اقتصاد

د سفاري ټرين سروس د ترهګرۍ په وړاندې کاميابي په ګوته کوي

دانش يوسفزۍ لخوا

ترميم شوی سفاري ټرين د پنجاب په اټک ريلوی سټيشن کې د فبرورۍ په ۱۲مه ښودل شوی دی. تمه کيږي چې دغه ريل ګاډې به په خیبر پښتونخوا کې ډيره په ګرانه سره ‌بحال شوی سولې ته وده ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

ترميم شوی سفاري ټرين د پنجاب په اټک ريلوی سټيشن کې د فبرورۍ په ۱۲مه ښودل شوی دی. تمه کيږي چې دغه ريل ګاډې به په خیبر پښتونخوا کې ډيره په ګرانه سره ‌بحال شوی سولې ته وده ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- سفاري ټرين، چې پاکستاني سيلانيانو ته يو چانس ورکوي چې د ريلوی له لارې د تاريخ او د سيمې ليدنه وکړي، په امنيت کې د ښه والي له کبله د خپلو خدمتونو کچه لوړه کړې ده.

د څو کلونو راهیسې، دغه ريل ګاډې به یوازې په چهټيانو کې او یا د جشن ورځو کې سفر کولو، خو د تېرو څو مياشتو راهيسې دا په هفته کې دوه ځله سفر کوي.

دا ريل ګاډی د پيښور نه د پنجاب صوبې اټک ته سفر کوي، چې دغه سفر په ۷۸ کلوميټره باندې مشتمل دی.

سفاري ټرين د پاکستان ريلوی او د خيبر پښتونخوا د ټوريزم کارپوريشن ګډه پروژه ده.

دا ريل ګاډی د اتو کلونو لپاره، د ۲۰۰۲ نه ۲۰۱۰ کال پورې، په سيمه کې د تروریستي فعالیتونو له کبله پر ځای ولاړ وو.

د يو نوي نسل سره خبرې کول

د ريلوی چارواکي هيله من دي چې پاکستانيان د ريلوی د ميراثونو او د لارې منظرونو سره اشنا کړي. په دغه منظرونو کې شنه پټي، مختلف تاريخي مقامات، د اټک قلعه او د هندوانو او سکانو ګڼ شمېر درمسالونه شامل دي.

د خيبر پښتونخوا د ټوريزم کارپوريشن وياند، محمد علي سيد، پاکستان فاورډ ته وويل، "نوی نسل د ريل ګاډي سره بلد نه دی." "دا د سیلانیانو لپاره يوه مختلفه طريقه ده چې د پاکستان ښکلا او تاريخي ځايونه وګوري."

هغه وويل، د مختلفو پوځي عملياتو له کبله د ترهګرو د شړلو نه وروسته، د ترهګرۍ ځپلي خلک ريل ګاډي او د سياحت نورو موقعو ته هرکلی وايي.

په دغه عملياتو کې ضرب عضب عمليات چې په شمالي وزيريستان کې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شول او رد الفساد عمليات چې په ملي کچه د فبرورۍ په مياشت کې پيل شول شامل دي.

علي سيد وويل: "د وسله والو په وړاندې د کامياب پوځي عملياتو نه وروسته، زمونږ خلک د خوندي چاپيريال نه خوند اخلي."

د پېښور واجد جبار، ۱۶کلن، په تېر کال کې اټک ته په سفاري ټرين کې د سفر کولو يادونه راتازه کوي.

دا د هغه په ريل ګاډي کې لومړی سفر وو. هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ما په سکرين باندې ريل ګاډي ليدلي دي خو ما هیڅکله په دې کې سفر نه وو کړی." "زه به نورو ماشومانو ته هم مشوره ورکوم ... چې د دې سفر نه خوند واخلي."

يو بل مطمين مسافره معصومه کلثوم مير په پېښور کې یوه کورنۍ ښځه ده. هغې د يوې ملګري نه د ريل ګاډي په اړه اورېدلي وو او هغې خپل ماشومان په دې ريل ګاډي کې بوتلل.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "حکومت له پکار ده چې په صوبه کې دا ډول کړنو ته وده ورکړي، ځکه چې امنيتي حالت د پخوا په پرتله ډېر ښه دی." "زموږ ماشومانو له تفريحي مواقع پکار دي."

يو نوميالي تاريخ

د ريلوی له مخې، په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د ازادۍ نه وروسته، پاکستان ريلوی د پيښور او د خيبر ايجنسۍ لنډي کوتل تر منځ یو هفته وار سفاري ټرين شروع کړی وو. دغه سروس د مالي زيانونو له کبله ختم شو، خو د ۱۹۹۰ په عشره کې، يو پرايويټ کمپنۍ د پاکستان ريلوی سره په خیبر سفاري ټرين شروع کولو کې مرسته وکړه.

سعید خان، د خيبر پښتونخوا د ټوريزم کارپوريشن وياند، پاکستان فارورډ ته وويل، کله چې ريلوی فيصله وکړه چې سفاري ټرين بيار شروع کړي، نو دې ادارې ته معلومه شوه چې د لنډي کوتل پټلۍ -- چې په ۲۰۱۶ کال کې د سيلاب د وجې تباه شوي وه -- په ښه حالت کې نه وه او په خيبر ايجنسۍ کې امنيتي حالت هم مناسب نه وو.

په نتيجه کې، دغه ريل ګاډی اوس د لنډي کوتل په ځای د پنجاب صوبې اټک ته سفر کوي.

خان وويل: "خلکو د سفاري ټرين شروع کولو مطالبه کوله." هغه زياته کړه، چې دا د کورنۍ لپاره دوستانه او خوندي دی."

علي سيد وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې په امنيت کې په ډراماتیک ډول د ښه والي له کبله، د خیبر پښتونخوا د ټوريزم کارپوريشن پلان لري چې لنډي کوتل ته سفاري ټرين ژر تر ژره بيا شروع کړي.

هغه وويل، دا ډول ريل ګاډی به تفريح برابر کړي او د پام وړ ريونيو به رامنځته کړي.

علي سيد وويل، که چيرې دا خوب رښتيا شي، نو سیلانیان به د اټک او د لنډي کوټل ريل ګاډو افشنونه لري. هغه زياته کړه، "دوی به په يوه هفته کې اټک او لنډي کوتل ته سفر کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لنډي کوتل ته دې د سفاري ريل سروس بیرته بحال شي او دا سروس دې د آټک خورډ سټيشن لپاره هم پيل کړی شي.

ځواب