امنیت

تمه کيږي چې د خېبرپښتونخوا د پولیسو نوی ايکټ به نظم او قانون ښه کړي

جاويد خان لخوا

يو پوليس افسر د فبرورۍ په ۹مه د صوابۍ عدالت ساتنه کوي. خیبر پښتونخوا د جنورۍ په ۲۴مه یو نوی قانون منظور کړو. تمه کيږي چې دا به په صوبه کې نظم او قانون ښه کړي. [جاويد خان]

يو پوليس افسر د فبرورۍ په ۹مه د صوابۍ عدالت ساتنه کوي. خیبر پښتونخوا د جنورۍ په ۲۴مه یو نوی قانون منظور کړو. تمه کيږي چې دا به په صوبه کې نظم او قانون ښه کړي. [جاويد خان]

پېښور -- چارواکي وايي، د نوي قانون مطابق، چې د يوی مياشتې نه يې زياته موده وشوه، د خیبر پښتونخوا پولیس ډير زيات خپلواکه، غير سياسي او ذمه دار شوي دي.

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د خېبرپښتونخوا د پولیسو ايکټ ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۲۴مه منظور کړو.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ناصر خان دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "نوی قانون به د ځواکونو کارکردګي ښه کړي ځکه چې دا به سیاسي مداخلت ختم کړي."

هغه وويل، د پوليسو په کارکردګۍ کې د ښه والي په وجه به په دغه صوبه کې چې مخکې په مشکلاتو کې ګیر وه، نظم او قانون ښه شي.

هغه وويل، د دې قانون له مخې، په صوبايي او ډسټرکټ کچه، د پولیسو ځواکونه به ټاکل شوي ادارو ته ځواب ورکوي.

دراني وويل: "د پبلک سيفټي کمیسیونونه په ټاکل شوي استازو باندې مشتمل دي چې دوی به په ډسټرکټ او صوبايي کچه هر کال لږ تر لږه دوه ميټنګونه کوي چې په خپلو اړوندو سیمو کې د ځواکونو د کارکرګۍ جايزه واخلي."

سربیره پردې، دا قانون د پوليسو انسپکټر جنرل ته اختيارات ورکوي چې د وزير اعلی سره د سلا مشورې نه بغير د لوړ پوړو پولیس افسران -- چې په دې کي د پوليسو ایډیشنیل انسپکټر جنرل، د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل او ډسټرکټ پوليس افسران شامل دي -- وټاکي. پخوا به د لوړو پوړو افسرانو ټاکلو لپاره د وزير اعلی سره مشوره ضروري وه.

"لکه څنګه چې د نظم او قانون برقرار ساتل د پوليسو د مشر دنده ده، نو هغه له پکار ده چې هغه په خپله مناسب افسران تعينات کړي او هيڅ يو کس له نه ده پکار چې د دغه ځواک په چارو کې لاسوهنه وکړي." دراني زياته کړه، چې حکومت د نوي قانون په رڼا کې د پوليسو انسپکټر جنرل او پوليس تر کنټرول لاندې ساتي.

دراني وويل: "د د خیبر پښتونخوا پوليسو د ترهګرۍ له منځه وړلو کې یو غيرمعمولي رول لوبولی دی." "اوس به دغه ځواک په یوه موثره توګه د خلکو خدمت کوي."

د پوليسو په کارکردګۍ او د عام خلکو په تحفظ کې ښه والی راوستل

د خیبر پښتونخوا د پولیسو قانون ۲۰۱۷ هم د ځواک په دې وروستيو کې پيل شوي يو شمېر پروجيکټونو ته قانوني حيثيت ورکړو.

په دې کې د تروریزم سره د مبارزې ځواک، په نوښار کې د ايليټ پوليسو د تربيت مرکز، او د پوليسو شپږ خاص سکولونه : د چاوديدونکي توکو کابو کولو سکول (نوښار)، د تحقيقاتو سکول (پېښور)، د تاکتيکونو سکول (پېښور)، د عامه بې نظمۍ او بلوا کابو کولو سکول (مردان)، د استخباراتو سکول (ایبټ اباد)، او د معلوماتي ټيکنالوجۍ سکول (پیښور) شامل دي.

دې قانون د شخړو حل کولو کونسل، د پولیسو ايکسس سروس او د پولیسو د مرستې لينونو، چې مخکې به يې د ايګزيکيټيو آرډر له لارې کار کولو، ته هم قانوني حثيت ورکړو.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د جنورۍ په ۲۵مه وويل، "موږ دغه ځواک په بشپړه توګه خپلواکه جوړ کړی دی او د سياستدانانو د منګولو نه ازاد کړی دی."

هغه وويل، د حکومت کار دا دی چې قوانین جوړ کړي، په داسې حال کې چې د پوليسو افسرانو له پکار ده چې خپلې ادارې وچلوي. هغه زياته کړه، کمیسیونونه چې په ټاکل شوي استازو باندې مشتمل دي جوړ کړې شوي دي چې د پوليسو په ځواکونو باندې نظر وساتي.

خټک وويل: "سيسټم او ادارې به هله ښه وي که چيرې دا د سیاسي مداخلت نه پاک وي."

هغه وويل: "نوی قانون به د خېبرپښتونخوا پولیسو کارکردګۍ ته وده ورکړي، چې دا له مخکې نه په کارکردګۍ کې د نورو صوبو د پوليسو نه ښه ده."

نثار محمود، چې په پېښور کې يو سينير خبریال دی او د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ کوريج کوي، د دې خبرې سره موافقه وکړه چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو ايکټ ۲۰۱۷ به ځواک ښه کړي او په نتيجه کې به نظم او قانون هم ښه شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "که چيرې د لوړ پوړو چارواکو لپاره د احتساب یو مناسب سيسټم موجود وي، نو بيا پولیسو ته په زيات واک ورکولو کې څه زيان نشته چې دوی د هر ډول سیاسي مداخلت نه بغير خپلې ادارې وچلوي." هغه زياته کړه چې د پوليسو په فعاليتونو کې سیاسي مداخلت يوازې د پوليسو کارکردګۍ ته زيان رسوي.

د پولیسو افسران وايي چې دوی ته هدايات ورکړل شوي دي چې دغه قانون په هر ډول عملي کړي.

د صوابۍ ډي پي او صهيب اشرف پاکستان پاکستان فارورډ ته وويل: " د پوليسو انسپکټر جنرل د فبروری په لومړۍ هفته کې په بيلو بيلو غونډو کې ټولو ډسټرکټ پوليسو افسرانو او سب ډويژنل پوليسو افسرانو ته هدايات ورکړي دي چې د صوبې خلکو له پکار ده چې ژر تر ژره د نوي قانون نه ګټه پورته کړي."

هغه زياته کړه، د خېبرپښتونخوا حکومت پبلک لايزن کونسلونه جوړوي چې د ملکي کسانو او پوليسو ترمنځ اړیکو کې مرسته وکړي.

اشرف وويل: "پکار ده چې هر يو کونسل په ٪۷۰ ټاکل شوي کونسلرانو او ناظمانو او په ٪۳۰ مشرانو چې ښه شهرت لري مشتمل وي [...] چې د خلکو او پوليسو تر منځ خلا ختمه کړي، کومه چې د ډېر ښه نظم او قانون لپاره ضروري ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغې مقالې مطالعه دا څرګندوي چې د سیاسي اشرافيې رول د کميدو پر ځای زيات شوی دی. د رسمي رول نه بغير، سیاسي اشرافيه د پوليسو په کار کې لاس وهي. اوس د رسمي رول نه وروسته، مونږ فکر کوو چې دوی به څه کوي. خو دا به د پوليسو او سياستوالو تر منځ 'ښه' اړیکې رامنځته کولو کې مرسته وکړي. 'بدل په بدل خلاصيږي' ډول به د دې نتيجه وي.

ځواب