تروريزم

عالمانو د اسلام د نوم بدۍ له امله افغان اورپکي وغندل

د نجیب الله راپور

افغان ویرکوونکي د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۳مه، د خواوشا ۲۷ هغو قربانیانو تابوتونه انتقالوي چې په کابل کې په یوه جومات کې د بمي حملې پر وخت ووژل شول او داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست. [شاه مری/ ای ایف پي]

افغان ویرکوونکي د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۳مه، د خواوشا ۲۷ هغو قربانیانو تابوتونه انتقالوي چې په کابل کې په یوه جومات کې د بمي حملې پر وخت ووژل شول او داعش یې مسؤلیت پر غاړه واخیست. [شاه مری/ ای ایف پي]

کابل -- افغان دیني عالمان وایي، په افغانستان کې د اورپکو عملونه د اسلامي اصولو خلاف دي او بالاخره اسلام نوم بدی کوي.

هغوی وایي، په ځانګړې توګه، د «جهاد» تر نامه لاندې ځانمرګي بمي بریدونه او تاوتریخوالی د اسلام د لارښوونو پر ضد کار دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور له مخې، تیر کال، له ۳۵۰۰ څخه د ډیرو ماشومانو په ګډون نژدې ۱۱۵۰۰ ملکي خلک په افغانستان کې د اورپکو په حملو کې ووژل شول یا ټپي شول.

په کابل کې د یوې دینې مدرسې شاګرد محمد معصوم وویل، «د بې ګناه خلکو وژنه د اسلام د لارښوونو له مخې یوه لویه ګناه ده،»

هغه د اورپکو په حملو کې د ملکي خلکو د تلفاتو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل، د اورپکو عمل د اسلامي اصولو پر ضد کار دی او په دې توګه نشي کولی چې له اسلام سره ارتباط ورکول شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، له دې سره سره هم بې وجدانه اورپکي د ملکي خلکو وژنې ته دوام ورکوي.

افغان دیني عالمان په دې ټکي سره متفق دي.

یوه افغان دیني عالم مولوي عبدالاحمد جبار وویل، د ملکي خلکو وژل او د ځانمرګیو بمي بریدونو ترسره کول د اسلام د اساساتو خلاف کار دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اسلام د پخلاینې، سولې او ارام دین دی، خو اورپکي یې په مکمله توګه یو مختلف تصویر وړاندې کوي،»

یوه افغان دیني عالم محمد سالم حسني سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، اورپکي په خپلو غلطو او یو طرفه تعبیرونو سره د اسلام یو له تاوتریخوالي نه ډک تصویر نړۍ ته ورښیي.»

دیني عالمان، د سیاسي ګوندونو مشران او قانون جوړوونکي د جنورۍ په لومړیو ورځو کې سره راټول شول چې په افغانستان کې د زغم کلتور ته وده ورکړي او اورپکي دې ته تشویق کړي چې تاو تریخوالی بس کړي.

برخه والو داسې نتیجه واخیسته چې، طالبان او داعش د دین په هکله بشپړ معلومات نه لري او د افغانستان ارضي تمامیت له ګواښ سره مخامخ کوي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د افغان د ولسي جرګې غړي میرویس یاسینی د جنورۍ د ۵ مې په سیمینار کې وویل، «د داعش نظریه یوه غلطه نظریه ده، هغوی دین په غلط ډول تفسیروي، هغوی د دین په هکله نه پوهیږي، هغوی یوازې د مذهب تصویر ویجاړوي،»

د جهاد غلط تفسیر

عالمان وایي، اورپکي اکثر وختونه د خپل تاوتریخوالي او غیراسلامي عملونو د توجیه کولو لپاره د «جهاد» بهانه وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د دغو ډلو عملونه له «جهاد» سره هیڅ ارتباط نه لري.

حسني وویل، «په اسلام کې، یوه کار ته هغه وخت جهاد ویل کیږي چې هغه د اسلامي ټولنې د وقار د ساتنې سبب ګرځي، او مسلمانانو ته ارام او افتخار راوړي،»

هغه وویل، «هغه څه چې د حکومت مخالفان یې جهاد ګڼي هغه له سره جهاد نه دی، ځکه چې د دغو ډلو عملونه، چې په حقیقت کې د تاوتریخوالي ښودنه ده، د خلکو د سپکاوي او بې اتفاقۍ سبب ګرځېدلي دي،»

یوه بل دیني عالم ولی الله لبیب وویل، د اورپکو د عملونو یوه ډیره کوچنۍ برخه په اسلامي اساساتو برابره ده په داسې حال کې چې نور یې په بشپړ ډول له اسلام سره مخالف دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه اورپکي دا ډول غیر اسلامي عملونه یا د خپل جهالت له امله ترسره کوي یا د دې حقیقت په اساس چې هغوی په مکمل ډول د اسلام له دایرې څخه وتلي دي،»

هغه وویل، «سره له دې چې په افغان حکومت کې فساد موجود دی، د یوه اسلامي حکومت پر ضد جګړه کول په هیڅ صورت سره جهاد نشي ګڼل کیدلی.»

هغه وویل، سربیره پر دې، د اورپکو یو له اساسي تکتیکونو څخه ځانمرګي بمي بریدونه دي، چې اسلام ورته هیڅکله اجازه نه ورکوي.

هغه وویل، ځکه یو خو دا چې ځانمرګي بریدونه اکثر وختونه د ملکي خلکو د تلفاتو سبب کیږي، او دویم دا چې ځانوژنه پخپله ممنوع ده.

لبیب وویل، «هیڅ اسلامي کتاب او لارښوونې دا اجازه نه ورکوي چې څوک دې ځانوژنه ترسره کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500