امنیت

زړورې ښځې د بمونو شنډولو سره د عامې مفکورې پر ضد کار کوي

محمد آهل لخوا

د ښځو د بمونو د شنډولو سکواډ کمانډو د جنورۍ په مياشت کې په نوښار ډسټرکټ کې په يو تربيتي مشق کې ګډون کوي. د ګریجویشن د کلاس په ۲۴ غړو کې یوولس ښځې دي. [محمد آهل]

د ښځو د بمونو د شنډولو سکواډ کمانډو د جنورۍ په مياشت کې په نوښار ډسټرکټ کې په يو تربيتي مشق کې ګډون کوي. د ګریجویشن د کلاس په ۲۴ غړو کې یوولس ښځې دي. [محمد آهل]

پېښور -- د خیبر پښتونخوا ښځې د عام خيال او د جنسیت راويتي اصولو خلاف مزاحمت کوي او د هغه کار انتخاب کوي کوم چې یواځې د زړورو نارینوو او ښځو لپاره دي.

په کرک ډسټرکټ کې د لرې سيمې صابر آباد درې خويندې د خیبر پښتونخوا په هغه ۱۲ ښځو کې دي کومو چې د تروریزم او افراطیت سره د مبارزې لپاره د خيبر پښتونخوا د ۲۴ غړو د بمونو د شنډولو سکواډ د کمانډو ځواک سره د يوځای کيدلو انتخاب وکړو.

دغه خويندو، پروین ګل، سمینه او رخسانه ناز، وويل، دا خوب هغه وخت رښتيا شو کله چې دوی د لومړي بي ډي ايس د تربيت يافته پوليسو ښځو په اړه واورېدل.

دوی په ۲۰۱۶ کال کې د ايليټ کماندو ټريننګ مکمل کړو او د جنورۍ په مياشت کې یې په نوښار کې د چاوديدونکي توکو سمبالولو په سکول کې ګډون وکړو. دوی د ۱۵ ورځو بنيادي ټريننګ د فبرورۍ په مياشت کې پاس کړو. په ۱۲ کسانو کې يوه ښځه، رانا قسيم، ژر د بي ډي ايس ايډوانس کورس ته پروموټ شوه. دغه کورس به د ۳۰-۴۵ ورځو لپاره جاري وي.

ټول صوبايي بي ډي ايس نږدې په ۵۰۰ پرسونلو مشتمل دی.

مختلف پس منظر لرونکي

نورې اته ښځينه بي ډي ايس کمانډو چې د دغه درې خويندو سره يې ګريجويشن وکړو د اورپکۍ لخوا ځپل شوي ډسټرکټونو، نوښار، ایبټ اباد، هنګو، چارسدې، مردان، بونير او بنو سره تعلق لري.

دې ځوانو ښځو، چې د درنو وسلو، حفاظتي آلاتو، د چاوديدونکو توکو کارولو او فزيکي جنګ په اړه یې ټريننګ ترلاسه کړو، وويل، دوی ژمنه لري چې خيبر پښتونخوا د هغه تروریزم نه پاک کړي چې يو شمير ښځې یې د میړونو، پلرونو او يا ورونو نه محروم کړي دي.

پروین ګل وويل، کله چې به هغې سکول ته د تلو په دوران کې يوه ښځينه پوليسه په ګشت کولو وليدله، نو هغې به خواهش ظاهر کړو چې هغه هم يوه پوليسه جوړه شي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ فخر کوو چې زمونږ پلار، سره له دې چې د پولیو مریض وو، خپل کوشش وکړو او موږ ټولو ته يې تعليم راکړو." "نو اوس موږ د هغه نه د کورنۍ بوج اخيستی دی."

پري ګل، چې په چاوديدونکو توکو کې تخصص لري، وويل: "دا د عزت خبره ده چې مونږ د هغه ځواک ېوه برخه يو کوم چې خپل وطن او د خلکو د ژوند ساتلو لپاره کوشش کوي." هغې زياته کړه، چې هغه "هيڅ کله هم د بمونو او چاودېدونکو توکو نه ډاريدلې نه ده [...] زه چيلنج خوښوم."

هغې وويل: "دا يوه عادي خبره ده کله چې ما حفاظتي آلات اغوستې وي، او زه په رښتيا سره د دې نه خوند اخلم."

رخسانې، چې په پټ چاودېدونکي توکو شنډولو کې تخصص لري، وويل، هغه هيله لري چې ښځينه کمانډو به د نورو ښځو حوصله افزايي وکړي چې دې ځواک سره یوځای شي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ غوښتل چې جينکو ته یو پیغام ورکړو چې دا يوازې د نارینوو کار نه دی." "موږ هم بمونه شنډلی شو او خپل خلک بچ کولی شو."

رخسانې وويل، چې هغه اراده لري چې د وسله والو پر وړاندې په هر ډول فعال عملیاتو کې برخه واخلي او خپل مهارتونه استعمال کړي چې د هغوی چاودیدونکو توکو ته ماتې ورکړي.

سمینې وويل، هغه په لومړي سر کې د ځواک سره یوځای شوه چې د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي، خو اوس دا خواهش لري چې د خپل قوم خدمت وکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "لوڼې يو بوج نه دی؛ دوی په مساوي ډول قوي دي چې د خپلو کورنيو او د هېواد يو شان خدمت وکړي."

هغې وويل: "په بل پړاو کې موږ به انتخاب وکړو چې د نانځکي بمونو [بمونه چې د لوبو د شيانو په شان ښکاري]، د ځانمرګي واسکټونو او پټ بمونو شنډولو لپاره خاص ټريننګ ترلاسه کړو."

هغې وويل: "دا زموږ مشن دی چې د ترهګرو سره جګړه وکړو او خپل هېوادوال بچ کړو." "زه نه ډاريږم؛ انسان به يو ځل مري. دا به د فخر خبره وي که زه د ډيوټۍ په دوران کې مړه شم."

د ښځو د استعدادونو کارولو په لټه کې

هغه وويل، په دې وروستيو کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو ريټايرډ انسپکټر جنرل ناصر خان دراني د ايليټ ټريننګ او بي ډي ايس لپاره د ښځینه پولیسو کمانډو د ګډون نوښت پيل کړو چې د زړورو پښتنو ښځو د استعدادونو څخه استفاده پورته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "درې کاله وړاندې، د پوليسو د ټريننګ لپار هيڅ څه بندوبست نه وو." "نن، د خیبر پختونښوا په پولیسو کې د ۱۵،۰۰۰ نه زيات ښه تربیت یافته افسران د ښځینه پولیسو کمانډو او د بي ډي ايس د تربيت يافته ښځو په ګډون موجود دي."

د پوليسو وياند ریاض خان له مخې، د ۶۰۰ نه زياتې ښځې د خيبر پښتونخوا په پوليسو کې د جونير کلرک نه واله د ډپټي سپرنټنډنټ پورې په پوسټونو کار کوي.

د چاوديدونکي توکو سمبالولو د سکول مشر استاد نوشيره شفيق خټک د چاودېدونکي توکو د نوي تربيت يافته متخصصينو ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ځوانې زړورې ښځې د پرمختګ کولو لپاره ستر صلاحيتونه لري." هغه زياته کړه، چې هغه وموندل چې ښځينه کمانډو "فعاله او زړور دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500