ځوانان

د پاکستان د ځوانانو تنظيم د سولې پیغام خوروي

عديل سعيد لخوا

د ځوانانو د تروریزم ضد تنظيم چيرمين محمد اصف د فبرورۍ په ۲۲مه په پيښور کې د افراطیت د زيانونو او د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د سولۍ د اهميت په اړه په یو ورکشاپ کې خبرې کوي. [عديل سعید]

د ځوانانو د تروریزم ضد تنظيم چيرمين محمد اصف د فبرورۍ په ۲۲مه په پيښور کې د افراطیت د زيانونو او د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د سولۍ د اهميت په اړه په یو ورکشاپ کې خبرې کوي. [عديل سعید]

پېښور -- د "سولې د سفیرانو" يوه ډله په خیبر پښتونخوا کې جوړيږي. دغه ډله د ځوانانو د تروریزم ضد تنظيم لخوا هڅول شوې ده چې د مذهبي افراطیت او تاوتريخوالي په وړاندې مبارزه وکړي.

د تروریزم ضد د ځوانانو تنظيم چيرمين محمد اصف پاکستان فارورډ ته وويل، "په دې حالاتو کې لکه څنګه چې مونږ وينو چې ترهګر ... په بې رحمۍ سره بې ګناه هېوادوال وژني چې په دې کې نارینه، ښځې او حتی ماشومان هم شامل دي. دا د هر يو وګړي لپاره ضروري ده چې د ظلم خلاف اواز پورته کړي او د سولې پيغام خپرولو له لارې د" سولې د سفيرانو" په توګه خدمت وکړي."

هغه وويل: "دغه تنظيم په عمومي توګه په پاکستان کې او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا کې د چاودنو د يوی لړۍ نه وروسته په ۲۰۱۰ کال کې قائم شو. دغه تنظيم په سلګونه خلک په دې خبره قايل کړي دي چې دوی د سولې د سفیرانو په توګه خدمت وکړي."

"موږ يو شمير غړي لرو چې هغوی ... په خپلو سيمو کې د سولې د اهميت، تاوتریخوالي او افراطیت د زيان په هکله په خلکو کې پوهاوي رامنځته کوي."

د تروریزم ضد د ځوانانو تنظيم جنرل سيکريټري سيد عباس شاه وويل، ترهګرو د پاکستان د خلکو ژوند او ملکيت ته ډير زيات زيان رسولی دی، او د خلکو زيات شمیر د دې ګواښ سره مبارزه کولو کې دلچسپي لري.

هغه پاکستان فاررورډ ته وويل: "کله چې ځوانانو د تروریزم ضد تنظیم جوړ کړو، نو دې ډير لږ غړي لرل." "خو د وخت تیریدلو سره، خلک له مونږ سره یوځای شول، چې زمونږ د غړو شميره سلګونو ته ورسيدله."

هغه وويل: "وسله والو چې د پاکستان د خلکو سره کوم ظلمونه کړي دي په لفظونو کې نه شي بيانيدې."

عباس وويل، د ځوانانو د تروریزم ضد تنظيم موخه دا ده چې "د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې د تروریزم ضد فعاليتونو په هکله پوهاوي رامنځته کړي."

هغه وويل، دا په هغه کسانو کې کوم چې په بمي چاودنو کې بچ پاتي شوي دي پوهاوي رامځته کوي چې د هغوی سره د حکومت او نورو اړوندو ادارو نه د مالي مرستې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم د هغه يتيمانو سره هم مالي مرسته کوي د کومو چې مور او پلار په تروريستي بريدونو کې وژل شوي وو. دا تنظيم هغوی ته وړيا تعليم هم برابروي.

'ټولو وګړو لپاره پکار ده چې د ترهګرۍ په وړاندې ودريږي'

د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم نايب چيرمين ميا فضل داد وويل: "د ځوانانو د تروریزم ضد تنظيم د تېرو اوو کلونو راهیسې په خپلې مرستې سره د مذهبي افراطیت اور ختمولو لپاره کار کوي." هغه دا خبره هم څرګنده کړه چې د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم د ورکشاپونو د تمويل لپاره د خپلو افسرانو د جيبونو نه فنډونه ترلاسه کوي.

فضل داد په پېښور کې د فبرورۍ په ۲۲مه د پوهاوي په اړه په يو ورکشاپ کې ګډونوالو ته وويل، دا د ټولو وګړو لپاره ضروري ده، په ځانګړې توګه د ځوانانو لپاره، چي د تروریزم په وړاندې ودرېږي او بشریت د تباهۍ نه بچ وساتي.

هغه وويل: "زموږ مقصد سوله ‌بحالول دي." "د دې سپيڅلي هدف ترلاسه کولو لپاره، موږ خپله وينه تويولو او يا خپل ژوند قرباني کولو ته تيار يو."

هغه په ورکشاپ کې په ګډونوالو باندې زور ورکړو چې په خپلو اړوندو ټولنو کې د سولې پیغام خپور کړي او نورو ته ووايي چې د امنیتي ځواکونو سره همکاري کولو او د هغوی سره متحد پاتې کيدلو سره تروریستي پلانونه ناکامه کړي.

هغه وويل: "امنیتي ځواکونه [يوازې] د دې ګواښ سره جګړه کولی نه شي." "خلکو له پکار ده چې په دې هکله خپل رول ولوبوي او د هغوی سره د دې ګواښ نه په خلاصي ترلاسه کولو کې مرسته وکړي."

د تروريزم ضد د ځوانانو تنظيم چيرمين اصف وويل: "د سولې خپرولو او افراطیت سره مبارزه کولو کې، د سولې سفیران د سخت زيانونو سره مخامخ دي، حتی چې د دوی ژوند ته ګواښونه هم موجود دي."

اصف وويل، چې هغه په منظمه توګه د تليفون له لارې ګواښونه ترلاسه کوي.

حتی چې نامعلومو وسلوالو د فبرورۍ په ۷ مه د آصف په ۱۰ کلن زوی باندې بريد وکړو او د هغه په سر يې د ښيښو ګزار وکړو. دغه هلک ته د يو شمير ټانکو ضرورت وو.

اصف وويل، چې درې کاله وړاندې، د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم د يو بل فعال کس زوی اغوا کړی شو او ووژل شو. پولیسو په دغه پيښه کې دوه کسان ونیول؛ یو کس ته تل عمر لپاره د جيل سزا ورکړی شوه، او يو بل کس تر اوسه پورې د عدالتي کاروايۍ نه تيريږي.

د سولې فعالین خبرې کوي

پرويز خان، چې د تروريز ضد د ځوانانو تنظيم لخوا د پوهاوې په اړه ورکشاپ کې د فبرورۍ په ۲۲مه ګډون وکړو، وويل: "زموږ په ټولنه کې د سولې خپرولو دنده یوه ډیره ستونزمنه دنده ده، ځکه چې زموږ ټولنه د ترهګرۍ په موټې کې ده او دښمن پټ دی."

پروېز وويل، هغه فيصله وکړه چې د تروريزم ضد د ځوانانو تنظيم يو غړی جوړ شي"ځکه چې زه په خپل هېواد او سیمه کې سوله غواړم."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د سولې نه بغير پرمختګ نه شو کولی، او که چيرې دې ته زما د مرستې ضرورت وي، نو زه به په دې کې په بشپړه توګه برخه واخلم."

پروېز وويل، هغه د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم څخه وغوښتل چې د پيښور په مومن ټاون کې په خپله ټولنه کې راتلونکې د پوهاوي غونډه منعقد کړي له دې امله چې دوی خپلو خپلوانو او ملګرو ته د سولې پيغام ورسوي.

۲۰ کلن بشارت علي، چې د کالج يو طالب علم دی او د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم په پوهاوي ورکشاپ کې یې په لومړي ځل ګډون وکړو، د سولې سفير جوړولو لپاره خپله اراده څرګنده کړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه د ځوانانو د تروريزم ضد تنظيم د مشن نه ډير متاثره يم، ځکه چې بې قانوني زمونږ لپاره يوه لويه ستونزه ده." "دا نه یوازې زموږ په پرمختګ اغیزه کوي بلکه زموږ د ژوند لپاره هم يو خطر دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ځوانانو د تروريزم ضد د تنظيم لخوا لوی کار کیږي

ځواب

ډېر ښه.

ځواب

مننه ښاغلیه! موږ ستاسو شکريه ادا کوو چې تاسو د سولې لپاره او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې زموږ د کوششونو ستاينه وکړه. د الله په فضل سره، زه اوس د دې تنظيم فعال غړی يم. ان شاء الله، موږ به يوځای په هيواد او په ټوله نړۍ کې امن رامنځته کوو. مونږ ته ستاسو په شان د وروريانو د مرستې ضرورت دی.

ځواب