امنیت

د خېبرپښتونخوا د پوليسو ستر مشر دراني د کاميابۍ مثالونه پريښودل

جاويد خان لخوا

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر (ښې اړخ ته) او د پولیسو سپرټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان (په منځ کې) د خېبرپښتونخوا د پولیسو رخصتیدونکي انسپکټر جنرل ناصر خان دراني (ګس اړخ ته) ته په پېښور کې د مارچ په ۱۲مه شيلډ ورکوي. دراني او نور سينير افسرانو په دغه ورځ په ملک سعد شهید پوليس لاين کې د شهيدانو یادګار ته سلامي وړاندې کړه. [تصوير د خېبرپښتونخوا د پولیسو نه په مننه].

د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر (ښې اړخ ته) او د پولیسو سپرټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان (په منځ کې) د خېبرپښتونخوا د پولیسو رخصتیدونکي انسپکټر جنرل ناصر خان دراني (ګس اړخ ته) ته په پېښور کې د مارچ په ۱۲مه شيلډ ورکوي. دراني او نور سينير افسرانو په دغه ورځ په ملک سعد شهید پوليس لاين کې د شهيدانو یادګار ته سلامي وړاندې کړه. [تصوير د خېبرپښتونخوا د پولیسو نه په مننه].

پېښور -- د خیبر پښتونخوا پوليسو ستر مشر د ترهګرۍ په وړاندې د عملياتو يو ميراث پريښودلو سره خپل سروس پای ته ورسوو.

ناصر خان دراني، د خېبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل، د ريټايرمنټ ميعاد پوره کولو نه وروسته، د مارچ په ۱۶مه خپله ډيوټي پريښوده. هغه په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د خېبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل جوړ شو او د ۲۰۱۴ کال په لومړيو کې یې په ټوله صوبه کې د ترهګرۍ ضد ستراتيژي معرفي کړه.

دغه ستراتیژي، چې د سي او پي (ځواک ښه کولو، د وسله والو مخنيوی کولو او د خلکو باور ته وده ورکولو) په نامه ياديږي، په خېبرپښتونخوا کې په ترهګرۍ کې د کمي راوستلو له کبله ستاينه کيږي.

ضرب عضب عملياتو چې په جون ۲۰۱۴ کال کې شروع شول او رد الفساد عملياتو چې د فبرورۍ په مياشت کې پيل شول په ټول هيواد کې يو شمير وسله وال ووژل او یا یې په زرګونو وشړل؛ خو په خیبر پښتونخوا کې صوبايي پوليسو د دراني په مشرۍ کې د وسله والو په وړاندې کاميابۍ تر لاسه کولی.

نظم او قانون بحالول

د ۲۰۱۴ کال راهیسې، په خیبر پښتونخوا کې د خلکو په تحفظ کې پرمختګ کړی شوی دی، او په پيښور کې په دسمبر ۲۱۰۴ کال کې په آرمې پبلک سکول کې قتل عام د تېر وخت يوه خبره پاتې شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په دغه ورځ په سکول کې نږدې ۱۵۰ماشومان او استاذان ووژل.

دراني سلام ټايمز ته وويل، نږدې د درې کلونو راهیسې، کله نه چې د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ستراتيژي نافذ کړی شوي ده، د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د ۱،۲۰۰ نه زيات وسله وال نيولي دي. په دې کسانو کې هغه ۱۲۱ کسان هم شامل دي د کومو په سر چې د پيسو اعلان کړی شوی وو.

هغه زياته کړه، چې هغوی په دغه وخت کې د ترهګرۍ ۷۸۶ کيسونه عدالتونه ته وسپارل."

پولیسو په تسليم شوي وسله والو کار وکړو چې دوی په ټولنه کې شامل کړي. په تېرو درې کلونو کې، دوی د هغه ۲۲،۵۳۵ د ځمکې خاوندانو خلاف کيسونه درج کړل شول کوم چې د خپلو کرايه دارانو په اړه په معلومات نه ورکولو کې ښکيل وو. دغه کسانو د قانوني شرط او قاعدې سرغړونه کړې وه.

سهيب اشرف، د خیبر پښتونخوا د پولیسو سپرنټنډنټ، پاکستان فارورد ته وويل، د ملي امنيتي ځواکونو او د خېبرپښتونخوا د پولیسو په مشترکه فشار په نتیجه کې، په خېبرپښتونخوا کې د ترهګريز پېښو شمېره د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۱۵ کې ٪۵۶ راټيټه شوه." "دغه شمېره په ۲۰۱۶ کې ٪۵۹ کمه شوه."

دراني د خېبرپښتونخوا د پولیسو ستاينه ځکه وکړه چې هغه دوی ته څه امر کړی هغوی پای ته رسولی وو.

هغه وويل: "زه فکر کوم چې د صوبې پوليس تر ټولو زړور پوليس دي." "که څه هم دوی د ترهګرو په نښه وو، خو دوی هميشه ستره زړورتيا وښودله."

دراني وويل، چې د پوليسو د زړورتيا نه علاوه، دغه ستراتیژۍ د یو شمېر وجوهاتو له کبله کار وکړو. "موږ د پوليسو ظرفيت لوړ کړو او له دې سره سره مو د نوي قوانينو جوړولو له لارې د وسله والو مخه ونيوله."

هغه وويل، د دې نه علاوه، په پولیسو باندې د عام خلکو باور ته وده ورکړی شوه، خلکو ته د سينير افسرانو سره په مستقيمه توګه د ميلاويدو اجازه ورکړی شوه او کرپټ افسرانو ته سزا ورکړی شوه.

د دراني او د هغه د ستراتیژۍ ستاینه

د خیبر پښتونخوا چارواکو د مارچ په ۱۶مه په پېښور کې په ملک سعد پوليس لاين کې د هغه په ویاړ کې په يوه غونډه کې د هغه ستاينه وکړه.

د خېبرپښتونخوا وزير اعلی پروېز خټک په دغه غونډه کې وويل، د دراني په مشرۍ کې، "پوليسو نه يوازې په سوله بحالولو کې مرسته وکړه بلکې د عامو خلکو باور يې هم ترلاسه کړو."

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا په دغه غونډه کې وويل، "د اصلاحاتو کريډت [دراني] او د خيبر پښتونخوا وزير اعلی خټک، چې ځواک ته يې واک ورکړو، ورکولی شي."

دراني چې په لومړيو کې کوم ځواک لرلو د هغې په پرتله هغه ډیر مظبوط ځواک په ميراث کې پريښودو.

مبارک زيب، د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارۍ ډپټي آی جي پي، پاکستان فارورډ ته وويل: "د درې کالو په ترڅ کې، په خيبر پښتونخوا کې د پوليسو يو شمير ځانګړي ځواکونه جوړ کړی شول." هغه سپيشل کومبيټ يونټ، ريپيډ ريسپانس فورس، ويمن کمانډوز او نورو ځواکونو ته اشاره وکړه.

هغه زياته کړه، د خېبرپښتونخوا پوليس د پخوا په پرتله زيات ښه روزل شوي دي او اوس زيات توان لري.

اشرف وويل، د دراني په نورو کاميابو کې د خاص مهارتونو لکه چاودېدونکي توکې سمبالول، شپږ سکولونه جوړول، د جرمونو او د اورپکۍ په اړه استخباراتي معلومات راټولولو لپاره د عامه معلوماتو نيټ ورک جوړول، په پوليسو کې کرپشن ختمول، او د پوليسو او سول ترمنځ پارټنرشپ لکه د شخړو د حل شوراګانې او د موډل رپورټنګ رومز ( داسې دوستانه ځایونه دي چې عام خلک په کې پوليسو ته خپل شکايتونه وړاندې کوي) جوړول شامل دي.

عام خلک هم د دراني د کاميابو ستاينه کوي.

"ځواک د سياست د منګولو نه ازاد کړی شوی دی." د پېښور يونيورسټۍ يو طالب علم رضا علي د تروریزم ضد ستراتیژۍ په اړه پاکستان فارورډ ته وويل، "د دغه ستراتيژۍ له کبله، د هغه ۶،۰۰۰ افسرانو خلاف ګامونه پورته کړی شول کوم چې په کرپشن کې ښکيل ول."

هغه زياته کړه، چې په خیبر پښتونخوا کې په ترهګرۍ کې د ډېر کموالي نه علاوه، پوليسو د ملکي وګړو سره رويه ډيره ښه کړي ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ناصر خان دراني صاحب، زه ستاسو سره مينه کوم.

ځواب

جناب ناصر دراني! لومړی، زه تاسو ته مبارک باد وړاندې کوم چې تاسو زموږ پوليس د نورو صوبو په نسبت ډير پياوړي کړي دي. جناب، تاسو د خيبر پښتونخوا د پوليسو لپاره ډير کار کړی دی. زه ستاسو د کوششونو ستاينه کوم او مونږ به تاسو هميشه ياد ساتو. موږ تاسو ته سلامي وړاندې کوو. دوهم، تاسو د پوليسو لپاره ډيرې زياتې ادارې جوړي کړي چې دوی د خلکو سره ښه چلند وکړي. تاسو په پوليسو کې ريښتينې بدلون راوستلو او موږ هيله لرو چې راتلونکی آی جي جناب اختر علي به هم د پوليسو لپاره څه ښه وکړي. زه د پوليسو سره مينه لرم او غواړم چې د پوليسو سره يوځای شم او د کرپشن لفظ د پوليسو د ډپارټمنټ نه لرې کړم. زه يقين لرم چې نن سبا د پوليسو په ډپارټمنټ کې خاص او قابلان افسران لکه سي سي پي او طاهر، ايس ايس پي اپريشنز سجاد او د هغه نه مخکې افسران لکه عباس، ډي آی جي کوهاټ، ملاکنډ، ډي پي او صوابي، شعيب اشرف، ډي پي او مردان، اوسنی ډی آی جي مردان، ډي آی جي بنو او داسې نور چې زه يې پيژنم تعينات کيږي. موږ ته په ټوله صوبه کې د ایمانداره او اخلاص مند کسانو ضرورت دی کوم چې د خلکو لپاره وخت ورکولی شي او د خلکو خبرې په توجو سره اوري او د هغوی سره مرسته کوي. آی جي ناصر، زه تاسو ته بياسلامي وړاندې کوم او زه غواړم چې تاسو د نيب چيرمين په پوسټ باندې وينم. الله دې وبښه. تل دې وي پاکستان. مننه.

ځواب

زه د پنجاب پولیسو سره مينه لرم. د هغوی شخصيت ښه دی او هغوی طاقتور او هوښيار دي. زه غواړم چې د پنجاب پوليسو سره يوځای شم. د الله په امان.

ځواب

تر ټولو مخکې، زه ښاغلی ناصر دراني ته مبارکي وړاندې کوم چې زمونږ پوليس يې د نورو صوبو په پرتله مظبوط کړل. تاسو د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره ډېر څه وکړل. زه ستاسو د هڅو مننه کوم او مونږ به تاسو د تل لپاره يادوو. زه تاسو ته سلامې وړاندې کوم. دوهم تاسو د پولیسو لپاره ډېرې ادارې جوړي کړې د دې لپاره چې پوليس د خلکو سره ښه چال چلند وکړي. تاسو په رښتيا سره په پوليسو کې بدلون راستلو او هيله لرم چې راتلونکی انسپکټر جنرل اختر علي صاحب به هم د پولیسو لپاره ښه کارونه وکړي. زه د پولیسو سره مينه لرم او غواړم چې زه د پوليسو سره یوځای شم او د دې ادارې نه کرپشن لرې کړم. انشاء الله. زه اوس فکر کوم چې د پوليسو په ډپارټمنټ کې به خاص او با صلاحيته افسران لکه سي سي پي او ظاهر صاحب، ايس ايس پي آپريشنز سجاد، عباس صاحب چې د هغه نه مخکې وو، ډي آی جي کوهات، ډي آی جي ملاکنډ، ډي پي او صوابي، صهيب اشرف، ډپي او مردان، ډي آی جي مردان، ډي آی جي بنو او نور چې زه يې پيژنم تعينات کړل شي. موږ ته د صوبې په هر ځای کې د داسې ايمانداره او اخلاص مند افسرانو ضرورت دی کوم چې خلکو ته وخت ورکولی شي او په بشپړه توګه په توجه او همغږۍ سره د هغوی ستونزو ته غوږ نيولی شي. يو ځل بيا زړور انسپکټر جنرل ناصر دراني ته سلامې وړاندې کوم او غواړم چې تاسو د نيب مشر جوړ شئ. پاکستان زنده باد پوليس زنده باد. مننه.

ځواب