سياست

تمه کيږي چې سرشمېرنې به په پاکستان کې په سياست او واک باندې اثر وکړي

د سټاف او ای ايف پي لخوا

يو پاکستانې د بينرونو په خوا تيريږي. په دغه بينرونو باندې لیکل شوي چې په اسلام اباد کې به د مارچ په ۱۳مه سر شميرنې شروع کيږي. پاکستان د ۱۹۹۸ نه وروسته په ۲۰۱۷ کال کې سرشمېرنې ترسره کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

يو پاکستانې د بينرونو په خوا تيريږي. په دغه بينرونو باندې لیکل شوي چې په اسلام اباد کې به د مارچ په ۱۳مه سر شميرنې شروع کيږي. پاکستان د ۱۹۹۸ نه وروسته په ۲۰۱۷ کال کې سرشمېرنې ترسره کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام اباد -- د اختياراتو او وفاقي مالي مرستو په باره کې د سياسي خبرو اترو نه وروسته، پاکستان په دې هفته کې تقريبا د دوو عشرو نه وروسته د سرشمېرنې ستره دنده ترسره کوي.

پاکستان چې په تيزۍ سره په کې ابادي زياتيږي په نړۍ کې تر ټولو ډیر نفوس لرونکی شپږم هیواد دی، چې تقريبا ۲۰۰ میلیونه خلک لري. اګر چې د هر لسو کالو نه وروسته د سر شميرنې تر سره کولو يو آيني ضرورت دی، خو پاکستان د ۱۹۹۸ کال نه وروسته سرشمېرنې نه دي ترسره کړي.

د ۱۹۹۸ کال د سرشمېرنې له مخي، پاکستان د ۱۳۲ ميليونو نه زيات نفوس لرل.

دا پروسه به د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۵مه) پیل شي او د ۳۰۰،۰۰۰ نه زيات د ملکي کسانو او د ځواکونو يو ټيم به واستولی شي او د دې لپاره ۵۵ ميليونه فارمونه تيار کړی شوي دي.

دا به د سیاسي پولو، پارلماني سيټونو د تخصيص او د وفاقي فنډونو يو بنياد وي، په داسې حال کې چې دا به د اسلامي اکثریت په هېواد کې د مذهبي اقلیت شمېر په اړه یو روښانه تصوير رامنځته کړي او همدارنګه دا به په لومړي ځل د نر ښځو شمېرنې هم تر سره کړي.

دا سر شميرنې به په دوو پړاوونو کې ترسره کيږي: د پنځلسم مارچ نه د پنځلسم اپریل پورې او د پنځيشتم اپریل نه پنځيشتم می پورې. تمه کيږ چې نتيجې به د جولای په پای کې رامنځته شي.

سیاست او واک

سر شميرنې يو ډير ستونزمن کار دی، چې د راتلونکې ملي پارلماني ټاکنو نه يو کال مخکې تر سره کيږي.

مدثر رضوي، چې د ازاد او عادلانه ټاکنو نيټ ورک پروګرامونو مشر دی، اې ايف پي ته وويل، "پاکستان يو شان ابادي نه لري." "موږ يو شمير قومونه لرو؛ د ۸۰ نه زيات مختلفې ژبې ويلی کيږي. شمېرنې ... د مختلفو قومونو د سياسي واک اندازه لګوي."

کیدی شي چې د طاقتور پنجاب صوبې سیاسي واک د نورو صوبو په مقابله کې په خپله ابادۍ کې د ډير کم زیاتوالي د وجې کمزوري شي.

رضوي وويل: "دا د سیاسي فعالینو لپاره یو ښه کار نه دی." "دا صرف ... د سپريم کورټ د امر د وجې تر سره کیږي."

هېوادوالو ته صرف د نهه ژبو د مورنۍ ژبې په توګه انتخاب کولو افشن ورکړی شوی دی، چې دا د نورو يو شمير ټولنو لپاره د خفګان خبره ده.

دا سر شميرنې به د مذهبي اقلیتونو، په ځانګړې توګه د عيسايانو او هندوانو د شمير په باره کې معلومات برابر کړي. د دې اقليتونو د شمير په اړه اختلاف موجود دي، ځکه چې مخکینی شمير د ۲ نه ۱۰ ميليونو او د وروستنی د ۲.۵ نه ۴.۵ ميليونه پورې دی.

اوسیدونکي ځان د مسلمان، عيسايي، هندو، احمدي يا بل يو قوم په توګه ظاهرولی شي. احمدي د اسلام يوه څانګه ده چې مسلمانان ورته د مرتديانو په توګه ګوري.

خلک به د خپل جنسيت لپاره درې افشنونه لري: نارینه، ښځینه او نر ښځۍ

بله پوښتنه د کورنیو نه د غسل خانو په باره کې تپوس کوي -- دا په پاکستان کې يو مهمه پوښتنه ده. د ملګرو ملتونو د يوې شميرنې مطابق، د خلکو ٪۴۰ برخه په کورونو کې د اوبو سيسټم نه لري، چې دا د ناروغیو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د ناروغیو يو سبب دی.

چټک تياری

تردې وخته پورې په سرشمیرنه کې سیاسي دلچسپي نه وه اخیستل شوي خو سږ کال په چټکۍ سره تیارۍ شروع شوي دي.

د پاکستان د شميرنې بيورو د ۱۰ کلونو لپاره چمتو وه، خو حکومت درې مياشتې وړاندې د سر شميرنې ترسره کولو منظوري ورکړه. په نتيجه کې د پاکستان د شميرنې بيورو ته د کارکوونکو ټريننګ او د پارټيانو او ټولنو يقيني کولو لپاره لږ وخت ورکړې شو.

حسن مهتشامي، چې د ملګرو ملتونو د وګړو فنډ کنټري ډايريکټر دی، ای ايف پي ته وويل: "ډېر محدود وخت ورکړی شوی وو ... چې د شمېرنې د اهميت په اړه په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي."

په پاکستان کې يو شمير خلک خفګان لري چې نږدې دوه ميليونه افغان کډوال، چې زياتره په کې جعلي اسناد لري، د پاکستاني پوښتنو په توګه شمیرل کیدی شي. دا به په مجموعې شمير کې بدلون راولي.

په بلوچستان صوبه کې، چې د هېواد تر ټولو کمه ابادي لري، يوې قومي پارټۍ دا سرشمېرنې رد کړي دي، او دا يې د "ځانمرګي" په توګه وګڼلې ځکه چې د پاکستان د نورو برخو او د افغانستان نه د پښتنو هجرت به بلوچ په خپله سیمه کې یو اقلیت وګرځوي.

پوځ به سيکيوريټې برابروي

د پاکستان د شميرنې بيورو به ۱۱۹،۰۰۰ کسان تعينات کوي چې په دې کې به ۸۴،۰۰۰ د شميرنې کارکونکي شامل وي. دا به په استاذانو او سیمه ایزو چارواکو باندې مشتمل وي چې دوی به هر يو کور ته ځي چې د کورنۍ افرادو شمیرنه ترسره کړي.

د پاکستان پوځ اعلان وکړو چې د دې کار لپاره به ۲۰۰،۰۰۰ پوځيان واستوي، چې په دې کي به ۴۴،۰۰۰ پوځيان په مستقیم ډول ګډون کوي او موازي شمیرنه به ترسره کوي.

د پاکستان د شميرنې بيورو مشر شمير کونکی آصف باجوه وويل، پوځ به د يو "څارونکي" په توګه کار کوي چې د هر ډول زياتې شمېرنې مخنيوی وکړي.

نوموړي ای ايف پي ته وويل: "د يو ځايي کس په توګه، شمير کونکی د پريشر سره هم مخامخ کيدی شي، ځکه چې هر څوک پوهيږي چې زياته ابادي زيات کارونه او د صوبې لپاره زيات سيټونه رامنځته کولی شي. هغه زياته کړه چې هر يو شمير کونکی به يو پوځي لري."

دغه انتظامونه د ملګرو ملتونو لپاره د ناکرارۍ سبب دی، ځکه چې دا د معلوماتو په راټولولو کې د پوځ د رول په اړه اندیښنه لري.

مهتشامي وويل: "د سرشمېرنې په پروسه کې د هر ډول بل پوښتنلیک کارول د پرايويسې اصول سرغړونه ده."

په پېښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې نږدې ۳،۵۰۰ د پوليسو افسران او د فرنټير کور غړي او د ۴،۵۰۰ نه زيات پوځيان به د سر شميرنو د ټيمونه ساتنه کوي.

په خېبرپښتونخوا کې تيارۍ

د خېبرپښتونخوا اوسیدونکي لکه د پېښور سوداګر عزيز احمد د نتيجو په تمه دی.

احمد پاکستان فارورډ ته وويل، شمېرنې "به د وسايلو او سهولتونو په وېش کې ګټورې وي." نوموړي زياته کړه، چې دا سرشمېرنې ليټ شوي دي.

له بلې خوا، په پېښور ښار کې يو سيمه ييز ناظم، نذير محمد، په خلکو باندې زور ورکړو "چې کله چې دوی امنيتي ټيمونه ويني نو انديښمن کیږي دې نه ."

هغه وويل: "خلکو له پکار ده چې صحيح معلومات ورکړي او پکار ده چې د کورنۍ د مشر کمپيوټرايزډ قومي شناختي کارډ وساتي." نوموړي زياته کړه چې د خېبرپښتونخوا ټاکل شوي چارواکي به د سرشمېرنې کار کونکو سره د رضاکارانو په توګه کار کوي ځکه چې چارواکي خپلې سيمې ښه پيژني.

[د پېښور نه جاويد خان په دغه راپور کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په زرګونو پاکستانيان چې په وسطي ايشيا او د نړۍ په نور سيمو کې کار کوي، د هغوی نومونه په سر شميرنې کې نه شميرل کيږي. دوی د کورنۍ سره یا د کورنۍ نه بغير د کار لپاره بهر ته تلي دي. دوی هر کال يا دوه کاله وروسته پاکستان ته راځي. پکار ده چې د هغوی نومونه په سرشميرنې کې شامل کړل شي، ګڼي دا سرشميرنې به صحيح آبادي ونه ښيي.

ځواب

په بلوچستان کې ميشت افغان کډوال د رايې ورکولو حق نه لري؛ افغانانو د بلوچيانو د میلمستيا نه غلطه فايده پورته کړې ده. افغانان، په ځانګړي توګه محمود اچکزۍ، چې هغه په خپله افغانی کډوال دی، پلان لري چې په بلوچستان کې د ۶ ميليونو افغانانو راوستلو له لارې په بلوچستان کې په ووټ بينک کې بدلون راولي. خو ۶ ميلیونه افغانان د منلو وړ نه دي. دوی له پکار ده چې دوی ژر تر ژره افغانستان او يا خیبر پښتونخوا ته بيرته لاړ شي، ځکه چې هلته کې ټول افغانان ميشت دي. بلوچيان ډير ميلمه پال خلک دی، خو اوس دې ۶ ميليونه افغانانو او محمود اچکزۍ له پکار ده چې د بلوچيانو شکريه افغانستان ته په بيرته تلو سره ادا کړي.

ځواب