امنیت

پاکستان د القاعدې او د داعش 'مهم' کمانډرانو خلاف ګامونه پورته کوي

جاويد محمود لخوا

په خيبر ايجنسۍ کې په رد الفساد عملياتو کې د مارچ په ۳ مه مشکوک وسله وال او د هغوی سره نيول شوي وسلې ښودل شوي دي. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

په خيبر ايجنسۍ کې په رد الفساد عملياتو کې د مارچ په ۳ مه مشکوک وسله وال او د هغوی سره نيول شوي وسلې ښودل شوي دي. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو هفتو کې د ترهګرۍ ضد عمليات تېز کړي دي، چې د مارچ په مياشت کې یې د القاعدې او داعش يو شمير کمانډران وژني او يا نيولي.

په اسلام آباد کې د شخړې او امنیت د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوت منيجنګ ډايريکټر، عبدالله خان، پاکستان فارورډ ته وويل، "د مارچ په مياشت کې، امنیتي ځواکونو ۸۵ وسله وال ووژل او ۱۵۸ مشکوک وسله وال یې ونيول. دغه ترهګرو د مختلف ترهګريز ډلو سره تعلق لرلو."

د شخړې او امنیت د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوت منيجنګ ډايريکټر ګل داد پاکستان فارورډ ته وويل، "امنيتي افسرانو په کراچۍ کې يو مهم ترهګر، د داعش کمانډر کامران اسلم او په ګجرات کې د القاعدې پنځه عناصر ووژل، په داسې حال کې چې د دې کال په مارچ کې د داعش درې غړي په بهاولپور کې نيول شوي دي."

هغه وويل: "د القاعدې د هغه پنځو غړو چې په ګجرات کې د مارچ په ۳۰ مه ووژل شول، او د داعش د هغه درې غړو چې په بهاولپور کې د مارچ په ۳۱ مه ووژل شول، شناخت د امنيتي دلايلو له کبله پټ ساتل شوي دي، [په داسې حال کې چې] تحقیقات روان دي."

پاکستاني رينجرز د فبرورۍ په ۲۵مه د لاهور هايي کورټ نه بهر چمتو ولاړ دي. کلک امنیت د فبرورۍ په نيمايي کې د خونړۍ تروريستي بريدونو نه وروسته د عملياتو يوه برخه وه. [عارف علي/ اې ايف پي]

پاکستاني رينجرز د فبرورۍ په ۲۵مه د لاهور هايي کورټ نه بهر چمتو ولاړ دي. کلک امنیت د فبرورۍ په نيمايي کې د خونړۍ تروريستي بريدونو نه وروسته د عملياتو يوه برخه وه. [عارف علي/ اې ايف پي]

د کراچۍ د پولیسو انسپکټر جنرل مشتاق مهر په دغه ورځ ميډيا ته وویل، پوليس او د جرم د تحقيقاتو ادارې پرسونلو په کراچۍ کې د مارچ په ۱۸مه د داعش کمانډر کامران اسلم ګوجر ووژلو.

مهر وویل، اسلم ګوجر د "داعش تربيت يافته کمانډر وو" چې هغه په تېر وختونو کې د القاعدې سره تړاو لرلو او په کراچۍ کې یې د ۳۸ خلکو په وژلو کې لاس لرلو.

د ډان خبري اژانس له مخې، د اسلم ګوجر په سر د ۲.۵ ميليونو روپو ( ۲۴،۰۰۰ امريکايي ډالرو) انعام ایښودل شوی وو.

همدارنګه د مارچ په ۱۸مه په افغانستان کې پټ شوي د تحریک طالبان پاکستان مشران د امریکې په هوايي بريد کې ووژل شول.

تحريک طالبان پاکستان په ميډيا باندې د تحریک طالبان پاکستان د کمانډرانو يوسف وزير، تاج علي خان، عبدالحق او فضل حق د وژلو تايد وکړو.

د وسله والو په بریدونو کې په مرګ ژوبله کې کمی راغلی دی

د شخړې او د امنيت د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوت د خوندیتوب د ارزونې د میاشتني راپور له مخې، د تشدد په پېښو کې، چې د وسله والو حملې او د امنيتي ځواکونو عمليات په کې شامل دي، په مارچ کې د تیر میاشت په پرتله کمی راغلی دی.

په راپور کې راغلي دي، د فبرورۍ په مياشت کې د ۱۱۴ پېښو په پرتله، د مارچ په مياشت کې د تشدد په ۱۰۷ پيښو کې ۱۴۱ کسان ووژل شول -- چې په دې کي ۸۵ وسله وال، ۳۲ملکي کسان او ۲۴ امنيتي پرسونل شامل دي. د ۱۴۱ شميره د فبرورۍ په مياشت کې د ۲۸۸ خلکو د وژلو شميرې سره يو شان ده.

د مرګ ژوبلې شميره هم چې يوازې د وسله والو بريدونو په نتيجه کې رامنځته شوه د مارچ په مياشت کې کمه شوه.

په راپور کې راغلي چې "په تیره میاشت کې د مرګ او ژوبلې په شميره کې د ناڅاپه لوړوالي نه وروسته، په مارچ کې نسبتا کمه مرګ ژوبله رامنځته شوه که څه هم د بريدونو شمير ... کره يو شان وو."

د راپور له مخې، په تیره میاشت کې په ۴۰ وسله والو بریدونو کې ۷۴ کسان ووژل شول چې په دوی کې ۳۲ ملکي وګړي، ۱۷ د امنیتي ځواک پرسونل او ۲۵ وسله وال شامل ول.

په فبرورۍ کې، د وسله والو بريدونو له کبله ۱۶۳ کسان ووژل شول. هره میاشت د وسله والو لخوا د مرګونو په شميره کې ٪ ۵۵ کمی راغلی دی.

د اورپکۍ لپاره صفر زغم

د کورنيو چارو د وزارت وياند، سرفراز حسين، وويل، چې حکومت او امنيتي ادارې د هیواد په هره برخه کې د طالبانو لپاره صفر زغم څرګندوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په سيند کې، په ځانګړې توګه په کراچۍ کې، امنيتي افسران او خصوصاً رينجر، د استخباراتي ادارو په مرسته د وسله والو په وړاندې استخباراتي عمليات ترسره کوي."

حسین وویل، د سپتمبر ۲۰۱۳ کال راهيسې په کراچۍ کې هدفي امنیتي عملیاتو، کله چې رينجرو په ښار کې د جرم او تروریزم خلاف په پراخه کچه عملیات پیل کړل، په سيند کې او د هېواد په نورو برخو کې د افراطیت او تروریزم شدت کم کړی دی.

هغه زياته کړه: "امنیتي افسران به د اورپکۍ او افراطيت له منځه وړلو لپاره خپل کوششونه ته دوام ورکړي."

د امنیتي چارو کارپوه او په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان ريزيډنټ مدير مبشر مير، پاکستان فارورډ ته وويل: "پکار ده چې رينجرو ته په سيند او پنجاب صوبو کې اختیارات ورکړل شي چې د وسله والو ډلو په وړاندې بې رحمه عمليات ترسره کړي."

هغه وويل، په افغانستان کې د داعش او د هغوی ملګري ترهګريزې ډلي راټوليږي چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې تروریستي بریدونه ترسره کړي. هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو ته د واک ورکولو ضرورت دی چې د هغوی مخنيوی وکړي.

مير وويل، په دې وروستيو کې د افغانستان په ننګرهار کې د داعش په پټنځايونو باندې د امريکې ستر بم غورځول "د اورپکۍ د مخنيوي یوه ښه نښه وه، او د پاکستان حکومت او امنيتي ځواکونو لپاره پکار ده چې د بدنام وسله والو چارچاپيره حلقه تنګه کړي.

هغه وويل: "د داعش، د تحریک طالبان پاکستان او د هغوی د متحدینو ډلې د پاکستان په پاړه چنار کې بريدونه ترسره کوي. پاړه چنار د افغانستان پکتيکا صوبې ته نږدې پروت دی او د وسله والو يو قوي مرکز دی."

مير د شپول لګولو، څارنې او کلک سرحدي مدیریت سره د ملاتړ څرګندونه وکړه.

هغه وويل: "په سمه توګه د پولې انتظام [...] به نوره هم په هیواد کې په اورپکۍ او تروریستي بریدونو کې کمی راولي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500