ټولنه

خیبر پښتونخوا د کلتور د بحالۍ له لارې سولې او امنیت ته وده ورکوي

محمد شکيل لخوا

پاکستانيان د سولې لپاره په يوې مشاعره (شاعرانه غونډه) کې د مارچ په ۱۴مه په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د ملي کلتوری میراثونو راژوندې کولو پروجيکټ د یوې برخې په توګه ګډون کوي. [محمد شکیل]

پاکستانيان د سولې لپاره په يوې مشاعره (شاعرانه غونډه) کې د مارچ په ۱۴مه په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د ملي کلتوری میراثونو راژوندې کولو پروجيکټ د یوې برخې په توګه ګډون کوي. [محمد شکیل]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا چارواکي په ټول هيواد کې د ملي کلتوري میراثونو راژوندي کولو د درې مياشتني اوږد پروجيکټ سره د اورپکۍ اختتام لمانځوي.

که څه هم وسله وال په پاکستان کې فعال دي، خو په دې وروستيو کې امنيتي کاميابو هيواد - په ځانګړې توګه خيبر پښتونخوا - د تیرو کالو په پرتله خوندي کړی دی.

د ملي کلتوری میراثونو راژوندي کولو پروجيکټ، چې د مارچ په ۱۴مه پیل شو، مقصد سولې ته وده ورکول دي او د فرهنګي غونډو، چې د اورپکۍ تر ټولو ناوړه کلونو کې د زيان سره مخامخ وې، معرفي کولو سره د خيبر پښتونخوا په خلکو کې د خونديتوب احساس رامنځته کول دي.

دا پروګرام د خیبر پښتونخوا د کلتور ډايريکټوريټ او په صوابۍ کې د يو غیر دولتي تنظيم سماج بهبود رابطه کونسل په مرسته ترسره شوی دی. دغه تنظيم د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

د پښتون کلتور راژوندی کول

د خیبر پښتونخوا حکومت په پراخه توګه د مختلفو پروګرامونو پلان لري چې د پښتنو هغه روايات راژوندي کړي کوم چې د وسله والو د هوډ له کبله ځپل شوي وو. وسله والو ژمنه لرله چې هر هغه څيز ختم کړي کوم چې د دوی مخې ته راتلو.

په خیبر پښتونخوا کې د کلونو لپاره د واکمنۍ په دور کې، وسله والو قبايلي مشران او سندر غاړي ووژل. د وسله والو د نورو اعمالو مطلب کلتور ته زيان رسول وو.

د ريچ پروجيکټ ډايريکټر ارشد حسین پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ موخه دا ده چې د پښتنو کلتور راژوندی کړو." "افراطیت نه یوازې زموږ ټولنې ته زيان ورسوو بلکې د زغم، سولې او مينې بنيادونه يې هم کمزوري کړل."

هغه وويل، د ريچ پروجيکټ موخه دا ده چې د "د پښتنو هغه ریښتینی ايميج وړاندې کړي، کوم چې په ټوله نړۍ کې د افراطيانو په توګه ګڼلی شي."

هغه وويل، کلتوري پوهاوي هم آهنګی او زغم ته وده ورکولی شي او د دغه زيان ازاله کولی شي.

هغه زياته کړه، چارواکي هم د هغه هنرمندانو او کاريګرو يو لسټ تياروي کوم چې په زيانمني کلتور راژوندي کولو کې مرسته کولی شي.

ځوانانو او غريبانانو ته رسيدل

حسین وویل، چې ځوانان چې عمرونه يې د ۱۵نه تر ۲۵ کاله پورې دي، د خېبرپښتونخوا د آبادۍ ٪ ۶۵ برخه ده. هغه زياته کړه، چې د يو سوله ايز پيغام سره دغه خلکو ته د لاس رسۍ لپاره، پلان جوړونکي پلان لري چې د خيبر پښتونخوا په ۲۶ ټولو ډسټرکټونو کې ۱،۶۰۰ پروګرامونه منعقد کړي.

هغه وويل، چې په خيبر پښتونخوا کې د اورپکۍ لخوا ځپل شوي اوسیدونکو ته د رسيدو لپاره، په دغه پروګرامونو کې ډرامې، بحثونه، راويتي لوبي، او همدارنګه سټالونه شامل دي چې د سوداګرۍ پراختیا ته وده ورکړي.

هغه وويل، د نوي کاروبارونو او کارونو رامنځته کول به "خلک د هغه افراطيانو په لاس د ورتلو نه بچ وساتي کوم چې مالي مرستې برابروي."

د سماج بهبود رابطه کونسل صدر روح الامين وويل، د دې نه علاوه، ريچ د دې ضرورت نه هم خبر دی چې د هغه طبقې خلکو ته پام وکړي کوم چې په ټولیز او اقتصادي توګه کمذوري دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، ستونزي او غريبي خلک " ګمراهۍ" ته زيات جلب کوي.

د افراطیت او بنسټپالۍ سره مبارزه کول

امين وويل، چې د ريچ منتظمين پلان لري چې د مشاعرو انتظام وکړي. دا به د سولې، د متقابل ګډ ژوند او ورورولۍ اهمیت په ګوته کړي.

هغه وويل: "موږ غواړو چې جرګه [مشورتي غونډه] او حجره [د نارينو ټولنيزه غونډه] راژوندي کړو، چې دا د پښتنو د کلتور مهم برخې دي. زمونږ نیکونو به جرګه او حجره د شخړو د حل لپاره استعمالولې." "موږ دا پليټ فارمونه بيا هم د سولې رامنځته کولو لپاره کارولی شو."

هغه وويل، د "دایمي سولې" لپاره د پښتنو د کلتوري ادارو راژوندي کول ضروري دي.

هغه وويل: "خبرې اترې به خلکو کې منفي رجحانونه کم کړي او هغوی ته به د افراطیت سره له سولې سره د مبارزې لپاره اقدامات کول په ګوته کولو کې مرسته وکړي." هغه وويل، چې پښتون ولس "زغم لرونکې او سوله ايز خوښونکي خلک دي خو د دوی ايميج په غلطه وړاندی کړی شوی دی.

هغه وويل، چې د ريچ د پروګرامونو نه علاوه دې ته به د نورو اقداماتو هم ضرورت وي -- لکه خپلو اختلافونو ته بې له پام کولو د خيبر پښتونخوا د خلکو دا ژمنه -- چې د افراطيت مخه ونيسي او د پښتنو کلتور او سوله رامنځته کړي.

په ژبو او کلتور کې د ريچ متخصص او شاعر اکبر هوتي وويل، چې لیکل شوي الفاظ تشدد په له منځه وړلو کې ډير اهميت لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ غواړو چې د پښتو ادب او خپل کلتور څخه استفاده وکړو چې سولې او هم آهنګۍ ته وده ورکړو."

هغه وويل، خو د دې مقصد ترلاسه کولو لپاره د خیبر پښتونخوا د ټولنې هر يو غړي له پکار ده چې افراطیت ته په ماتې ورکولو کې د خپلې ذمه دارۍ احساس وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500