اقتصاد

د فاټا اقتصاد د سولې د بېرته راتلو له کبله مخ په وړاندې دی

عديل سعيد لخوا

په شمالي وزیرستان کې په يو نوي مارکيټ کې يوه هټۍ په مارچ کې ښودل شوي ده. قبايلي غړي وروسته له هغې چې ځواکونو ترهګر د ايجنسۍ نه وشړل خپل معیشت ته بيا وده ورکوي. [عدیل سعيد]

په شمالي وزیرستان کې په يو نوي مارکيټ کې يوه هټۍ په مارچ کې ښودل شوي ده. قبايلي غړي وروسته له هغې چې ځواکونو ترهګر د ايجنسۍ نه وشړل خپل معیشت ته بيا وده ورکوي. [عدیل سعيد]

پېښور -- يار ولي، چې په خيبر ايجنسۍ کې د کجهوري سيمې يو ۴۰ کلن کس دی، په فاټا کې د سولې بيرته راتګ ته هر کلی کوي. پخوا فاټا د اورپکۍ له کبله ډيره زياته ځپلی شوي وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا يو ناوړه خوب دی کله چې مونږ د هغه سختو په اړه فکر کوو کوم چې قبايلي خلک ورسره په خپله سيمه کې د وسله وال ترهګرو د ويرې د واکمنۍ له امله مخامخ وو."

يار ولي په هغه زرګونو قبايلې غړو کې يو کس دی کومو چې په فاټا کې د بې قانونۍ او اقتصادي فعالیتونو د نشتوالي له کبله خپل کارونه له لاسه ور کړل.

هغه وويل: "په يو داسې وخت کې عوايد له لاسه ورکول چې تاسو په ناڅاپه پريشانۍ کې اخته يئ د ژوند تر ټولو ستونزمن پړاو دی." "موږ د هېواد نورو برخو ته منتقل شو او مونږ د ورځني اجرت لپاره مزدوري کوله چې وخت پرې تير کړو."

البته او يار ولي په خيبر ايجنسۍ کې د باړه بازار بيا پرانيستلو نه وروسته خپلې علاقې ته بيرته راغلی دی کوم ځای چې هغه خپل کار د يو ساتونکي په توګه بيا شروع کړو.

هغه وويل: "زما وطن ته بیرته ستنیدو او خپل کار بيا شروع کولو زما زخمونه تر يو حده پورې ښه کړي دي [...] او په مستقبل کې د یو ښه ژوند لپاره یې زما اميد راژوندی کړی دی."

د کاروبار بيا بحاليدل

د باړې بازار په ۲۰۰۹ کال کې د وسله والو په وړاندې د بغاوت او ترهګريز پوځي عملياتو له کبله بند کړی شوی وو. د پاکستان چارواکو په فبروري ۲۰۱۶ کال کې د فاټا اقتصاد راژوندي کولو لپاره د باړې بازار بيا پرانيستلو.

د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل کې د پلاستيکي کڅوړو د فيکټرۍ خاوند عمران افريدي وويل: "په باړه [بازار] کې نږدې ۲۰۰ واړه او لوی صنعتونه وو چې په زرګونو خلکو ته يې کارونه برابرول."

هغه زياته کړه، د اورپکۍ د عملیاتو تړلو نه مخکې، هغه په دوو شفټونو کې کار کولو او هغه ۲۰۰ کارکوونکي لرل.

هغه وويل، د سولې د راتګ څخه وروسته، هغه په يو شفټ کې کار کوي او انتظار کوي چې د دې نتیجه به څه راووځي.

هغه وويل، په باړه بازار کې په ۲۰۰ شاوخوا صنعتي يونټونو کې، نږدې نیم يونټونه تر اوسه بېرته پرانيستل شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د فيکټرۍ د تړلو له کبله اقتصادي زیانونه ډير زيات وو، خو موږ خوشحاله يو چې سوداګري بيرته پيل شوې ده."

ځايي اقتصاد بيا بحالول

د پروجيکټونو لپاره د فاټا سيکرټريټ ډايريکټوريټ ډپټي ډايريکټر نعمان محمد وويل: "د یو قدرتي او یا پیچيده افت نه وروسته، اقتصادي فعاليت بيا بحالول د پلان جوړونکو لپاره تر ټولو مهم کار دی."

هغه وويل، چارواکو په قبايلي سيمو کې د بغاوت ضد د بریالي کمپاین، لکه ضرب عضب عملياتو نه وروسته د بيارغونې کار پيل کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د دې نوښت يوه برخه په ټوله فاټا کې بيارغونه او بازارونه بيا راژوندي کول دي چې ځايي معیشت بحال کړي او د بغاوت لخوا ځپل شوي خلکو ته روزګار برابر کړي."

نعمان وويل، په ۲۰۱۵ کال کې د نړيوال بينک د ۷۵ ميليونو ډالرو (۷.۹ پاکستانۍ میلیارده روپۍ) قرضې سره، د پاکستان حکومت پلانونه عملي کړل چې د راستانه شوي کورنيو سره مرسته وکړي.

هغه وويل: "د اورپکۍ ځپل شوي قبايلي غړو د سمدستي بیارغونې تمرکز په تعليم، صحت، د اوبو رسولو په انتظام، روزګار، بازارونو او د بجلۍ په بحالولو باندې دی."

معیشت ښه کول

د فاټا سيکرټريټ د قدرتي وسايلو مدیریت مشاور ثناء الله خان وويل: "اوس هم په فاټا کې د بیارغونې په ترجيحاتو کې معیشت ښه کول دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، په ۲۰۱۵ کال کې، په فاټا پروجيکټ کې د کرنیز اقتصاد پراختیا او بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو مرستې (چې ګڼ شمېر بهرني حکومتونو په کې مالي مرسته کوي) د ۱۶.۱ ميليونو امريکايي ډالرو (۱.۷ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) لومړني بجټ سره کار شروع کړو.

هغه وويل، د دې پروګرام، چې د فاټا هغه اوسيدونکو ته روزګار برابروي کوم چې فاټا ته بيرته راځي، نه د ۳۰،۰۰۰ نه زیاتې کورنو په باړه تحصیل کې د ۱۳۴ فروټو د باغونو جوړولو او ۲۸۳ جريبه ځمکه بیارغولو له لارې ګټه پورته کړه. کار کونکي ۱،۸۱۳ جريبه نوره ځمکه بیا رغوي.

ثناء الله وويل، د ځايي بزګرانو وړتيا لوړولو لپاره د دې پروګرام په ذریعه په خیبر، کورم او جنوبي وزيرستان ايجنسو کې د بزګرانو ۱۰۴ فيلډ سکولونه پرانستل شول او همدا ډ،ل د ښځو ۴۲ اوپن سکولونه په خیبر او کورم ايجنسو کې جوړ شول. د ښځو اوپن سکولونه ښځو ته د اقتصادي مهارتونو لکه باغوانۍ او واړه کاروبارونو شروع کولو په اړه تعليم ورکوي.

ثناء الله وويل، د دې نه علاوه، په ۲۰۱۶ کال کې د خیبر پښتونخوا ګورنر ظفر اقبال جهګړا د فاټا لپاره د څلورو کالو د کرنې د عمل پلان منظوري ورکړه. که چيرې دا پلان عملي شي نو نږدې ۱۹۳،۰۰۰ کمذوري کلیوالې کورنۍ به په مستقيم ډول د دې نه ګټه پورته کړي يعنی د ۱.۵ میلیونو نه زیات خلک به د دې نه ګټه پورته کړي.

جهګړا د جنورۍ په مياشت کې وويل: "دا د حکومت لومړۍ ترجيح ده چې په قبايلي سيمو کې د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي." هغه زياته کړه، چې کارکوونکو په فاټا کې د تیلو او د ګيس د ۱۵ بلاکونو سيسمک سروې ګاني ترسره کړي دي.

هغه وويل، دا قدرتي زېرمې توان لري چې ۲۰ ټریلیونه فټ مکعب ګيس پيدا کړي، دا به په قبايلي سيمو کې په سلګونو زره کارونه هم رامنځته کړي.

قبايلي خلک د وسله والو د بهرتۍ نه ساتل

شاه ناصر خان، چي په فاټا سيکرټريټ کې د انفراسټرکچر او مقاومت پخوانی متخصص دی، وويل: "د وسله والو په وړاندې د دې وروستي او روان عملیاتو له کبله د فاټا اقتصاد ته چې کوم زيان رسيدلی دی، دې نه يوازې د ډېرو خلکو معیشت ګډوډ کړی دی بلکې د سيمه ييزو ټولنو په مايوسۍ او کمذورۍ کې یې هم زياتوالې راوستی دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د فاټا بازار انفراسټرکچر زيان د ځايي رسد لارې چارې او د بهرني مارکيټونو سره لينکونه ګډوډ کړي دي، په داسې حال کې چې جګړې په لوړه کچه کارونه او د خوراک امنيت محدود کړی دی.

هغه وويل: "په دې حالاتو کې، قبایلي خلکو ته د معیشت مناسب مرستې برابرولو او هغوی د وسله والو چې معمولا د پیسو له لارې خلک جلب کوي نه ساتلو لپاره اقتصادي فعالیتونه بحالول مهم او ضروري دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500