تروريزم

د ایران په ملاتړ مليشې په سوریه کې د جګړې لپاره پاکستانيان او افغانان بهرتي کوي

عبدل غني کاکړ لخوا

د فاطمیون بريګيډ، د افغان شيعه مليشا چې د ایران د افسرانو تر کمانډ لاندې جګړه کوي، په دسمبرکې د سوريې په پالمیرا کې د حکومت پلوه ځواکونو تر څنګ جګړه وکړه. [تسنیم خبري آژانس]

د فاطمیون بريګيډ، د افغان شيعه مليشا چې د ایران د افسرانو تر کمانډ لاندې جګړه کوي، په دسمبرکې د سوريې په پالمیرا کې د حکومت پلوه ځواکونو تر څنګ جګړه وکړه. [تسنیم خبري آژانس]

کوټه -- د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول سره تړاو لرونکي ملیشې د افغانستان او پاکستان شيعه مسلمانان بهرتي کوي چې په سوريه کې د صدر بشار الاسد په حق کې جګړه وکړي.

د پاکستان د ملي دفاع وزارت يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل: "فاطميون بريګيډ چې په افغاني شيعه ګانو او زينبيون بريګيډ چې په پاکستاني شيعه ملیشه باندې مشتمل دي په پراخه توګه شيعه وسلوال بهرتي کوي چې په سوريه کې د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول حزب الله او د ايران په ملاتړ د نورو عراقي ملیشو تر څنګ جګړه وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د استخدام وروسته، شيعه جنګياليانو ته د استولو نه مخکې د پنځه هفتو ټريننګ ورکولی کیږي، او د هغوی خاص پوځي ټريننګ د ايران په يزد صوبه کې او په ځينو خفيه کيمپونو کې ترسره کیږي."

هغه وويل، په تيرو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان په سلګونو شيعه جنګياليانو د سوريې په حلب کې تربيت ترلاسه کړو.

د ميډيا د راپورونو له مخې، د فاطميون بريګيډ، چې د دسمبر په مياشت کې ښودل شوی دی، تقريبا په ۲۰،۰۰۰ افغاني شيعه ګانو باندې مشتمل دی. د سوریې په تادمور کې په يو ديوال باندې د فارسۍ لیکل وايي، "د فاطميون د هرات هلکان دلته وو. يا زينب." [تسنیم خبري آژانس]

د ميډيا د راپورونو له مخې، د فاطميون بريګيډ، چې د دسمبر په مياشت کې ښودل شوی دی، تقريبا په ۲۰،۰۰۰ افغاني شيعه ګانو باندې مشتمل دی. د سوریې په تادمور کې په يو ديوال باندې د فارسۍ لیکل وايي، "د فاطميون د هرات هلکان دلته وو. يا زينب." [تسنیم خبري آژانس]

هغه وويل: "موږ راپورونه لرو چې د پاکستان هغه زيات شمير شيعه جنګياليان چې په سوریه کې په جګړه کې ښکیل دي له مخکې نه په ایران کې میشت دي، په داسې حال کې چې ځيني د پاړه چنار، کوټې، لاهور، سکهر او د پاکستان نورو سیمو نه راځي."

د ايران اسلامي انقلابي ګارډ قول لخوا روزل شوي او وسله وال جنګيالي په سوریه کې جنګيږي

فاطميون بريګيد په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شو او نږدې د هغه ۳ ميليونه افغانانو نه جنګيالي بهرتي کوي چې په ايران کې ژوند کوي.

د ايران د ميډيا او نورو رپوټونو له مخې، دا نږدې ۲۰،۰۰۰ جنګیالي لري. د نورو رپوټونو له مخې، د آی آر جي سي په ملاتړ ملیشو کې دې په سوریه کې په جګړه کې تر ټولو زيات زیان زغملی دی.

د ایران د کمانډرانو په مشرۍ کې، دې ډلې د دسمبر په مياشت کې د دولت پلوه ايتلافي ځواکونو تر څنګ جګړه وکړه چې داعش د سوريې د پالمیرا نه وباسي.

د زينبيون بريګيډ يو وړوکي ډله ده او په لومړي سر کې په ۲۰۱۳ کال کې په سوریه کې د شيعه ګانو د سپيڅلو سيمو ساتنه کوله. دا د ۲۰۱۵ کال په لومړيو کې دومره غټه شوه چې دا تقسيم شوه او د داره او د حلب ښار په شاوخوا کې په جګړه کې شامل شول.

دا پاکستاني شيعه ګان چې په ايران کې ژوند کوي، د هزارې کډواله چې په پاکستان کې ژوند کوي او په پاکستان کې نور شيعه ګان بهرتي کوي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول د دواړو ډلو سره مالي مرسته کوي او دوی ته وسلې او ټريننګ ورکوي. د دوی د استولو نه مخکې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول د ټولو سيمو نه -- د لبنان، عراق، یمن او نورو هیوادونو په ګډون - - شيعه ګان بهرتي کوي چې په سوریه کې د هغوی د نظرياتي جګړې لپاره جګړه وکړي.

د ايران د راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي انقلابي ګار‌ډ قول وسلوالو او د جنګياليو د کورنۍ غړو ته چې په سوریه کې وژل شوي دي هره مياشت ۵۰۰ ډالره ورکوي.

د جنګياليو ترانسپورت برابرول

په پاکستان کې استخدام شوي جنګياليان هم ایران ته د شيعه حاجيانو په جامه کې ځي.

د پاکستان د دفاع وزارت وويل: "تیر کال په کوټه او تفتان کې په زيرو پواينټ پوله باندې، امنيتي ځواکونو د زينبيون سره تعلق لرلو په تور ۳۹ شيعه حاجيان ونیول." نوموړي زياته کړه چې تحقيقات جاري وو.

په اسلام آباد کې د کورنیو چارو وزارت يو چارواکي محمد عبدالله خالد تايد وکړو چې پاکستاني امنیتي ادارو په هیواد کې د شيعه حاجيانو د تګ راتګ په ځانګړي توګه څارنه کوي چې آیا دوی د زينبيون سره تړاو لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د پاکستان امنیتي ادارې کار په دې کار کوي چې په پاکستان کې د شيعه وسله والو نيټ ورک ملاتړ ښکاره کړي."

هغه وويل: "دا زموږ د ملي امنیت لپاره یوه جدي اندیښنه ده چې په سوریه کې په جګړه کې د فرقه يې مفاداتو لپاره پاکستاني اتباع کارول کيږي."

خالد وويل، چې د پاکستان د بحري امنیت ادارې پرسنلو د فبرورۍ په ۸ مه بلوچستان ته نژدې د جواني ساحل نه لرې په سمندر کې په دوو کشتو کې ۱۳ مشکوک وسله وال، د دری ايرانيانو په شمول، ونيول. "دغه شکمن کسانو په ناقانونه توګه د پاکستان په سيمه کې حرکت کولو."

هغه وويل: "دغه ۱۳ شکمن کسان ... د تحقیقاتو یوې لوړې کچې لاندې دي او لومړنيو تحقيق ثابته کړه چې دغه کسانو کوشش کولو چې د بلوچستان نه سوریې ته د بهرتي شوي کسانو په ليږدولو کې مرسته وکړي."

هغه وويل: "مخکې، د ۲۰۱۶ کال د مارچ په مياشت کې، دوه شيعه جنګياليان چې د زينبيون لخوا بهرتي شوي وو په ... کوټه کې ونيول شول." نوموړي زياته کړه، چې پوليسو دغه کسان وروسته له هغې ونيول کله چې دوی د سوريې نه بيرته راغلل."

هغه وويل: "زموږ د بغاوت ضد د چارواکو له مخې، وسلوال په پاکستان کې د سوریې جګړې لپاره بهرتي شوي کسانو ته هره مياشت د ۶۰،۰۰۰ روپو ( ۵۷۳ امريکايي ډالره) نه ۱۱۰،۰۰۰ روپو ( ۱،۰۵۰ امريکايي ډالره) پورې ورکوي."

تنخواګانې د ځوانانو لپاره په زړه پورې دي، خو زيات شمیر هېڅکله کورته بيرته نه راځي.

خالد وويل: "د سوریې په بیلابیلو برخو کې داسې ګڼ شمېر جنګيالان وژل شوي دي."

فاطميون د افغان ځوانانو استحصال کوي

په کابل کې د پارلمان يو پخواني غړي وکيل اسد الله وويل، فاطميون په افغانستان کې د کابل او په ځانګړي توګه د هرات په شمول د شيعه سيمو نه افغان ځوانان بهرتي کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "فاطميون د افغانستان د قانون او بشري حقونو نازک حالت نه ګټه پورته کوي او چارواکي دغه طرف ته توجه نه ورکوي."

اسدالله وويل: د کابل په دشت برچي سيمه کې، د فاطميون بهرتي کونکي په خفيه طور کار کوي. هغه زياته کړه، چې دا ډله ځيني خپل بهرتي شوي کسان په هرات او کابل کې د ټريول ايجنسو له لارې ايران ته استوي.

هغه وويل: "په افغانستان کې د شيعه جنګياليو زیاته بهرتي د افغانستان سوله ايز جنوبي برخو لپاره د يو ګواښ سبب ګرځي."

هغه وويل: "افغان حکومت له پکار ده چې جدي ګامونه پورته کړي چې په افغانستان کې د ايران په ملاتړ وسله وال له منځه ويسي." "دا عناصر نور هم د افغانستان نا امنه سیمي بې ثباته کوي."

ایران فرقه واريت ته هوا ورکوي

په جلال آباد کې د امنیت يو شنونکي فرهاد جهاني وويل: "ايران په سيمه کې فرقه يې تاوتریخوالي ته هوا ورکوي، او په سوریه کې د جګړې لپاره د ځوان افغانانو بهرتي په افغانستان کې د شیعه او سني نفوس تر منځ کړکیچ زیاتولو يو کوشش دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ګڼ شمير بې روزګاره افغانان ايران ته مخه کوي، خو کله چې هغوي هلته لاړ شي، نو وسله والې ډلې هغوی بهرتي کوي."

هغه وويل: "له ۵۰۰ څخه زيات د افغانستان شيعه جنګياليان چې د سوریې په بیلابیلو برخو کې د بشار الاسد حکومت لپاره جنګيږيدل تر اوسه وژل شوي دي."

جهاني وويل، د مزار شريف په سيمه کې د شيعه ټولنې غړو زيات شمیر د سوريې د جګړې برخه ده، په دوی کې زياتره فاطميون ملیشې بهرتي کړي دي.

هغه وويل: "د جګړې په بدل کې، د افغانستان شيعه جنګياليانو ته د ایران د استوګنې اجازه ورکولی شي."

هغه وويل: "د افغانستان شيعه ځوانانو ته پوځي تربيت ورکولو سره، ایران دا موخه لري چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو او نورو سني وسله والو ډلو سره د مبارزې لپاره د جنګياليانو يو ډويژن تيار کړي."

د بهرتۍ بنيادي وجوهاتو سره مبارزه کول

د پنجاب يونيورسټۍ يو پروفيسر حسن عسکري رضوي، چې په اسلام آباد کې د دفاع او امنيت چارو يو سينير تجزيه کار دی، وويل: "لکه څنګه چې په سعودي عرب او د خليج په هيوادونو کې عناصر د سني وسله وال ډلو ملاتړ کوي، نو دا د ایران لپاره يو نظرياتي پروجيکټ دی چې شيعه جنګياليان بهرتي کړي او په نورو اسلامي هیوادونو کې خپل حرکت ته وده ورکړي."

هغه وويل، چې د پاکستان حکومت له پکار ده چې په هيواد کې د ايران د مفاد لپاره د شيعه ځوانانو بهرتۍ سره په جدي توګه چلند وکړي."دا کړنې په هیواد کې فرقه يي ویش ته پراختيا ورکوي."

هغه وويل: "دولت باید هغه ستونزې ختمي کړي کومې چې زموږ ځوانان د غير قانوني ډلو په لاس کې ورکوي." دغه کړني بې روزګاري او د بنيادي سهولتونو نشتوالی دی.

رضوي وويل: "د ایران قانون حکومت ته اجازه ورکوي چې د هغه بهرني جنګياليانو کورنيو ته استوګنه برابر کړي کوم چې د ايران د مفاد لپاره په سوریه کې وژل شوي دي. دا يو کوشش دی چې شيعه ځوانان وهڅوي چې په جګړه کې شامل شي."

هغه وويل: "وسله والې ډلې لکه زينبيون د بېوزلي او زیان منونکي ځوانانو استحصال کوي."

هغه وويل: "وفاقي حکومت باید کلک ګامونه پورته کړي چې په هيواد کې د بې وزګارۍ سره مبارزه وکړي، ځکه چې دغه کار به د وسله والو کوششونه چې د خپل مفاداتو لپاره شيعه يا سني ځوانانو استخدام کړي، په ناکامولو کې مهم رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 21

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران د ټولې اسلامي نړۍ ترټولو لوی دښمن دی، چې د لستوڼې مار دی.

ځواب

ستاسو د مقالې موضوع امریکا، سعودیان او خلیجي هیوادونه د امریکې او سعودي جهاد په نوم خوشحالوي او یوازې د سپاه صحابه په نظر اندازکولو سره ایران تورنوي، کوم چې د شیعه ګانو په ډله ییزه وژنه کې ښکيل دي. لیکوال قصداََ تاریخ په یو طرفه توګه وړاندې کوي، چې د هغه نفرت څرګندوي.

ځواب

الله دې پاکستان د شيعه ګانو او بدمعاشانو نه خوندي وساتي. آمين.

ځواب

موږ به ولې یو بل کوڅه ډب ته اړتیا ولرو، په داسې حال کې چې تاسو له مخکې نه موجود يئ؟

ځواب

دا د حیرانتیا او مایوسۍ خبره ده چې په ورته وخت کې خلک وينو چې دوی د يوې فرقې غلطۍ د بلې فرقې په وړاندې مشروع کوي ......... موږ باید د دوی دواړو غندنه وکړو او د نورو موضوعاتو په هکله د خبرو اترو له لارې د تروریزم د صادرولو مخه ونیسو...........

ځواب

ولې زما نظر تر اوسه پوسټ شوی نه دی؟ ځکه چې دا د تصوير بل اړخ په ګوته کوي؟

ځواب

د سوريې لپاره يوازي ايران بهرتي نه کوي بلکې سعودي عرب او نور هيوادونه هم د داعش، د يمن ياغيانو، او زموږ په پاکستان کې د سوريې د مخالفينو لپاره بهرتي کوي. پاکستان د پيسو لپاره د اجرتي قاتلانو يوه سرچينه ده.

ځواب

ایا همدا لامل دی چې ولې غواړئ خپل نظرونه ثبت کړئ، که چیرې سعودي عرب په ریښتیا هم ملاتړ کوي، نو بیا ولې د داعش په خاوره بمباري کوي او ولې داعش هغوی ته السلول وایي؟ ایران په ښکاره ستاسو په څېر د تکفیریانو ملاتړ کوي ترڅو د مسلمانانو وینه توی کړي.

ځواب

د دې ضرورت دی چې مونږ د پاکستان د اسټیبلشمنټ د ليوالتيا، چې د مذهبي چتر لاندې د نورو خلکو په جګړه کې برخه واخلي، د اثراتو مطالعه وکړو. پاکستان په دروغه سره د جهاد په نامه د افغانستان په جګړه کې برخه واخيسته ځکه چې دا د دوو غټ طاقتونو ترمنځ جګړه وه. د وهابي شيعه سپاه، چۍ د سپاه صحابه سره يې ابتدا وشوه، متعارف کولو، او زموږ د ناوړه اسټیبلشمنټ لخوا د هغوی سرپرستۍ او بيا د ضیاء الحق مشرتوب، شهرت او په ايران او عراق کې د حجيانو وژلو وغيره په روښانه توګه څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به څه کيږي. هيڅ يو تن هم په دې خبره حيران نه دی چې شيعه جنګياليان په لبنان او سوريه کې په اورپکۍ کې برخه اخلي او ژر يا وروسته دوی به په بهرين، کويت او د شيخانو په هيوادونو کې د فرقه يې ډلو سرپرستي کوي او د هغوی سره به مالي مرسته کوي. د پاکستان خوندي ساتلو لپاره، دا ضروري ده چې زمونږ رياست داسې کردار ادا کړي چې هيڅ څوک هم دا فکر ونه کړي چې پاکستان د يو هيواد سره مرسته کوي او د بل هيواد مخالفت کوي.

ځواب

که تاسو ريښتيا وايې نو بيا دا هم وليکئ چې عربي هېوادونه د اسراییلو سره په اتحاد کې څه کوي.

ځواب

زه فکر کوم چې تاسو باید هغه ته هم زنګ ووهئ چې د یوم کیپور په جګړه کې د اسراییلو سره د ایران د ملاتړ په اړه ولیکئ، او همدارنګه د دې په اړه چې ایران د ايران او عراق د جګړې په جریان کې اسراییلو ته تیل ليږدوي.

ځواب

زه فکر کوم چې روس امریکا، ترکي، بشار الاسد ټول د داعش په وړاندې جنګيږي. د سوریې او د عراق سنيانو په وړاندې د دې ډلو جوړول يو فرقه يي کار دی.

ځواب

نه وروره، تاسو باید دا مه کوئ

ځواب

هو، دا صحیح ده. الله دې پاکستان د فتنې نه وساتي. آمين.

ځواب

دا مقاله د قوم پرستۍ د افراطي افکارو په بنياد ليکلی شوې ده. د داعش په شان ګروپونه د اوسنۍ ورځې د نړۍ لپاره يو کينسر دی. کله چې هيڅوک د دې مجرمینو سره جګړه نه کوي، نو د نړۍ د مختلفو برخو شیعه اوسني همغږي کوي چې دا سرطان له منځه ويسي.

ځواب

د خندا خبرہ دہ، موږ د ماجوسي ایران په واقعیت او د هغې د ترهګرو په پلورلو پوهیږو. داعش د سني نسل وژنې لپاره له فرقه یي توجیه پرته بل څه نه دي.

ځواب

زه ستاسو مننه کوم چې تاسو د سیمې يوه ډيره مهمه موضوع څرګنده کړه. ايران په وسطي ايشيا کې يو ډير ګنده ګيم کوي او فرقه يي اورپکۍ ته هوا ورکوي. دا یوه ډيره حيران کنه ليکنه ده او زه هيله لرم چې ټول همکاران به په کلکه په دغو حقايقو باندې غور وکړي او د نورو نيابتي جګړو مخنيوي لپاره به خپل رول يقيني کړي.

ځواب

ډير ښه.

ځواب

دا يو خطرناکه کار دی. پکار ده چې د دی مخنيوی وکړی شي. ایران په اسلامي نړۍ کې په فرقه يي وژنه کې ډير لاس لري...

ځواب

هو

ځواب

د ثبوت نه بغير تور لګول نفرت دی. ایا سعودي عرب د خپلو کفري مدرسو له لارې ګلونه کري؟ د الله په فضل سره، تاسو به د خپل ټول ژوند لپاره د هغه بغاوت او پاڅون پايلې ترلاسه کړئ چې د سعودي عرب شاهي حکومت په پاکستان کې کرلي دي.

ځواب