جرم او انصاف

پاکستان د پيسو د تطهير او د ترهګرۍ د تمویل ضد ګامونه پورته کوي

جاويد محمود لخوا

د پاکستان سټيت بينک ګورنر محمد اشرف وترا (ښې طرف ته) او په پاکستان کې د انګلستان هايي کمشنر تهامس ډريو د فبرورۍ په ۱۰مه په کراچۍ کې د بينک د نوي لوړې ټیکنالوژۍ د ډيټا معلومولو مرکز پرانسته وکړه. دغه بينک د پیسو د تطهیر اړوند مالي ليڼ ديڼ او د ترهګرۍ د تمويل خلاف د يو آټوميټک پروسس په ذريعه مبارزه کوي. په دې آټوميټک پروسس کې يو سافټ وير استعمالولی شي، چې د ﻣﻠګرو ﻣﻠﺘﻮنو د ﻣﺨﺪرﻩ ﺗﻮﮐﻮ او ﺟﺮﻣﻮنو دﻓﺘﺮ جوړ کړی دی . [جاويد محمود]

د پاکستان سټيت بينک ګورنر محمد اشرف وترا (ښې طرف ته) او په پاکستان کې د انګلستان هايي کمشنر تهامس ډريو د فبرورۍ په ۱۰مه په کراچۍ کې د بينک د نوي لوړې ټیکنالوژۍ د ډيټا معلومولو مرکز پرانسته وکړه. دغه بينک د پیسو د تطهیر اړوند مالي ليڼ ديڼ او د ترهګرۍ د تمويل خلاف د يو آټوميټک پروسس په ذريعه مبارزه کوي. په دې آټوميټک پروسس کې يو سافټ وير استعمالولی شي، چې د ﻣﻠګرو ﻣﻠﺘﻮنو د ﻣﺨﺪرﻩ ﺗﻮﮐﻮ او ﺟﺮﻣﻮنو دﻓﺘﺮ جوړ کړی دی . [جاويد محمود]

کراچۍ - پاکستان د تروریزم د تمویل خلاف مبارزه د پیسو د تطهیر ضد ډيټا ټريکنګ سنټر له لارې کوي.

د پاکستان سټيټ بينک دغه نوی مرکز د خپلې مالي څارنې په څانګه کې د ﻣﻠګرو ﻣﻠﺘﻮنو د ﻣﺨﺪرﻩ ﺗﻮﮐﻮ او ﺟﺮﻣﻮنو دﻓﺘﺮ او د نړیوالې پراختیا لپاره د انګلستان ډپارټمنټ په همکارۍ جوړ کړو.

د پاکستان سټيټ بينک ګورنر اشرف وترا، په پاکستان کې د انګلستان عالي کمشنر تهامس ډريو او په پاکستان کې د ﻣﻠګرو ﻣﻠﺘﻮنو د ﻣﺨﺪرﻩ ﺗﻮﮐﻮ او ﺟﺮﻣﻮنو د دﻓﺘﺮ استازی سيزر ګيډز د فبرورۍ په ۱۰مه په کراچۍ کې د دې نوي مرکز پرانیسته وکړه.

د پاکستان سټيټ بينک د ډيټا معلومولو مرکز د ﻣﻠګرو ﻣﻠﺘﻮنو د ﻣﺨﺪرﻩ ﺗﻮﮐﻮ او ﺟﺮﻣﻮنو دﻓﺘﺮ يو خصوصي سافټ ویر انسټال کړو چې مقصد يې د ترهګرو د مالي مرستو او د پیسو د تطهیر خلاف مبارزه کول دي. دا سافټ وير د ګو ای ايم ايل (goAML) په نامه ياديږي.

ايس بي پي په يو بيان کې وويل، دا سافټ ویر په اتوماتيک ډول د دغو جرمونو په تړاو د شکمو د مالي ليڼ ديڼ نشاندهي کوي او راپور ورکوي.

ايس بي پي وويل، چې پخوا به ايف ايم يو کوم معلومات ورکول د هغی تجزيه به لاسي ترسره کيدله. دغه کار به ورو وو او د غلطو سره مخامخ وو.

ايس بي پي په يو بيان کې وويل: "اوس، يو نوی سافټ ویر او ښه کره آلات چې د معلوماتو په مرکز کې نصب کړې شوي دي، به د مالي څارنې څانګې په دې جوګه کړي چې د شکمن ليڼ ديڼ او اسعارو د راکړې ورکړې تجزيه په ښه، عصري او په اټوميټک ډول وکړي."

سربیره پردې، دا به ايف ايم يو وتوانوي چې د قانون پلي کوونکې متعلقه ادارو ته د مالي استخباراتو معلومات په موثره توګه ورکړي.

د غیر قانوني مالي ليڼ ديڼ مخنيوی کول

ډاکټر اشفاق حسن خان، چې ماهر اقتصاديات دی او د اسلام اباد په نيشنل يونيورسټې آف ساينسز اينډ ټيکنالوجۍ کې د سوشل ساينسز او هیومینیټیز مشر دی، وويل: "دا د ايس بي پي يو ښه نوښت دی او دا په دې تيرو څو کلونو کې د پاکستان لخو۱ دپيسو د تطهير اور تروريزم د تسهيل خلاف د راونو کوششونو يوه برخه ده."

هغه وويل، که څه هم، دا نوی ټريکنګ سنټر صرف د رسمي مالي ليڼ ديڼ چې د بينکونو سره تعلق لري څارنه کوي. دا د روايتي هنډۍ سسټم چې د بينک سسټم سره په موازي توګه کار کوي څارنه نه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ بايد په پام کې وساتو چې د پیسو تطهير او د ترهګرۍ تمویل زياتره د هنډۍ یا حوالې د سسټم له لارې ترسره کيږي."

هغه وويل، د بينک سسټم د څارنې لوړولو نه علاوه، د لسيزو زوړ د هنډۍ سسټم له منځه وړلو لپاره کوششونه هم پکار دي.

خان دا تجويز هم وړاندې کړو چې ايس بي پي له پکار ده چې په خپلې پاليسۍ کې بدلون راولي چې د اسعارو د تبادلې نرخ کنټرول کړي او د بينک او د بازار د نرخ تر منځ خلاء کنټرول کړي.

هغه زياته کړه، که د پاکستانۍ روپو په مقابله کې د ډالرو او نورو اسعارو د تبادلې نرخ دوه روپۍ زيات شي، نو دا به د هنډۍ سسټم له لارې د بهرنيو اسعارو په زياتولو کې مرسته وکړي.

د ښه ټکنالوژۍ له لارې څارنې ته وده ورکول

په کراچۍ کې د فنانشل ډيلي مدير او د ايس بي پي د فاننشل مارکيټونو ستراتيژۍ او د چلند ډپارټمنټ پخواني ډايريکټر محمد عارف وويل: "د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل د بينکونو له لارې لاسي څارنې په تير وخت کې مطلوبه نتيجې رامنځته نه کړې."

"له دې امله، ايس بي پي د ﻣﻠګرو ﻣﻠﺘﻮنو د ﻣﺨﺪرﻩ ﺗﻮﮐﻮ او ﺟﺮﻣﻮنو دﻓﺘﺮ او د نړیوالې پراختیا لپاره د انګلستان ډیپارټمنټ په ملاتړ دغه جديد سافټ وير ترلاسه کړی دی."

هغه وويل، دغه نوی ډيټا سنټر به ايس بي پي او کورني بينکونه وتوانوي چې شکمن لیڼ دیڼ په ګوته کړي او د مناسب کاروايۍ لپاره د دغه ليڼ ديڼ تحقيقات وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په تیر وخت کې، د پاکستان د بينک سسټم داسې يو خوندي سسټم نه لرلو چې د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل څارنه وکړي، خو دا ډيټا سنټر به بینکونه نه د ناوړه ليڼ ديڼ نه خوندي وساتي."

هغه وويل، ايس بي پي او کورني بينکونو له پکار ده چې د نوي ډيټا سنټر په اړه په پوهاوي رامنځته کولو کې همکاري وکړي او د بينک متعلقه کارکوونکو ته تربيت ورکړي چې د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل په اړه د ليڼ ديڼ تجزيه وکړي.

هغه له حکومت څخه هم وغوښتل چې د غیر قانوني هنډۍ او د حوالې سسټم تر شا د خلکو خلاف ګامونه پورته کړي.

په قانوني توګه د پيسو انتقال ته وده ورکول

د نیشنل بینک آف پاکستان نايب صدر سيد ابن حسن وويل، چې د پاکستان نیشنل بینک په دې وروستيو مياشتو کې له مخکې نه مختلف اقدامات کړي دي چې د حوالې د سسټم مخه ونيسي."

هغه وويل، دا نوی ديټا سنټر به هيواد کې دننه او بهر د پاکستانيانو حوصله افزايي وکړي چې په قانوني لارو پيسې وليږي او د هغه سسټمونو نه ځان وساتي کوم چې د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل سره مرسته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "اوس، له نوي ټريکنګ سسټم سره به ايس بي پي او نور کورني بينکونه ضرور له يوبل سره همکاري وکړي چې د پيسو ليږلو لپاره د رسمي بينک سسټم استعمالولو ته وده ورکړي او د هر ډول ناروا ليڼ ديڼ مخه ونيسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500