امنیت

د ایران د ميزايلو تجربي د اشتعال انګيزۍ اوږد لسټ ټاپ کړو

په قاهره کې د وليد ابوالخير لخوا

په ۲۰۱۶ کال کې د مارچ په ۹ مه د شمالي ایران په البورز غريزه سلسله کې د اوږد لړ قدر بالیستیکي ميزايل تجربه کولی شي. ايران وويل چې د هغې وسله وال ځواکونو د دوه نورو بالیستیکي ميزايلو تجربه کړې ده او د نړيوال خبردارو خلاف د ميزايلو تجربو ته یې دوام ورکړی دی. [محمود حسین / تسنیم نيوز /ای ايف پي]

په ۲۰۱۶ کال کې د مارچ په ۹ مه د شمالي ایران په البورز غريزه سلسله کې د اوږد لړ قدر بالیستیکي ميزايل تجربه کولی شي. ايران وويل چې د هغې وسله وال ځواکونو د دوه نورو بالیستیکي ميزايلو تجربه کړې ده او د نړيوال خبردارو خلاف د ميزايلو تجربو ته یې دوام ورکړی دی. [محمود حسین / تسنیم نيوز /ای ايف پي]

کارپوهانو المشارق ته وويل، د ایران حاليه بالیستیکي ميزايل تجربه یو پارونکی عمل دی چې د ملګرو ملتونو او نړیوال قوانینو او معاهدو د خيال نه ساتلو يو اوسنې مثال دی.

د سیمه ییز او ستراتیژیکي مطالعاتو لپاره د وسطي ايشيا مرکز چې د ایران په چارو کې تخصص لري يو ريسرچر، فتحی السيد وويل، ایران "د کلونو راهیسې د ټولې نړۍ په وړاندې په يو شمېر او پرله پسې لمسونکي کارونو کې ښکیل دی.

هغه المشارق ته وويل چې د جنورۍ په ۲۹مه د ايرن لخوا د بالیستیکي ميزايل تجربه "د نړیوالې ټولنې لپاره يو چيلنج او يو لمسونکی عمل دی."

هغه وويل، دا د اشتعال انګيزۍ په لسټ کې د ایران اسلامي انقلاب ګارډ له لارې نوره هم اضافه کوي، چې په هغې کې په خپلواکو هیوادونو لکه عراق، سوریه، لبنان او یمن کې د وسله والو اډې چې د ایران وفادار به وي جوړول شامل دي.

د لبنان حزب الله غړو او ملاتړ کونکي په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې د جلال العفا تابوت د بيروت په جنوبي ښار کې وړي. جلال العفا په سوریه کې د رژیم ځواکونو سره په جنګ کې وژل شوی وو.ایران په سوريه کې خپل اثر غځولی دی او د نړیوال معاهدو خلاف د ګروپونو لکه د حزب الله د وسلو او توکو سره مرسته کوي. [انور عامرو/ای ايف پي]

د لبنان حزب الله غړو او ملاتړ کونکي په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې د جلال العفا تابوت د بيروت په جنوبي ښار کې وړي. جلال العفا په سوریه کې د رژیم ځواکونو سره په جنګ کې وژل شوی وو.ایران په سوريه کې خپل اثر غځولی دی او د نړیوال معاهدو خلاف د ګروپونو لکه د حزب الله د وسلو او توکو سره مرسته کوي. [انور عامرو/ای ايف پي]

هغه زياته کړه چې فرقه يې فساد ته د هوا ورکولو له امله د یو ستر ګواښ د شتون نه علاوه، دې کارونو په بې ثباتۍ کې اضافه کړی ده چې د ناوړه جګړو سبب دی.

السيد زياته کړه، چې "ایران خپل ځان د شيعه فرقې د سرپرست په توګه د وړاندې کولو له لارې د خپل مقاصدو لپاره فرقه يي جګړو ته هوا ورکړې ده. هغه زياته کړه چې "ايران خپله جغرافيايي پراختيا په مذهبي مسله کې تبديله کړې ده."

هغه زياته کړه، د ایران رژیم کړني په روښانه توګه "په دښمنۍ او جنګ مشتمل دي، چې دا نه یوازې د يو خاص هیواد یا سيمې امنيت لپاره ګواښ دی بلکې په ټولیزه توګه د نړۍ لپاره هم يو ګواښ دی."

د ميزايلو حاليه تجربو په ځواب کې، د امریکې خزانې اعلان وکړو چې دا د ایران په ۱۳ کسانو او ۱۲ کمپنو بنديزونه لګوي، ځکه دوی دا باور لري چې دغه کسان او کمپنۍ د ميزايلو پروګرام او تروریستي فعالیتونو سره په مرسته کولو کې لاس لري.

'زيات او جدي سرغړونې'

په اسيوت يونيورسټۍ کې يو پروفيسر او د نړيوال قانون د چارو کارپوه خيرالدين عبدل موطال وويل، ایران په اقتصادي، سیاسي، مالي او پوځي برخو کې د نړیوال قوانینو او معاهدو په څو او جدي سرغړونو کې ښکيل دی.

هغه المشارق ته وويل، چې دغه چلند "به يوازې د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د مشروعیت فاحش رد په توګه وګڼلې شي."

هغه زياته کړه، دغه نوي بندیزونه په هغه کړنو باندې تمرکز کوي کوم چې بالیستیکي وسلو، د ترهګرو ډلو د ملاتړ، او د ایران د مشرانو تګ راتګ، کوم چې له مخکې نه د نړیوال بندیزونو سره مخامخ شوي دي، سره تعلق لري.

ایران په دوامداره توګه د ملګرو ملتونو د ۲۴ مارچ ۲۰۰۷ د ۱۷۴۷ قرارداد سرغړونه کړې ده. ايران دغه سرغړونه د وسله وال ګروپونو سره د وسلو او توکو د مرستې کولو له لارې کوي. په دې ګروپونو کې هوتيان (انصارالله)، حزب الله، او د عراق مختلف وسله وال چې په سوریه کې جګړه کوي شامل دي.

عبدل موطال وايي، دغه قرارداد په روښانه توګه څرګندوي: "ايران به د خپلې سيمې نه په مستقيم او يا په غير مستقيم ډول او يا د خپلو وګړو په ذريعه او يا د جنګي جهازونه چې د ايران جنډه لري هر ډول وسلې او يا متعلقه توکې نه برابروي، خرڅوي او ليږدوي.

عبدل موطال وويل، په همدې ډول، په سوريه کې د سوریې رژیم د ملاتړ لپاره د ایران اسلامي انقلاب ګارډ قدس ځواک کمانډر قاسم سليماني په عامه توګه ښکاره کيدل د نړیوال بندیزونو په مستقيم ډول سرغړونه ده.

هغه زياته کړه، چې په پراخه توګه خپاره شوي تصويرونه او ويډيو کليپونه سليماني ښيي چې هغه د دسمبر په مياشت کې په حلب کي ګرځي.

زياته سیمه بيز لاسوهنه

د ملګرو ملتونو د ۱۹۲۹ قرارداد چې په ۲۰۱۰ کال کې منظور کړی شوی وو له مخې، "ایران به په هر ډول هغه فعاليت کې برخه نه اخلي کوم چې د بالیستیکي ميزايلو چې ايټمي وسلې وړلی شي سره تعلق لري. په دغه فعاليتونو کې د بالیستیکي ميزايلو ټيکنالوژۍ استعمالول هم شامل دي."

عبدل موطال وويل، "په دغه برخه کې، ایران بې شکه په روښانه توګه د دغه قراردار سرغړونه کړې ده." هغه زياته کړه چې دغه قرارداد ايران د هرډول وسلو د انتقال نه منع کوي.

هغه وويل: "د ملګرو ملتونو د څارنې ټيم يو شمیر رپوټونه وړاندې کړي دي. دا رپوټونه ښي چې ايران د وسلو په انتقال او په ځانګړي توګه سوريه ته په وسلو ليږلو کې ښکيل دی."

هغه وويل، د ملګرو ملتونو د امریکې ماموریت د (۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۲۴) يو راپورله مخې، "په مختلفو هيوادونو کې شپږ داسې ځايونه په ګوته کړی شوي دي چې ايرانۍ وسلې لري. دغه وسلې د ايران نه يو شمير سيمو ته ليږلی شوې وې، چې په دې کې سوريه هم شامله ده."

هغه وويل چې د خلکو او ادارو لسټ چې په دې حاليه بندیزونو کې په نښه شوي دي به تیر لسټ کي شامل کړې شي، چې اوس هم په تطبيق کې دی.

هغه وويل، نوي نومونه په لسټ کې شامل شوي دي ځکه چې دوی "د بالیستیکي وسلو اړوند سرچینو سره تعلق لرلو. د دې نه علاوه، دغه کسان د ایران اسلامي انقلاب ګارډ او ډلو چې په نړيواله توګه تروریستي تنظيمونه دي لپاره مالي سرچينې ترلاسه کولو کې هم ښکيل دي."

هغه زياته کړه، دا کړنې د مختلفو سیمه ییزو او نړیوال د پیسو تطهیر عملیاتو له لارې ترسره شوې.

د لبنان يو ديني عالم شيخ محمد الحج حسن المشارق ته وويل، د ايران رژيم "د سيمه ييزو مسئلو نه ګټه پورته کوي او د شيعه ګانو او د شيعه ګانو د سیمې لپاره د یو ساتونکي یا سرپرست په توګه ځان وړاندې کوي.

هغه وويل، دغه هیواد د وسطي ايشيا په کارونو کې هم "لاس" وهي او خپل ګروپونه استعمالوي چې په لبنان، سوریه، عراق، یمن، بحرین او نورو هيوادونو کې خپله اجنډا وغځوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امريکه او ايران مشترکه دسيسه لري. انډيا، اسرايل او امريکه هم له مخکې نه معاهدې کړي دي. دوی په نسلي او فرقه يي تروريزم کې ښکيل دي. دوی په سوریه، یمن، عراق، لبنان، بحرین، سعودي عرب او پاکستان کې په نيابتي جګړو کې ښکیل دي. دا ډول معاهدې او بندیزونه داسې دي لکه چې د مسلمانانو په سترګو کې خاورې شيندل. ایران، امریکا او هند هم په مساوي توګه په سلګونو زرونو خلکو وژلو کې ښکیل دي. دا هیوادونه تر ټولو ناوړه تروریستان دي او دوی وحشي قاتلان دي. دوی په مستقیم ډول په پاکستان کې د ترهګرۍ په وروستيو پيښو کې لاس لري. دوی د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاوره استعمالوي. دا د ايران او هندوستان يو نورم دی چې د داعش او تحريک طالبان پاکستان په ګډون د ټولو تروريستانو سره مرسته وکړي.

ځواب