اقتصاد

د ایکو هیوادونو ژمنه وکړه چې اورپکۍ ته ماتې او اقتصاد ته وده ورکړي

جاويد محمود لخوا

د اقتصادي همکارۍ سازمان د هیوادونو مشرانو په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د مارچ په لومړۍ نيټه ژمنه وکړه چې اورپکۍ ته به ماتې ورکړي او په جنوبي او مرکزي آسیا کې به همکارۍ او ثبات ته وده ورکړي. [د نيهات زيبکسي ټویټر اکاونټ]

د اقتصادي همکارۍ سازمان د هیوادونو مشرانو په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د مارچ په لومړۍ نيټه ژمنه وکړه چې اورپکۍ ته به ماتې ورکړي او په جنوبي او مرکزي آسیا کې به همکارۍ او ثبات ته وده ورکړي. [د نيهات زيبکسي ټویټر اکاونټ]

اسلام اباد - د اقتصادي همکارۍ سازمان مشرانو ژمنه وکړه چې اورپکۍ ته به ماتې او په جنوبي او مرکزي اسيا کې اقتصادي همکارۍ او ثبات ته به وده ورکړي.

د لسو هیوادنو دغه ډلې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸مه او د مارچ په ۱م) په اسلام آباد کې په يو کانفرنس کې ګډون وکړو. د دې سازمان غړي په افغانستان، پاکستان او د شوروي اتحاد مرکزي آسیا ټول پنځه پخواني هيوادونو باندې مشتمل دي.

په دې سمینار کې، د ایکو ۱۰ هیوادونو د مشرانو نه علاوه، د ملګرو ملتونو او د ځينوغیر غړو دوستانه هیوادونو چارواکو ګډون وکړو.

د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف د مارچ په لومړۍ ورځ د خبرو د وروستۍ ورځې مشري وکړه. د پاکستان تلويزيون دغه کانفرنس لايو خپروي.

نواز شریف په اختتامي خطاب کې وويل، د سولې او ثبات يقيني کولو لپاره چې په کومو چيلنجونو غلبه ترلاسه کول دي هغه: "افراطیت، تروریزم او د نشه يي توکو سمګلنګ دی."

هغه وويل، پاکستان به په سمندر کې، په ځمکه او هوايي اړيکو کې همغږۍ ته وده ورکړي او پاکستان غواړي چې د سیمې د پرمختګ لپاره مختلف صنعتونه ولګوي. هغه زياته کړه، چې يوه بله ترجيح د شمال-جنوب اړیکو ته وده ورکول دي.

د اورپکۍ او اسلاموفوبيا سره مبارزه کول

د ایکو هيوادونو مشرانو په ګډه موافقه وکړه چې د اورپکۍ سره به په ګډه مبارزه وکړي او د سیمې اقتصاد ته به وده ورکړي.

د ترکي صدر رجب طيب اردوغان په کانفرنس کې وويل، "موږ بايد د داعش او نورو هغه وسله والو ډلو مخنيوی وکړو کوم چې په مختلفو هیوادونو کې جګړه کوي."

هغه د سیمه ییز اړيکو او اقتصادي پرمختګ لپاره په کوششونو باندې زور ورکړو او دا تجويز يې وړاندې کړو چې قبرس دې د ایکو غړی وګړځولی شي.

د آذربايجان صدر الهام علي يوف وويل، "موږ بايد ... نړۍ ته ووايو چې اسلام د سولې دین دی." هغه د هغه اسلاموفوبيا غندنه وکړه کومه چې اسلام د ترهګرۍ سره يو ځای کوي.

په پاکستان کې د افغان سفير عمر زاخیلوال وويل: "پکار ده چې سوله او اړيکې دې په مجموعي توګه بحال کړی شي."

هغه وويل، د ريل ټرانزیټ، سړکونو، سياحت سکتور، تعليم او د ټکنالوژۍ پرمختيا په افغانستان او د ایکو نورو هیوادونو کې د ترقۍ لپاره ډيره مهمه ده. هغه د سوداګرۍ د هغه خنډونو چې سیمه ییزې سوداګرۍ په شا تمبوي، لرې کولو باندې هم زور ورکړو.

په حاليه هفتو کې په تروريستي بريدونو کې د زياتوالي نه وروسته، پاکستان په دې وروستيو کې د افغانستان سره پوله بنده کړه.

د سوداګرۍ خنډونه لرې کول

د مرکزي اسيا مشرانو هم د اقتصادي همکارۍ لپاره غوښتنه وکړه.

دقازقستان وزير اعظم باقىتجان ساعىنتايوف په انرژۍ کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه دا خبره نوټ کړه چې د هغه د تيلو او ګيس نه مالامال هیواد د يورپ سره تعقلقات جوړوي. د ايکو غړي هم د دغې تعلقاتو ملاتړ کوي.

د قرغزستان وزير اعظم سورنبې جینبکف په اقتصادي مرستو کې په "چټک پرمختګ" باندې زور ورکړو.

بکيت بکتيف، چې په بشکيک کې يو سياسي کارپوه دی، د پولې دواړو خواوو ته د سامان ټرانسپورټ کولو په مثال ورکولو سره وويل، ایکو کانفرنس د جینبکف لپاره يوه ښه موقع وه چې د ګټورې همکارۍ په اړه بحث وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "چې د قرغزستان تر ټوله لنډه سمندري لاره د تورګارټ، کاشغر او اسلام ا‌باد نه تیرېږي او د ګوادر په بندر باندې ختميږي."

هغه وويل: "د منځنۍ آسیا ټولو هیوادونو کارګو په قرغزستان کې د تورګاټ پاس له لارې لېږدول کيدی شي." هغه زياته کړه، چې دا "به د قرغزستان اقتصادي پرمختګ لپاره يوه ستره سرچينه" وي.

د کاسا-۱۰۰۰ پروجيکټ د ترقۍ په لار روان دی

د کانفرنس نه وروسته، شریف د مختلفو ګډونوالو سره په خصوصي ډول وکتل، چې په دې کې د تاجکستان صدر امام علی رحمان شامل وو.

راډيو پاکستان راپور ورکړو، "دواړو مشرانو په اقتصادي برخو کې په ځانګړي ډول د کاسا-۱۰۰۰ پروجيکټ تر اوسه پورې پرمختګ باندي اطمينان څرګند کړو. دغه پروجيکټ به ډیر ژر د جوړولو په پړاو کې داخل شي." راډيو پاکستان زياته کړه چې شریف او رحمان دواړو "په سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي همکارۍ باندې زور ورکړو.

د مرکزي آسيا جنوبي اسيا د بجلۍ لېږدولو پروجيکټ د نړیوال بينک پروجيکټ دی چې د تیرې مۍ په مياشت کې شروع شوی وو. د دغه پروجيکټ موخه په سیمه کې د بجلۍ مارکيټ جوړل دي.

په تاجکستان کې د دوشنبې جاخونګير بابيف وويل: "دې کانفرنس په سیمه ایزې همکارۍ کې يو بل پړاو رامنځته کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په دې وروستيو کې، د کاسا-۱۰۰۰ پروجيکټ پلي کولو په اړه ډير بحثونه شوي دي." "[رحمان] ژمنه وکړه چې د اسلام آباد کې په غونډو کې به دا یقیني کړي چې ټول هيوادونه -- تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان -- دې په سمه توګه دا پروجيکټ عملي کړي."

د پاکستان څارونکي تجزيه کوي

د پاکستان ژورنالیستانو او کارپوهانو دې کانفرنس ته هرکلې وکړو ځکه چې دا يو چانس دی چې د ترهګرۍ په وړاندې سيمه بيز يووالې قوي کړي او اقتصاد ته وده ورکړي.

په اسلام آباد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر، امتياز ګل، په سيند صوبه کې په صوفي زيارت باندې د داعش يو بمي چاودنې ته په اشاره کولو وويل: "د ایکو يو شمیر غړو لکه پاکستان، افغانستان او ترکي د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه حالت سره مخامخ دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ټول سیمه ییز هیوادونه باید د تروریزم کنټرولو لپاره کوششونه وکړي."

هغه وويل، په کانفرنس کې د ایکو هیوادونو او نورو متحدینو ګډون د اورپکۍ په وړاندې جګړې لپاره د هغوی ژمنه او د سوکالۍ رامنځته کول په ګوته کوي.

اشفاق حسن خان، چې په اسلام اباد کې په نيشنل يونيورسټي آف ساينسز اينډ ټيکنالوژۍ کې د سوشل ساينسز اينډ هيومينيټيز مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، ایکو په سیمه بيز اقتصادي پرمختګ کې "ډیر مهم رول" لري.

هغه د ايکو هيوادونو طبيعي ګيس، سکاره، قميتي کاڼو، او نورو طبیعي سرچینو ته اشاره وکړه او تجويز يې وړاندې کړو چې د اقتصادي همکارۍ ګړندي کولو لپاره دې یو میکانیزم جوړ کړې شي.

علي ناصر، چې په کراچۍ کې د بزنس پلس تلويزيون يو سينير اينکر دی، وويل، د ايکو هیوادونه باید د سړک او د ريل لنکونو ته پراختيا ورکړي، او په سفري او کلتوري اړيکو کې مرسته وکړي چې د نړيوال سوداګرۍ او روڼتيا نه ګټه پورته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ایکو بايد ... يورپ ته د ورننوتلو لپاره يوه موقع رامنځته کړي چې د نړيوال بازار ته لاسرسی ترلاسه کړي او د سرمايه کارۍ لپاره ټوريزم او نورې وسيلې رامنځته کړي."

د بشکيک، قرغزستان نه عرکين کاميف او د دوشنبې، تاجکستان نه نادين بهروم په دغه راپور برابرولو کې مرسته کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500