تروريزم

داعش په دې وروستيو ويډيو کې د ماشومانو نه قاتلان جوړوي

په قاهره کې د ابو لخير لخوا

د داعش د ويډيو يو سکرين شاټ ښیي چې يو وسله وال يو ماشوم ته ټوپک ورکوي. لږه شيبه وروسته، دغه ماشوم يو مرتد وژني.

د داعش د ويډيو يو سکرين شاټ ښیي چې يو وسله وال يو ماشوم ته ټوپک ورکوي. لږه شيبه وروسته، دغه ماشوم يو مرتد وژني.

په يوه نوي ويډيو کې واړه ماشومان نارينه وژني او سرونه ترې قلم کوي. دا ويډيو داعش جوړه کړې وه چې د پاروونكې او مذهبي وينا نه ډکه وه او په سوشل ميډيا باندې خپره شوي وه.

کارپوهانو ديارونا ته وويل، دا ويډيو د ماشومتوب او اسلام دواړو يوه لويه سرغړونه ده. هغوی زياته کړه، چې دا ټولنيز زيان به د ځوان عاملینو چې ذهن سازي يې شوي ده، نه زيات وي ځکه چې دا په داسې توګه جوړه شوې ده چې د نورو ماشومانو لپاره هم د دلچسپۍ سبب جوړيږي.

يوه ويډيو چې د داعش د سوشل ميډيا يوې څانګې چې د ولايت الخير په نامه ياديږي جاري کړه (د دير الزور او د هغې د دننه ښار احاطه کوي) په دې کې درې هلکان ښودل کیږي چې يو په کې د څلورو کلونو نه زيات عمر نه لري، چې دوی په کليوال دير الزور کې درې ځوانان قتل کوي.

دغه قربانیان د ارتداد او د کردي خلکو د ساتنې يونټونو، يو ځواک چې د سوریې په شمال کې د داعش سره جنګيږي، لپاره په جاسوسۍ کې تورن دي.

د د اعش د ويډيو يو سکرين شاټ ښيي چې يو وسله وال يو کم عمره ماشوم ته چاقو ورکوي. لږه شيبه وروسته په ويډيو کې، دغه ماشوم د يو مرتد نه سر قلم کوي.

د د اعش د ويډيو يو سکرين شاټ ښيي چې يو وسله وال يو کم عمره ماشوم ته چاقو ورکوي. لږه شيبه وروسته په ويډيو کې، دغه ماشوم د يو مرتد نه سر قلم کوي.

د سوريې د دیموکراتیک ځواکونه هغه ماشومان نيسي کوم چې په الرقا صوبې کې په يو جنګ کې د داعش په لیکو کې جګړه کوي. [تصوير د سوريې د دیموکراتیک ځواکونو په مرسته ترلاسه کړی شو]

د سوريې د دیموکراتیک ځواکونه هغه ماشومان نيسي کوم چې په الرقا صوبې کې په يو جنګ کې د داعش په لیکو کې جګړه کوي. [تصوير د سوريې د دیموکراتیک ځواکونو په مرسته ترلاسه کړی شو]

د مصر په ابن ولید سټديز او فيلډ ريسرچ سنټر کې د ميډيا د نوې ډپارټمنټ ډايريکټر ميزن ذکي وويل، دا ويډيو د يو ويډيو ګيم په ډول وړاندې کړی شوې ده او په واضحه توګه داسې جوړه شوي ده چې ماشومان راجلب کوي.

هغه وويل، دا غواړي چې په زړه پورې مواد چې د ډلې د عناصرو لخوا بريدونو سره شروع کيږي له لارې نور ماشومان په دې اماده کړي چې د ډلې د لیکو سره یوځای شي.

هغه زياته کړه، يو ماشوم چې دغه ویډیو ګوري نو هغه به بې شکه خپل ځان په دغه عناصرو کې د يو کس په شان ګڼي.

پاروونكې وينا

ذکي وويل، چې د ویډیو پارونکې مذهبي وينا "د وفادارۍ او انکار (الولاء والبراء) د وضاحت نه شروع شوه."

هغه وويل: دا وايي چې "څنګه مذهبي اړيکې د خپلوۍ د اړيکو نه قوي دي، چې په اصل کې دا د دې ډلې په حق کې د کورنيو او خپلوانو پر وړاندې يو پارونکی عمل دی."

هغه زياته کړه: "دا ويډيو د داعش عناصر چې مختلف عمرونه لري په ګوته کوي، چې دا خبره په ډاګه کړي چې نوموړي ډله د عمر په اساس د ټولو عناصرو تر منځ توپیر نه لري او دا چې ټول مساوي حثيت لري."

د دې خبرې وضاحت دا دی چې دا ویډیو د خطاب القاميشلي، چې د "د خلافت بچې" په نامه ياديږي، کيسه بيانوي. خطاب القاميشلي وروسته له هغې چې د هغه کورنۍ فيصله وکړه چې "د کفر په ځمکه" -- د ډلې د کنټرول نه بهر د کرديانو سيمه -- باندې ژوند وکړي د دې ډلې سره د ژوند کولو انتخاب وکړو.

په ويډيو کې دغه هلک دعوا کوي چې هغه د داعش سيمې ته د خپل ورور، ابو براء القاميشلي، چې په يوه هوايي بريد کې وژل شوی وو، له کبله راغی.

ذکي وويل: "د دغه ماشوم په کيسه کې، د والدينو د فيصلې خلاف په بغاوت او د هغوی په نافرمانۍ باندې زور ورکړی شوی دی چې ماشومان اماده کړي چې د دې ډلې سره يو ځای شي. "دا په روښانه توګه څرګنده ده چې د دغه ماشوم ذهن سازي شوي ده."

ذکي وويل، د هغه خبرې د نورو ماشومانو د ويډيو نه هم ثابتيږي چې ماشومان د وسلو ټريننګ ترلاسه کوي. په دغه ويډيو کې ښائسته منظرونه چې ډيره زياته خندا په ګوته کوي، وسلې او د سپورټ فعاليتونه، د اس ځغلولو په ګډون، ښودل شوي دي.

دغه درې قربانيان د يوې غمجنه نتيجې سره مخامخ شول

دغه درې تنه ځوانانو اعتراف وکړو چې دوی د داعش په وړاندې د کردي ځواکونو لپاره کار کولو، چې وروسته هغوی وتړلې شو او د ماشومانو لخوا ووژل شول.

'د ماشومانو په ډاډ زړه استحصال'

په قاهره يونيورسټۍ کې د سوشيالوجۍ پروفيسر بسيما حسني ديارونا ته وويل، "دغه ويډيو، چې ماشومان په نښه کوي، يو داسې عمل دی چې د ماشومتوب او اسلام دواړو شکل مسخ کوي."

هغې وويل، د خپلې وروستيو ویډیو سره، داعش يو دوه ګوني جرم ترسره کړو. "لومړی د وژلو لپاره پارول دي او دوهم په ځانګړي ډول په وژلو کې د ماشومانو حوصله افزايي کول دي، چې په روښانه توګه د ماشومانو استحصال دی."

هغې زياته کړه: "دا ډول فلمونه د ډلې سره مرسته کوي چې ماشومان په ټوليز ډول د [دغو اعمالو] جنايت نه بې خبر وساتي، ځکه چې دا فلمونه د مذهبي بيانونو نه ډک دې په کومو کې چې دغه ډلې تحريف کړی دی."

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو پلاټون کمانډر غصام ابراهيم ديارونا ته وويل، په کليوال الرقا کې د فرات د عملياتو غضب د برخې په توګه د داعش خلاف جګړه کې، د سوریې دیموکراتیک ځواکونو توان لرلو چې د داعش يو شمير عناصر "د ماشومانو او هلکانو په ګډون چې د ۱۵ کالو نه يې عمرونه زيات نه وو" ونيسي.

هغه وويل، چې ماشومان تسليم شول کله چې د هغوی محاصره وکړې شوه.

هغه وويل، دوی لوړپوړي کمانډران نه لرل چې هغوی ته يې هدايات ورکړي وې او يا يې د هغوی مشري کړې وې. هغه زياته کړه: "دا ښيي چې هغوی د جنګ لپاره په خپله مرضۍ راغلي وو."

ابراهيم وويل، دا روښانه خبره ده چې داعش په سوريه او عراق کې په جنګ کې د ډير زيات انساني زيان له کبله په ماشومانو باندې تکیه کوي ځکه چې دوی هغه شان بهر نور جنګياليان نه شي بهرتي کولې لکه څنګه چې به دوی مخکې کول.

هغه وويل: "دا د ماشومانو په ذريعه د جنګياليانو د شمیر کمی پوره کوي."

هغه وويل، هغه ماشومان کوم چې د داعش په ليکو کې جګړه کوي د هغوی "سره په ډیر احتياط چلند کيږي." "هغوی ځانګړې کيمپونو ته استولی شي، چيرته چې د دوی نه کارپوهان سوالونه کوي. د دې نه وروسته، د هغوی د مور او پلار لټون شروع کيږي."

ابراهيم وويل، له دې نه وروسته، په ټولنه کې هغوی عادې ژوند ته راګرځولی شي، او د هغوی ذهنونه د ترهګریز ایډیالوژۍ چې داعش د هغوی په ذهنونو کې مرتسم کړې وه نه پاکولی کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500