تروريزم

زیاته توقع کيږي چې رینجر به په پنجاب کې د وسله وال بريدونو کچه راټيټه کړي

جاويد محمود لخوا

پاکستاني رينجرز د ويډيوپه يو سکرين شاټ کښې په ۲۰۱۶ کال کې په يو پريډ کې ښودل شوې دي. توقع کيږي چې د دوی استول به په پنجاب کې د وسله وال بريدونو کچه راټيټه کړي.

پاکستاني رينجرز د ويډيوپه يو سکرين شاټ کښې په ۲۰۱۶ کال کې په يو پريډ کې ښودل شوې دي. توقع کيږي چې د دوی استول به په پنجاب کې د وسله وال بريدونو کچه راټيټه کړي.

اسلام اباد -- د ناوړه تروريستي بريدونو لړۍ په ملي کچه د پنجاب حکومت مجبوره کړو چې د نيم پوځي رینجرو مرسته ترلاسه کړي چې د وسله وال بريدونو کچه راټيټه کړي.

وفاقي حکومت په پنجاب کې د ۶۰ ورځو لپاره د رينجرو استولو منظوري ورکړه، چې د چهارشنبې ورځې (د فبرورۍ د ۲۲مې نيټې) نه عملي شوي ده.

پاکستان په تیرو دوو هفتو کې د يو شمير وژونکې تروریستي بریدونو سره مخامخ شوی دی. په نورو بريدونو کې، یو ځانمرګي بريد په سیند صوبه کې په صوفي زيارت کې د فبرورۍ په ۱۶مه رامنځته شو، چې په لسګونو کسان په کې ووژل شول او په سلګونونور ژوبل شول. په داسې حال کې چې څلور ځانمرګي بريد کوونکو د فبرورۍ په ۱۵مه پيښور او مهمند په نښه کړو، او یو بل ځانمرګي بريد د فبرورۍ په ۱۳مه لاهور په نښه کړو.

د وزارت وياند، سرفراز حسین، پاکستان فارورډ ته وويل، د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په اسلام اباد کې د یو لوړ پوړې کميټۍ په غونډه کې د رينجرو استولو غوښتنه منظور کړه.

د پنجاب حکومت د فبرورۍ په ۱۹مه دغه غوښتنه وکړه.

توقعات لوړ دي

څارونکي تمه لري چې رينجر به په وسله وال ګواښ کمولو کې ډيره مرسته وکړي.

په پیښور کې د امنیتي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل، په پنجاب کې به د هغوی استول "خامخا نظم او قانون ښه کړي او اورپکۍ ته به يو ګوزار ورکړي."

شاه وويل چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د بغاوت ضد رعد الفساد عملياتو (د تاوتريخوالۍ رد) کې ګډون کوي، چې پوځ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۲ مه) په ټول هيواد کې پيل کړل.

هوايي ځواک، سمندري ځواک، رينجر او پولیس هم په دې عملیاتو کې شامل دي.

هغه زياته کړه، دغه ځواکونه به په استخباراتي رپوټونو تکيه کوي چې په ټول هيواد کې د وسله والو پټنځايونو او د هغوی د فعالیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

شاه پيش ګويي وکړه چې پاکستان اوسمهال د ګڼ شمیر وسله والو ډلو سره جنګيږي- - تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، لشکر جنګوي او داعش -- خو رعد الفساد عمليات به د تروریزم حاليه کچه راټيټه کړي.

هغه وويل، چې پوځ فيصله کړې چې خپل استخباراتي میکانیزم پیاوړی کړي چې د ترهګرۍ د هغه بريدونو سره مقابله وکړي کوم چې د افغانستان نه په پاکستان کې دننه ترسره کيږي.

شاه وويل، پوځ اراده لري چې په ټول هيواد کې د ترهګرۍ پر ضد د عمل ملي پلان عملي کړي.

په ۲۰۱۴ کال کې د دسمبر په مياشت کې په پيښور کې په آرمې پبلک سکول باندې د تروریستي بريد چې د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او استاذان په کې ووژل شول نه ډير ژر وروسته، وفاقي حکومت د عمل ملي پلان عملي کولو حکم ورکړو، خو يو شمیر څارونکو د دې کوششونو په اړه پوښتنې لرلې.

وګړي په نښه کول

شنونکي وايي چې په دې حاليه بريدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې يوه وجه دا هم ده چې ترهګر توان نه لري چې د سخت امنيتي ځواکونو سره مقابله وکړي.

آصف چوهدري، چې په لاهور کې د امنیت په اړه يو ليکوال دی او د ډان خبري اژانس لپاره کار کوي، پاکستان فارورډ ته وويل: "ترهګرو په پنجاب کې د مايوسۍ د وجې عام خلک په نښه کول پيل کړل."

چوهدري وويل، په ۲۰۱۶ کال کې، د پنجاب حکومت د يو شمير ترهګرو نيولو او وژلو له لارې د ترهګرو توان ته دومره زيان ورسوو چې هغوی په امنيتي ځواکونو او په تاسيساتو --- چې د هغوی پخواني هدفونه ول -- باندې د حملې کولو توان له لاسه ورکړو.

هغه وويل، په ۲۰۱۶ کال کې، په پنجاب کې د ستر تروریستي بریدونو شمير د اتو کالو په پرتله کم وو ځکه چې استخباراتي ادارو او د صوبايي پوليسو د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په ګډه يو شميرعمليات ترسره کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500