو کلونو راهیسې بند وو.

هغه وويل، دغه سکولونه وروسته له هغې پرانيستل شول کله چې چارواکو دغه صوبه بيا خوندي کړه.

عامو خلکو د طالبانو په باره کې نفرت څرګند کړی دی

د څارونکو په وينا، د طالبانو فعاليتونه، کوم چې غير اسلامي او د ملي ګټو پر ضد دي، وګړي راپاروي چې د اورپکۍ پر ضد آواز پورته کړي.

دا ښکاره انتقاد په زياتيدو دی، په ځانګړې توګه د صدر اشرف غني د مارچ د ۲۳مې د هغه روښانه پیغام، چې د افغانستان ټول دښمنان بايد به وځپل شي، نه وروسته دا انتقاد نور هم زيات شو.

په بلخ کې د افغانستان د ملي پولیسو د ځانګړي ځواکونو سره د ليدلو په وخت غني وويل، "هر هغه څوک چې د افغانستان د اساسي قانون او د حکومت په وړاندې وسلې په لاس کې اخلي دښمن دی، او تاسو ته اجازه شته چې هغه ختم کړئ."

يوسفي، چې د مدني ټولنې يو فعال دی، وويل: "د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې، د طالبانو د کړنو خلاف د عامو خلکو بيانونه زيات شوې دي."

هغه وويل: "موږ د طالبانو پر ضد د شنونکو روښانه بيانونه وينو." "په جوماتونو کې امامانو دا څرګنده کړې ده چې د وسله والو فعالیتونه د اسلام پر ضد دي. او د مدني ټولنې فعالانو د طالبانو د کړنو د لاريونونو له لارې غندنه کړې ده."

هغه په ټول هيواد کې د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونو ته اشاره کولو سره وويل، "په دې وخت کې، زموږ خلک په غزني او کندهار صوبو کې د ترهګرو په وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څنګ جنګيږي، چې دا دا ثابتوي چې د وسله والو په اړه د خلکو صبر تمام شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500