امنیت

د قاري ياسين مرګ د ترهګریزې شبکو لپاره 'ستر ګوزار' دی

محمد آهل لخوا

پاکستاني پوليس په اسلام آباد کې د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په ۲۲مه دوه ورځي وروسته له هغې ميريټ هوټل ته نژدې د چاودنې له کبله جوړه شوی کندې ته نږدې ولاړ دي کله چې يو ځانمرګي بريد کونکي ټرک دغه هوټل تباه کړو. په قاري ياسين تور لګيدلی دی چې هغه په دې او نورو بريدونو کې لاس لرلو. [پډرو اوګارټي پډرو / ای ايف پي]

پاکستاني پوليس په اسلام آباد کې د ۲۰۰۸ کال د سپټمبر په ۲۲مه دوه ورځي وروسته له هغې ميريټ هوټل ته نژدې د چاودنې له کبله جوړه شوی کندې ته نږدې ولاړ دي کله چې يو ځانمرګي بريد کونکي ټرک دغه هوټل تباه کړو. په قاري ياسين تور لګيدلی دی چې هغه په دې او نورو بريدونو کې لاس لرلو. [پډرو اوګارټي پډرو / ای ايف پي]

د امنیت شنونکي وايي چې د القاعدې د مشر قاري محمد ياسين مرګ د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو مورال ته يو ګوزار ورکوي.

چارواکو د مارچ په ۲۵مه تصديق وکړو چې ياسين، چې يو سينير ترهګريز مشر وو او د تحريک طالبان پاکستان سره یې اړيکي لرلې، په پکتيکا صوبه کې د امریکې په هوايي بريد کې د مارچ په ۱۹مه ووژل شو.

د هغه مرګ د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې يو ستر برياليتوب ګنلی شي ځکه چې ياسين په پاکستان او افغانستان کې د وسله والو ډلو يو سخت دريځ مشر وو.

ياسين، چې د استاد اسلم په شمول په نورو ډیرو نومونو یادیدو، د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په ۲۰ مه په اسلام اباد کې په ميريټ هوټل کې د چاودنې پلان جوړولو کې تورن وو چې په دغه چاودنه کې د۵۰ نه زیات کسان وژل شوي وو او لږ تر لږه ۲۶۶ کسان ژوبل شوي وو.

د قاري ياسين د ویډیو سکرين شاټ ښايي چې هغه يو څو کاله وړاندې په يو پروګرام کې خبرې کوي.

د قاري ياسين د ویډیو سکرين شاټ ښايي چې هغه يو څو کاله وړاندې په يو پروګرام کې خبرې کوي.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې د مارچ په ۳ مه په لاهور کې په يو بس چې د سريلانکا د کرکټ ټیم غړي يې وړل، باندې په بريد کې هم تورن وو. په دغه پيښه کې شپږ پاکستاني پوليس او دوه ملکي وګړي ووژل شول او د ټيم شپږ غړي ژوبل شول.

د پاکستان تر ټولو زيات مطلوب کسانو لسټ له مخې، ياسين په ۲۰۰۳ کال کې د پخوانې صدر پرويز مشرف او په ۲۰۰۴ کال کې د وزير اعظم شوکت عزيز د وژلو په ناکامه کوششونو کې هم ښکيل وو.

د امريکې د دفاع سيکريټري جم ميټس، چې د هوايي بريد تاييد وکړو، په يو بيان کې وويل، "د قاري ياسين مرګ دا ثبوت وړاندې کوي چې ترهګر چې اسلام بد ناموي او په قصدي ډول بې ګناه خلک په نښه کوي د انصاف نه به تېښته ونه کړي."

د ترهګرۍ پر ضد کوششونه زياتول

په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخیلوال پاکستان فارورډ ته وويل، اوس، چې تروریستي ډلې دفاع کوي، پاکستان او افغانستان له پکار ده چې کوششونه زيات کړي چې د پولې دواړو غاړو ته وسله وال ختم کړي.

د ياسين او نورو لوړ پوړو ترهګرو -- لکه د داعش مشر حافظ سعید خان او د تحریک طالبان پاکستان مشر عمر نرې، چې په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پاک آرمي پبلک سکول باندې یې د برید پلان جوړ کړی وو، دغه دواړه ترهګر په جولای ۲۰۱۶ کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې وژل شوي وو -- له منځه وړل د استخباراتو د شریکولو او ګډ پوځي کوششونو اغیزمنتیا په ډاګه کوي.

زاخېلوال وويل، "دا زموږ هوډ او ژمنه په ډاګه کوي چې په هر قيمت به د افغانستان د خاورې نه هر قسم ترهګر ختموو." هغه زياته کړه، چې اورپکي د افغانستان او پاکستان د امنیت لپاره يو ګواښ دی او دواړو هېوادونو له پکار ده چې د ترهګرۍ نه خلاصي ترلاسه کولو لپاره متحد شي.

هغه وويل: "افغانستان او پاکستان له پکار ده چې خپل استخباراتي نيټ ورکونه پياوړي کړي چې هغه ترهګر کوم چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې پټ دي په نښه کړي."

بريګيډير(ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټري دی، وويل، د ياسين مرګ، چې پاکستان ته مطلوب وو او د هغه په سر د ۲ ميليونو روپو (۱۹،۱۰۰ امريکايي ډالره) انعام ښودل شوی وو، د هغه د ملګرو مورال او هغه تروريستي نيټ ورکونه ته زيان رسوي د کومو سره چې هغه تعلقات لرل.

هغه وويل، دا برید مهم وو او اوس پکار ده چې نور کوششونه وکړل شي چې نور داسې ستر هدفونه لکه د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله او د لشکر اسلام کمانډر منګل باغ په نښه کړي، ځکه چې دا به "د ترهګرۍ نيټ ورکونه ختم کړي."

د ترهګرو نيټ ورکونو لپاره يو 'غټ ګوزار'

پروفیسر حسین شهید سهروردي، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د چارو کارپوه دی، وویل، کله چې يو ستر ترهګر په نښه کړی شي، نو تروریستي نيټ ورکونو ته ډير زيات زيان رسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ به دا توان ونه لرو چې دا ووايو چې د ترهګرۍ ګواښ ختم شوی دی، خو کله چې دوی يو ستر ترهګر له لاسه ورکوي نو دا د نيټ ورک کمانډ او کنترول ته زيان رسوي."

هغه وويل: "د تروریزم سره د جګړې په تناظر کې، د قاري ياسين وژل يوه ډيره لويه لاسته راوړنه او کاميابي ده."

سهروردي وويل، چې ياسين په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په هيډ کوارټر، د استخباراتو دفترونو، او همدارنګه په ډیر مهم پاکستاني تاسيساتو او مشرانو باندې په يوشمیر بریدونو کې ښکیل وو. هغه زياته کړه، "نو د هغه مرګ د ځواکونو مورال زياتوي."

په پېښور کې يو قبايلي خبریال، ناصر داور، وويل: "قاري ياسين د لوی بریدونو پلان ستر جوړونکی وو او همدارنګه د ځوانانو لپاره يو تحريکي کس وو، نو تروریستي نيټ ورکونه به د هغه نه بغير ډیر زيان ترلاسه کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د ياسين مرګ "د تحریک طالبان پاکستان او د پنجابي طالبانو، د کومو سره چې هغه د اوږدې مودې لپاره تړاو لرلو، لپاره يو ستر ګوزار دی."

فرزانه شاه، چې د ايشين ټریبیون ژورنالسته ده، وويل: "قاري ياسين مهم کس وو ځکه چې هغه په سيمه باندې يو ستر کمانډ لرلو او هغه د ټولو وسله والو ډلو او نوي راتلونکي وسله والو ډلو سره نژدې اړيکې لرلې."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه د افغان طالبانو او همداراز د نورو بهرني جنګياليانو سره ښه تړاو لرلو، نو دا په هر ډول يو ډېر لوی ګوزار دی."

هغې وويل: "که هر څومره او که هر ځای يو لوی او مهم ترهګر ووژل شې، نو دا مهمه ده چې دوی په دوامداره توګه ځپل کيږي چې د دوی نيټ ورک د بيا منظم کيدو او متحد کيدو نه لري وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډول سپي د پاکستان لپاره يو ګواښ دی. د دې سپو وژل د پاکستان لپاره يوه ستره کاميابي ده.

ځواب

دا ډول بريدونه پاکستان ته زيان رسوي ځکه چې د را ایجنسۍ افغان حکومت تر فشار لاندې ساتلی دی.

ځواب