دین

سيند حکومت بې شميره مدرسې بندې کړې

آمنه ناصر جمال لخوا

ځوان طالب علمان د کراچۍ په نيو ټاون کې د مارچ په ۳۰ مه د جامعه علوم اسلاميه جومات د ګيټ نه تيريږي. د سيند حکومت په ټوله صوبه کې ټولې مدرسې ثبت کړي دي او هغه مدرسې يې بندې کړې کوم چې په 'شکمنو کړنو' کې بوخت وي. [آمنه ناصر جمال]

ځوان طالب علمان د کراچۍ په نيو ټاون کې د مارچ په ۳۰ مه د جامعه علوم اسلاميه جومات د ګيټ نه تيريږي. د سيند حکومت په ټوله صوبه کې ټولې مدرسې ثبت کړي دي او هغه مدرسې يې بندې کړې کوم چې په 'شکمنو کړنو' کې بوخت وي. [آمنه ناصر جمال]

چارواکي وايي، د سيند صوبايي حکومت په صوبه کې د ديني مدرسو رجسټريشن مکمل کړی دی او په زرګونو مدرسې یې د "شکمنو کړنو" له امله بندې کړې دي.

د سيند د پولیسو انسپکټر جنرل اې ډي خواجه پاکستان فارورډ ته وويل: " د مدرسو د رجسټريشن مکمل کولو نه وروسته حکومت ۲،۳۱۱ مدرسې بندې کړي دي."

هغه وويل: "دغه مدرسې د شکمنو کړنو له کبله وتړل شوې." هغه زياته کړه، چې حکومت "په هغه مدرسو کې د لټون عمليات شروع کړي دي کوم چې افراطیت خپرولو."

د مدرسو جغرافيايي نقشه جوړول او رجسټريشن د عملي ملي پلان يوه برخه ده. د عمل ملي پلان په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمې پبلک سکول کې د قتل عام نه وروسته عملي کړی شو. په دغه پښه کې ترهګرو نږدې ۱۵۰ ماشومان او ښوونکي وژلي وو.

کله چې د ۲۰۱۵ کال په لومړيو کې د مدرسو جغرافيايي نقشه جوړول شروع شو، نو په سيند کې ۹،۵۹۰ مدرسې موجود وې، چې په هغې کې ۶،۵۰۳ رجسټر شوي وې.

په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د شمېر له مخې، سيند حکومت د نورو صوبو په پرتله ډيرې زياتې مدرسې بندې کړي دي.

خیبر پښتونخوا د مدرسو د جغرافيايې نقشې جوړولو ۷۵ فيصده برخه مکمل کړې ده او تر اوسه يې ۱۳ مدرسې د غير قانوني کړنو د شک له کبله بندې کړي دي. بلوچستان د مدرسو د جغرافيايي نقشې جوړولو ۶۰ فيصده برخه مکمل کړې ده او په صوبه کې يې يوازې يوه شکمنه مدرسه بنده کړې ده.

پنجاب د مدرسو د جغرافيايي نقشو جوړولو کار ترسره کړو او یوازې دوه شکمني مدرسې یې بندې کړې.

د عالمانو همکاري

خواجه وويل، چې پوليسو او رينجرو په سيند کې په يو څو نارجسټر شوي مدرسو باندې چاپې ووهلې او د هغوی اسناد او ټیلیفونونه یې ضبط کړل او ځيني عالمان يې د نورو پوښتنو لپاره په حراست کې واخيستل.

هغه وويل: "په يو څو مدرسو کې، چارواکو د کرکې مواد ترلاسه کړل او د مدرسې خلاف یې کيسونه درج کړل."

هغه وويل: "موږ د مختلفو مکتبه فکر عالمانو مننه کوو چې هغوی د خپلو مدرسو په ثبتولو کې مرسته وکړه." هغه د ديني عالمانو مننه وکړه چې هغوی خپلې مدرسې رجسټر کړې او د شکمن مدرسو په لټولو او بندولو کې یې ملاتړ وکړو."

هغه وويل: "مدرسې رجسټر کول او منظم کول د اورپکۍ سره د مبارزې يو مهم عنصر دی." "په يو شمېر ديني مدرسو باندې د فرقه واريت او افراطيت خپرولو تور لګولی شوی دی ... او ځيني په تشدد کې هم ښکيل دي."

هغه وويل، د مدرسو رجسټريشن به د هغه مدرسو په پيژندلو کې مرسته وکړي کوم چې د مذهب لپاره کار کوي او کوم چې د ترهګرو سره مرسته کوي.

د اورپکۍ او فرقه واريت سره مبارزه کول

سنيټر عبدالقيوم سومرو، چې د ديني چارو په هکله د وزير اعلی سلاکار دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "د عمل ملي پلان د اورپکۍ او افراطيت سره د مبارزې لپاره جوړ کړی شوی وو. په دې کې د مدرسو رجسټريشن او منظم کول هم شامل وو چې د هغه مدرسو خلاف ګامونه پورته کړي په کومو چې شک کیږي چې د اورپکۍ ملاتړ کوي یا هغې ته وده ورکوي"

هغه وويل: "د دې قانون مقصد د مدرسو رجسټريشن، منظم کول او په مدرسو کې سهوليات برابرول دي." هغه زياته کړه چې "دا به نه يوازي د مدرسو د عوايدو د سرچينو په پلټنه کې مرسته وکړي بلکې دا به د مدرسو د نصاب او د جمعې د لمانځه لپاره د چلند د اصولو په څارنه کې هم ملاتړ وکړي."

سومرو غوښتنه کوي چې د مدرسو لپاره دې يونيفارم معرفي کړی شي چې د زده کونکو په چلند کې ښه والی راولي.

هغه وويل: "د مدرسو استازو چې د پنځو مکتبه فکر سره یې تعلق لرلو په پراخه توګه د دغه قانون سره موافقه وکړه."

هغه وويل، چې د سيند حکومت د ديني مدرسو د رجسټريشن په هکله وفاقي حکومت ته د لارښود درخواست کړی دی او حتی چې په دې بهير کې یې د يو څو بدلونونو لپاره سپارښتونه هم وړاندې کړي دي.

سومرو، چې د هغه يولس کسيزې کمېټۍ مشري کوي چې په سيند کې د مدرسو د رجسټريشن پروسه ترسره کوي، وويل: "دا بهیر د ټولو برخه والو، چې د ټولو پنځو مکتبه فکر سينير عالمان په کې شامل ول، سره د مشورې نه وروسته شروع کړی شو."

هغه وويل: "په مدرسو کې به د فرقه واريت کلتور ختم کړی شي او دغه مدرسې به په تدريجي ډول په ملي پروسه کې شاملې کړی شي."

هغه وويل، "د سيند حکومت ژمن دی چې فرقه يي هم آهنګي رامنځته کړي او نفرت او افراطیت پای ته ورسوي."

قوي سیاسي اراده

بريګيډير (ريټايرډ) راشد علي مالک، چې په کراچۍ کې د امنيتي چارو يو تجزيه کار دی، وويل، په پاکستان کې د عالمانو ډير زيات احترام کيږي او دا ستونزمنه ده چې د هغو کسانو د مزاحمت مخنيوی وکړل شي کوم چې د مدرسو د رجسټريشن او منظم کولو مزاحمت کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د قوي سیاسي ارادې ضرورت دی چې په مدرسو کې د بدنام عناصرو سره مقابله وکړو." "د دې نه علاوه، پکار ده چې د مدرسې د مالي مرستو سرچینې په ګوته او منظمې کړی شي او د هغوی په نصاب کې بدلون وکړل شي چې هم آهنګۍ ته وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پکار ده چې د مدرسو د نصاب په منظمه توګه بیا کتنه وشي او د عصري اړتیاو سره سمې کړې شي. مدرسې دې باید یوازې د ايچ اي سي لخوا کنټرول کړې شي.

ځواب