تروريزم

تحریک طالبان پاکستان او داعش وسله وال په پاکستان کې د شکست سره مخامخ دي

جاويد محمود لخوا

پاکستاني ځواکونه د مارچ په ۳مه د خيبر ايجنسۍ په جمرود تحصيل کې ميډيا ته مشکوک وسله وال او د هغوی وسلې وړاندې کوي. دا نیونې د ردالفساد عملیاتو په برخه کې رامنځته شوې. [عبدل مجيد /اې ايف پي]

پاکستاني ځواکونه د مارچ په ۳مه د خيبر ايجنسۍ په جمرود تحصيل کې ميډيا ته مشکوک وسله وال او د هغوی وسلې وړاندې کوي. دا نیونې د ردالفساد عملیاتو په برخه کې رامنځته شوې. [عبدل مجيد /اې ايف پي]

کراچۍ -- څارونکي وايي، په پاکستان کې په تروریزم کې کمی راغلی دی او د تحریک طالبان پاکستان او داعش په شان ډلې خپل کنټرول او توان له لاسه ورکوي او نه شي کولی چې په لویه کچه بریدونه ترسره کړي.

د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د ۲۰۱۶ کال په خپل امنیتي راپور، چې د مارچ په ۲۲مه خپور شو، کې وويل، "وسله وال د پوځي عملياتو د بريدونو سره مخامخ دي او د قانون نافذ کونکي د هغوی چار چاپيره حلقه تنګوي. وسله وال د هېواد نه تښتیدل او نوي ستراتیژۍ جوړول شروع کړل."

په راپور کې ويلی شوي چې د وسله والو په نوي ستراتیژۍ کې جغرافیوی سیمې او د آبادۍ مرکزونه په نښه کول شامل دي کوم چې غير محفوظ دي. په دې سترتيژۍ کې د امنينتي پرسونلو د قوي مزاحمت نه باوجود د چاوديدونکو وسلو او ځانمرګي بريد کوونکو په پراخه کچه استعمالول هم شامل دي.

په دې راپور کې وویل شو، د وسله والو ډلو په وړاندې د پوځي عملیاتو او د ملکي کسانو د مزاحمت په نتيجه کې، په ټول پاکستان کې د تشدد له کبله په مرګ ژوبله کې نږدې ٪۴۵ کمی راغلی دی -- چې دا په ۲۰۱۵ کال کې د ۴،۶۴۷ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ۲،۶۱۳ وو.

په سيند صوبه او فاټا کې دا شميره تر ټولو کمه وه، په داسې حال کې چې په پنجاب او بلوچستان کې په تیر کال کې په تشدد کې لږ زیاتوالی راغلی دی.

د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د ۲۰۱۶ کال د راپور له مخې، "دواړه صوبې د ځانمرګي بريدونو ستر هدفونه وو، ځکه په دې صوبو کې د مرګ ژوبلې په شمېر کې زياتوالی راغلی دی." "په بلوچستان کې اووه ځانمرګي بريدونه ترسره شول، چې ۲۲۰ کسان په کې ووژل شول. په دې کې ۶۱ پولیس ټريننګ ورکونکي، ۵۲ وکيلان او۶۲ کسان چې په يو صوفي زيارت کې مړه شول شامل دي، په داسې حال کې چې د پنجاب په لاهور کې په ګلشن اقبال پارک کې یو ځانمرګی بريد رامنځته شو چې ۷۴ کسان په کې ووژل شول. په دوی کې ۲۹ ماشومان هم شامل ول."

وسله وال وژل شوي او نیول شوي دي

په راپور کې ویلی شوي، په تيرو کلونو کې، تحريک طالبان پاکستان ته په ټول هيواد کې په امنيتي عملیاتو کې تر ټولو زيات زيان اوښتې دی، بيا د تحریک طالبان سره تعلق لرونکي ډلو، القاعدې او د القاعدې سره تړاو لرونکې ډلو او داعش ته زيان اوښتی دی.

د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر امتياز ګل پاکستان فارورډ ته وويل، "په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې، د پاکستان امنیتي ځواکونو ۱،۶۵۷ وسله وال ووژل چې زیاتره د تحریک طالبان پاکستان او نورو ستر تروريستي ډلو سره تعلق لرلو کومو چې په هیواد کې د ستر بریدونو مسوولیت منلی دی."

د راپور له مخې ، امنيتي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې ۸۶۰ او په ۲۰۱۶ کال کې ۷۹۷ وسله وال ووژل.

ګل وويل: "زموږ استخباراتي ادارو د تحریک طالبان پاکستان، داعش او نورو وسله والو ډلو نيټ ورک مات کړی دی، چې په نتيجه کې وسله والو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده."

د پاکستان امنيتي ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې نور ۹۰۷ وسله وال او ياغيان ونیول، چې په دوی کې ۳۰ بهرني وسله وال شامل ول.

د افراطيانو ګواښ موجود دی

که څه هم، په ټولیزه توګه امنیت ښه شوی دی، خو د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز راپور خبرداری ورکوي چې "د افراطیت بنيادي ګواښونه اوس هم موجود دي."

په راپور کې ویلی شوي چې وسله والو دعوا کړې ده چې دوی په ۲۰۱۶ کال کې ۴۰۲ او په ۲۰۱۶ کال کې ۵۱۹ ملکي وګړي او امنيتي پرسونل وژلي دي. تحريک طالبان پاکستان او د داعش سره تعلق لرونکې ډلو دعوا کړې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې زياتره ملکي وګړي وژل شوي دي.

د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د راپور له مخې، د داعش عناصر په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې راښکاره شول او دوی دعوا وکړه چې دوی د تحريک طالبان پاکستان ډلو جماعت الاحرار او لشکري جنګوي په ملاتړ بريدونو کې ۲۰۳ کسان وژلي دي.

په اسلام آباد کې د پاکستان د شخړو او د امنیتي مطالعاتو انسټیټوټ منيجنګ ډايريکټر، عبدالله خان، وويل: "تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او داعش په هیواد کې خونړي تروريستي بريدونه ترسره کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د فبرورۍ په مياشت کې، په هېواد کې په تروريستي بريدونو کې د پام وړ زياتوالی راغې چې په لسګونه ملکي وګړي او امنيتي پرسونل په کې ووژل شول." هغه زياته کړه، چې وسله والو يوازې په يوه مياشت کې ۴۰ بريدونه ترسره کړل چې د امنيت خرابولو يو کوشش وو. په دې بريدونو کې شپږ ځانمرګي بریدونه شامل ول.

ردالفساد عمليات کاميابۍ ترلاسه کوي

خان وويل، تروریستي فعاليتونه د فبرورۍ په مياشت کې رامنځته شول چې په نتيجه کې یې ۱۶۳ کسان ووژل شول. په دوې کې ۱۱۸ ملکي وګړي، ۲۲ امنيتي پرسونل او ۲۳ وسله وال شامل دي.

هغه ردالفساد عملياتو ته په اشاره سره وويل: "دغه بريدونو پوځ مجبوره کړو چې نوي عملیات پيل کړي چې هغه وسله وال ختم کړي کوم چې په هېواد او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې پټ شوي دي."

هغه وويل، د فبرورۍ په ۲۲مه د رد الفساد عملياتو په ملي کچه شروع کولو سره، امنيتي ځواکونو نه يوازې د ترهګرۍ تازه څپه بېرته وتمبوله بلکې "د مشهور تروریستي سازمانونو لسګونه غړي یې هم ووژل."

ګل موافقه وکړه چې د ۲۰۱۷ کال په شروع کې په تروریستي بریدونو کې د لږ زياتوالي سره، د وسله والو پر ضد کاميابۍ جاري دي.

هغه وويل: "د رد الفسا عملياتو شروع کولو نه وروسته، د هيواد په بيلو بيلو برخو کې په استخباراتي عملياتو کې هره ورځ وسله وال وژل کيږي او نیول کيږي."

خان د امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چې دوی دې "په ټول پاکستان کې استخباراتي عملیاتو ته نورهم زور ورکړي چې طالبان له منځه ويسي او سوله او د قانون حاکمیت بېرته بحال کړي."

د داعش او تحريک طالبان پاکستان په وړاندې يو موټې کيدل

مبشر مير، چې په کراچۍ کې د اردو ژبې د ډيلي پاکستان ريذيډنټ مدير دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "داعش، تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو نه یوازې د بې ګناه ملکي وګړو او امنیتي چارواکو وينې تويوي بلکې په ټولنه کې ناکراري او بې نظمي رامنځته کوي."

هغه وويل، پاکستان، افغانستان او د هغوی نړيوال متحدينو له پکار ده چې په سيمه کې د داعش او نورو ترهګريز ډلو له منځه وړلو لپاره یو موټی شي.

هغه وويل: "افغانستان او پاکستان موافقه کړې ده چې له يو بل سره همکاري وکړي او په ګډه د تروریزم د ګواښ سره مبارزه وکړي. د نړۍ مشرانو له پکار ده چې دغه دواړه هېوادونه مجبوره کړي چې د تروریستانو او د هغوی پټنځايونه له منځه وړلو لپاره يو ځای شي."

هغه زياته کړه، د رد الفساد عملیاتو ترسره کولو سره، امنیتي ځواکونو له پکار ده چې دا يقيني کړي چې نه وسله وال او نه د هغوی تسهيل کونکي، مالي مرسته کونکي او ملګري په پاکستان کې خوندي ځايونه ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د بحث لپاره ډيره معلوماتي موضوع ده او مونږ مطمين يو چې زموږ ټولنه به په سوله ايز او د ترهګرۍ نه په پاک چاپيريال کې داخله شي چې خلک په کې ژوند وکړي او په هغه نړيوال فعاليتونو کې برخه واخلي کوم چې د نړۍ سره اوږه په اوږه د تلو لپاره ډېره ضروري دي. مننه نعیم صدیقي

ځواب