امنیت

د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې کمې راغلی دی

جاويد محمود لخوا

د پاکستان د پوليسو يو افسر د فبرورۍ په ۲۲مه په کراچۍ کې د طالب وسله وال لاش ته ګوري کوم چې امنیتي ځواکونو وژلی وو. پاکستاني ځواکونو په دغه ورځ د بغاوت ضد ردالفساد عملیات پيل کړل. [رضوان تبسم / اې ايف پي]

د پاکستان د پوليسو يو افسر د فبرورۍ په ۲۲مه په کراچۍ کې د طالب وسله وال لاش ته ګوري کوم چې امنیتي ځواکونو وژلی وو. پاکستاني ځواکونو په دغه ورځ د بغاوت ضد ردالفساد عملیات پيل کړل. [رضوان تبسم / اې ايف پي]

کارپوهان وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې کمې راغلی دی ځکه چې د امنیتي ځواکونو پوځي عملياتو د وسله والو توان چې ځواکونه په نښه کړي ډير زيات کم کړی دی.

معلومات ښيي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمير د۱۰ کلونو په پرتله تر ټولو کم شوی دی.

د جنوبي ايشیا د تروریزم پورټل له مخې، د وژل شوي ځواکونو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې کميدل شروع شول، په داسې حال کې چې دا په ۲۰۰۹ کال کې ۹۹۱ وو او په ۲۰۱۶ کال کې ۲۹۳ ته ورسيدو.

شنونکي په مرګ ژوبله کې د کمي کريډټ په فاټا او خيبر پښتونخوا کې پوځي عملیاتو او همدرانګه د پوليسو، فرنټير کور او د رينجرو عملياتو ته ورکوي چې د هېواد په نورو برخو کې یې وسله وال په نښه کړل.

په پېښور کې د بريګيډير محمود شاه (ريټايرډ)، چې د فاټا پخوانی امنیتي سيکريټري دی، له مخې، په ټولو امنیتي ځواکونو کې، پوځ ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وويل، يوازې په شمالي وزیرستان کې، شاوخوا ۷۰۰ پوځي پرسونل په تېرو دوو کلونو کې د اورپکۍ پر ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د پوځ [د شمېر په لحاظ سره] نه وروسته، په خيبير پښتونخوا، فاټا، سيند او بلوچستان کې پولیسو او د ملیشې پرسونلو د اورپکۍ پر وړاندې مبارزه او په تروریستي بریدونو کې قربانۍ ورکړي دي، خو د هغوی اصلي شمېر معلوم نه دی."

د ۲۰۰۳ کال راهیسې، د تروريزم په وړاندې جګړه کې نږدې ۶،۷۱۰ امنيتي پرسونل وژل شوي دي. په دې موده کې په ترهګريز پيښو کې ۶۱،۸۸۵ کسان وژل شوي دي چې په دې کې ۲۱،۶۴۲ ملکي وګړي او ۳۳،۵۳۳ وسله وال شامل دي.

پوځي کاميابو ته استحکام ورکول

شاه وويل، "پوځي عملیاتو لکه ضرب عضب او نورو عملیاتو په پاکستان کې انفراسټرکچر، پټنځاېونه او د تروريستي ډلو تربيتي مرکزونه تباه کړي دي، چې ځيني وسله وال يې په افغانستان کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې په پناه اخيستلو مجبوره کړل."

هغه وويل، رد الفساد عمليات د فبرورۍ په مياشت کې پیل شول چې "د تېرو عملیاتو کامیابو ته استحکام ورکړي او په هېواد کې دننه او د افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د وسله والو پټنځايونه له منځه یوسي."

هغه وويل، امنيتي ځواکونو د ردالفساد عملياتو تر څنګ استخباراتي عملیات هم تيز کړي دي، چې د وسله والو ظرفیت يې نور هم کمزوری کړی دی.

په اسلام آباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر، امتياز ګل، پاکستان فارورډ ته وويل، "د طالبانو او نورو وسله والو په وړاندې د امنیتي پرسونلو سختې پاليسۍ هغوی تر دومره حده پورې کمزوری کړي دي چې دوی د پخوا په شان په اسانۍ سره په امنيتي ځواکونو بريد کولی نه شي."

هغه خبرداری ورکړو، تمه کيږي چې په ۲۰۱۷ کال کې به امنيتي حالت ښه وي، خو "د ترهګرۍ لګې غوندې پېښې رامنځته کيدی شي."

په ۲۰۱۷ کال کې امنیت ښه کول

په کراچۍ کې يو امنیتي شنونکی کرنل (ريټايرډ) مختار احمد بټ پاکستان فارورډ ته وويل،، "د ۲۰۱۴ کال دسمبر ۱۶مه نيټه د پاکستان لپاه یوه ډيره غمژنه او خونړۍ ورځ وه، کله چې اوه ترهګرو په پېښور کې په آرمې پبلک سکول باندې بريد وکړو."

د تحریک طالبان پاکستان د بريد نه وروسته، چې ۱۴۰ نه زیات ماشومان او استاذان په کې ووژل شول، د پوځ مشر جنرل راحیل شریف په امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې په تروریستي بریدونو کې د کمي راوستلو لپاره ضرب عضب عمليات پيل کړل.

هغه وويل: "پوځي اقدام دومره سملاسي او غضب ناک وو چې وسله وال د افغانستان سره پولې ته نږدې سیمې ته په بشپړه توګه وشړل شول."

هغه وويل، د امنيتي ځواکونو وړتيا او د افغانستان او پاکستان په پوله باندې د پولې سنبالولو سیسټم معرفي کولو د وسله والو وړتيا چې سخت هدفونه په نښه کړي کمزوری کړه.

سربیره پردې، په ردالفساد عملياتو کې د ۱۴۵ نه زيات وسله وال او د هغوی ملګري يوه مياشتې مخکې وژل شوي دي.

هغه وويل: "که د افغانستان سره د پولې انتظام او استخبارات ښه کړی شي، نو دا به د اورپکۍ شدت کم کړي او په ۲۰۱۷ کال کې به په پاکستان کې امنیتي حالت ښه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500