د ښځو حقوق

قبايلي ښځي په فاټا کې د سياسي او سماجي حقونو غوښتنه کوي

محمد آهل لخوا

نوشين جمال اورکزۍ (په تورو جامو کې)، د قبايلې خور مشره، په پېښور کې د مارچ په ۷ مه په يو نيوز کانفرنس کې خبري کوي. قبايلې خور يوه نوي اين جي او ده چې د قبايلي ښځو د حقونو لپاره کوشش کوي. [محمد آهل]

نوشين جمال اورکزۍ (په تورو جامو کې)، د قبايلې خور مشره، په پېښور کې د مارچ په ۷ مه په يو نيوز کانفرنس کې خبري کوي. قبايلې خور يوه نوي اين جي او ده چې د قبايلي ښځو د حقونو لپاره کوشش کوي. [محمد آهل]

پېښور -- په فاټا کې قبايلي ښځو د يو نوي تنظيم له لارې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. دغه تنظيم د هغوی د سیاسي او سماجي حقونو لپاره کار کوي.

د قبايلې خور "قبايلي خور" فورم د قبايلي ښځو چې د کلونو راهیسې د جګړې او د طالبانو لخوا ځپلې شوي دي د حقونو لپاره کوشش کوي او موخه لري چې هغوی په دې وتوانوي چې په فاټا کې په فيصله کولو کې ګډون وکړي.

په قبایلي خور تنظیم کې د ټولو اوو ایجنسو او سرحدي سیمو څخه له ۲۵ نه زیاتې قبایلي ښځې شاملې دي.

دې رضاکارو غړو خپله ژمنه څرګنده کړې ده چې قبايلي ښځو ته د هغوی قانوني حقونو او د دين، کلتور او د ټولنې په باره کې د مسلو په اړه تعليم ورکړي.

ښځو ته واک ورکول

د قبايلي خور مشرې جمال اورکزۍ پاکستان فارورډ ته وويل، تر ټولو لويه موخه قبايلي ښځو ته سیاسي واک ورکول دي.

هغې وويل، دغه تنظيم به کوشش وکړي چې هغه ښځي عادي ژوند ته راوګرځوي کومې چې د اورپکۍ لخوا ځپل شوي دي، په هغوی کې د وسله والو لخوا د مذهب د ناوړه استعمال په اړه پوهاوي رامنځته کړي او کوشش کوي چې په قبايلي سسټم او جرګه کې د پوهاوي او د ظرفیت د لوړولو له لارې ښځو ته ریښتینی استازيتوب ورکړي.

اورکزۍ، چې په اورکزۍ ايجنسۍ کې یو ټولنیز کارکوونکی او د بشري حقونو يو فعاله ده، وويل: "مونږ په درې برخو باندې تمرکز کوو: د قبايلي ښځو په تعليم، په هغوی کې د خپلو قانوني حقونو په اړه پوهاوي رامنځته کول، او هغوی ته د د اسلامي تعلیماتو سره سم د میراث د حقونو په اړه تعليم ورکول دي."

هغې وويل: "د دې ډير زيات ضرورت دی چې قبايلي ښځو ته واک ورکړی شي چې دوی د خپلو سیاسي حقونو په اړه فکر وکړي." هغې زياته کړه، چې دا تنظيم به د هغه ښځو، چې د اورپکۍ لخوا ځپل شوي دي، سره په خپل قانوني حقونو ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې دوی خپل کورونه بيا آباد کړي."

د کور مېرمن او د قبايلي خور فعاله ناديه صبا داور، وويل، چې قبايلي ښځې د تعليم او معلوماتو نه محروم دي. دغه محروموالی دوی د پرمختګ کولو نه منع کوي.

هغې وويل، د راتلونکي اصلاحاتو موخه دا ده چې فاټا په سیاسي بهير کې شامل کړي. د قبايلي ښځو لپاره دا اړينه ده چې دوی په سیاسي پروسه کې برخه واخلي.

هغې وويل، قبايلي خور تنظيم به تعليم يافته او د رهبرۍ تجربه لرونکې ښځې رامخکې کړي چې دوی د غير تعليم يافته قبايلي ښځو سره په خپلو حقونو او ذمه دارۍ پيژندلو کې مرسته وکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی به هڅه وکړي ... چې هغوی ته د سیاسي بهیر په اړه تعليم ورکړي او د هغوی سره د سيمه ايزو ادارو په سيسټم کې په برخه اخيستلو کې مرسته وکړي چې دوی د ښځو لپاره په تصمیم نیولو کې خپل رول ولوبوي."

د اورپکۍ د اثراتو سره مبارزه کول

سکينه مهمند، چې په مهمند ايجنسۍ کې د بايزۍ تحصیل د قبايلي خور غړي ده، وويل، چې د اورپکۍ له کبله قبایلي ښځې ډيرې زياتې ځپلې شوي دي، چې په زرګونو ښځې يې د خپلو خاوندانو او زامنو نه محرومه کړي دي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "دا فورم به د دې ښځو سره په خپل مسلکي مهارتونو لوړولو کي مرسته کوي چې دوی پيسې وګټي او د خپلو کورنيو سره مرسته وکړي."

د سارا مسيح، چې د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل کې يوه عيساينه قبايلي ښځه او يو ټولنيز فعاله چې د فورم سره تعلق لري، له مخې، قبايلي خور تنظيم به هغه قبايلي ښځو او جينکو ته د مشورې او بيارغونې موقعې برابر کړي کومې چې په فاټا کې د جګړې د وحشت له کبله ډارېدلي دي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، چې په نوي معرفي شوي راوج قانون (د استعماري دور د فرنټير کرايمز ريګوليشن په ځای يو بل قانون دی، چې په قبایلي سیمو کې د ډله ايزې سزا حکم ورکوي) او د جرګې په نظام کې (چې ښځې په کې په نن وخت کې رول نه لري) د ښځو مقام واضح نه دی. نو دا فورم کوشش کوي چې ښځې د فيصلې کولو په بهیر کې شامل کړي او په عدالتي او سیاسي جوړښت کې د ښځو لپاره استازيتوب ترلاسه کړي.

ساره وويل، "دا فورم به د مور او پلار حوصله افزايي وکړي چې خپلې لورياني سکولونو ته وليږي او د نورو سازمانونو سره مرسته وکړي چې دوی په مسلکي توګه او همدارنګه د سکول د روايتي مضمونونو په باره کې د ځوانو ښځو، چې زيات عمر لري، سره په تعليم ترلاسه کولو کې مرسته وکړي."

د ښځو د حقونو لپاره یو پليټ فارم

نګين افريدي، چې په پيښور يونيورسټۍ کې يو طالب علمه ده، د نوي فورم هرکلی وکړو. هغې وويل، د قبایلي سیمو ښځې وړتيا لري چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي او قبايلي خور تنظيم به د هغوی لپاره د يو پليټ فارم په توګه کار وکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "ځوانې قبايلي ښځو له پکار ده چې اوس راپاڅي او د خپلو حقوقو لپاره يوه مبارزه پيل کړي."

هغې وويل: "هغوی د خپل قبايلي حالت نه ګټه پورته کړې ده." هغې هغه خلکو ته اشاره وکړه کومو چې د قبايلي کوټې په بنياد په يونيورسټو او کارونو کې د امتيازي شمولیت نه استفاده ترلاسه کړې ده. "دا وخت دی چې بيرته ځواب ورکړو ... دوی له پکار ده چې دوی د نورو ښځو چې تر اوسه پورې د سخت قانون لاندې ژوند کوي سره کار وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500