سوداګري

امنیتي کاميابۍ په پاکستان کې اقتصادي ترقي رامنځته کوي

محمد شکيل لخوا

کارکوونکي په پيښور کې د نومبر په مياشت کې په يوه لارۍ کې د غلې بوجۍ اچوي چې ځايي بازار ته يې وليږي. [محمد شکیل]

کارکوونکي په پيښور کې د نومبر په مياشت کې په يوه لارۍ کې د غلې بوجۍ اچوي چې ځايي بازار ته يې وليږي. [محمد شکیل]

پېښور - مطالعات ښيي، د نظم او قانون ښه حالت او د وسله والو ډلو په وړاندې کاميابو د پاکستان د سوداګرۍ سکټور لپاره دروازې پرانيستې دي.

د ورلډ بينک د کاروبار په يو راپور کې دا خبره په ګوته کړی شوې ده چې پاکستان په لسو هېوادونو کې هغه هيواد دی چې د کاروبا په قوانينو کې يې ستر پرمختګونه ترلاسه کړي دي.

په رپوټ کې راغلي چې د پاکستان د سوداګرۍ پلوه اصلاحاتو په ټولو پولو د تجارت لپاره لاره هوارولو، کريډټ کارډ استعمالولو او ملکیت راجستر کولو کې مرسته وکړه. دغه اصلاحاتو په ۱۹۰ اقتصادونو کې د پاکستان درجه ښه کړه او د درجه يې د ۱۴۵ نه ۱۴۴ ته راښکته شوه.

په رپوټ کې راغلي، د پولې له هاخوا سوداګري "په پاکستان کې د کسټم کليرنس لپاره د يو نوې اليکټرانک پروګرام معرفي کولو له کبله اسانه شوه." نوي قوانينو د کريډټ کارډ ادارې هم په دې مجبوره کوي چې دوی سوداګرو ته د کريډټ رپوټ سره قرضه برابر کړي.

صوبه پنجاب په دې کې تر ټولو مخکې قدم پورته کړو او په پاکستان کې په ۲۰۰۷ کال کې یې د جايداد انتظام ته د ودې ورکولو لپاره د ځمکو د ريکارډ مدیریت او د اطلاعاتو پروګرام پيل کړو.

په راپور کې ويلی شوي: "د پنځو کلونو په موده کې، دغه پروجيکټ یو خودکاره د ځمکې د ريکارډ سیستم نصب کړو او د ځمکو د ادارې خدمتونه يې ښه کړل."

ښه امنيت، اقتصادي ترقي

د ماليې وزارت د پاکستان اقتصادي سروی ۲۰۱۵-۲۰۱۶ له مخې، په ټولیزه توګه، پاکستان مسلسل د دریم کال لپاره په اقتصاد کې پرمختګ کړی دی.

په سروی کې راغلي، د حکومت پلان شوي او نافذ شوي پاليسیو په دغه وده کې مرسته وکړه، لکه څنګه چې د يو شمير اقداماتو نه څرګنده ده -- جي ډي پي ٪۴.۷۱ لوړه شوې ده، چې دا په اتو کلونو کې تر ټولو لوړه شرح ده، او د بې روزګارۍ کچه په ۲۰۱۳ کال کې د ٪۶.۲ په پرتله ٪۵.۹ ده.

دا وايي، چې دغه اقتصادي فکټورونو او نورو وجوهاتو د سرمايه کارانو باور راژوندی کړو.

په سروی کې ويلی شوي: "د درجه بندۍ نړيوالي ادارو هم د پاکستان لپاره خپله درجه لوړه کړه." پاکستان د انټرنيشنل مانيټري فنډ سره ۱۱ بريالي ريويوګاني مکمل کړې، چې "د نړیوال سرمايه کارانو اعتماد يې نور هم مضبوط کړو او پاکستان يې په مستقبل کې د سرمايه کارۍ لپاره په خپل لسټ کې واچوو."

د سروی له مخې، د پاکستان د پوځ روان ضرب عضب عمليات او د عمل ملي پلان هم د دې "مناسب چاپیریال" اسباب دي.

په دې سروی کې ویلی شوي چې ضرب عضب عملياتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې په فاټا کې د مختلف وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره پيل شول، "په هېواد کې سوله او استحکام ساتلو کې پریکنده رول لوبولی دی."

د سروی له مخې، په همدې ډول، د عمل ملي پلان پلي کولو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د حکومت پاليسۍ "هم یو مهم رول لوبولی دی."

سوکالي او سوله

شنونکي وايي چې د پاکستان مسلسل اقتصادي کاميابۍ د تروریستي فعالیتونو له منځه وړلو او په سیمه کې د تل پاتې سولې جوړولو باندې منحصر دي.

د پاکستان د سوداګرۍ او د صنعت فيډريشن پخوانې صدر حاجي غلام علي وويل: "اقتصادي وده او سوکالي د امن بحالولو نه بغير رامنځته کيدی نه شي."

هغه وويل، د ضرب عضب عملياتو کاميابۍ نه يوازې په امنيتي ځواکونو باندې د خلکو باور بيا بحال کړی دی بلکې بهرني سرمايه کارانو ته يې باور ورکړی چې دلته راشي او د ترقۍ لپاره نوي موقعې ولټوي. دغه کار د ناکرارۍ په موده کې ناممکنه وو.

هغه وويل، د اورپکۍ په وړاندې مبارزه کې د کاميابۍ نه وروسته، د پاکستان شهرت په ګاونډي هيوادونو او متحدینو کې هم ښه شوی دی." "له دې امله، د پاکستان پوزيشن د سوداګرۍ لپاره د يو دوستانه هېواد په توګه هم ښه شوی دی."

هغه وويل، د جي ډي پي او د بهرنۍ سرمايه کارۍ وده-- چې په تير کال کې ۵٪ وه -- په ښکاره ترقي، پرمختګ او سوکالي څرګندوي.

د افراطیت په وړاندې کاميابۍ

د ايف پي سي سي آی پخوانې نايب صدر عبدل جليل وويل، د قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا اوسيدونکي "د وسله والو غصې سره مخامخ وو او هغوی د ترهګرۍ د سختو بريدونو نه وروسته نامساعده اقتصادي حالات برداشت کړل."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "بې يقيني او مبهم مستقبل هغوی مجبوره کړل چې دوی د ښه مالي حالت او د سوداګرۍ موقعو په لټون کې د پاکستان خوندي سيمو ته لاړ شي."

هغه وويل: "چې موږ د امنيتي ځواکونو د کوششونو شکريه ادا کوو چې دوی د افراطيت په وړاندې کاميابۍ ترلاسه کړې [...] خلک اوس سوله ايز او خوندي دی."

هغه وويل: "د خدمتونو سکتور، چې هوټلونه، رستورانتونه او تفريحي صنعت په کې شامل دي، لومړنۍ سکتور دی چې د ښه نظم او قانون نه به ګټه پورته کړي."

هغه وويل: "هغه وګړي چې د ترهګرۍ د پېښو د ويرې له کبله په کور دننه پاتي کيدو باندې مجبوره شول یو ځل بیا د پوځي عملياتو وروسته بهر د سرګرمیو نه خوند اخلي."

جليل وويل، د وړې او منځني کچې کاروبارونه، چې په تېرو دريو کلونو کې يې لږ پرمختګ وکړو، اوس د ښه نظم او قانون او د کاروبار لپاره د یو دوستانه چاپیریال د وجې پرمختګ ترلاسه کوي.

هغه وويل: "د ايسم ايم اي سکتور د اقتصاد د ملا تير ګڼلی کیږي. دغه اثرات توان لري چې اقتصادي استحکام، د ترقۍ مسلسل شرح او د روزګار زياتې موقعې رامنځته کړي."

هغه وويل: "موږ هيله لرو که چيرې قانون او نظم ښه کړی شي، نو د ايس ايم اي سکټور کلنۍ ودې شرح به ژر ٪۱۵ ته ورسيږي."

د دې په پرتله، په دې وروستيو کې د انډيا او بنګله دیش د ايس ايم اي سکتور کلنۍ ودې کچه په ترتیب سره د ۲۵ او ٪۴۰ ده.

په خرڅولو او برامداتو کې زياتوالی

د آريانوال جيمز، د قیمتي کاڼو د کمپنۍ مالک سيد شفيق احمد وويل، د قیمتي کاڼو د سکتور صنعت په هغه صنعتونو کې وو کوم چې اورپکۍ په مستقيمه توګه اغېزمن کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د کانونو پروسس مکمل په ټپه ودريدو." "د امدنۍ پيدا کولو په دې سکتور کې سرمايه کاري د اورپکۍ له کبله صفر ته راښکته شوه."

هغه زياته کړه، کله چې د قیمتي کاڼو صنعت د ترهګرۍ تر ټولو ناوړه کلونو کې وځپلی شو، نو بهرني سيلانيانو چې د قيمتي کاڼو اخیستلو لپاره به يې د کانونو سيمو ته سفر کولو راتلل بند کړل.

هغه وويل: پخوا، د افغانستان او تاجکستان قيمتي کاڼي، د پنجشیر درې د یاقوتو او زمردو په ګډون، به دوبۍ ته د پاکستان له لارې برامد کيدل. خو په قبایلي سیمو کې ناکرارۍ دا کاروبار اغیزمن کړو، چې په سوداګرۍ او برامداتو کې يې تقريبا ٪۲۰ کمې راوستو.

هغه وويل: "د قانون پلي کونکو د پاکولو عملياتو وروسته حالت چې د طالبانو په ورځو کې ډير ناوړه وو، ښه شوی دی، او د بنير او سوات په ګډون په ډيرو سيمو کې مايننګ شروع شوی دی."

عجيب الله، چې حمزه سټيشنرز، په پيښور کې په چوک ناصر خان د ډالۍ او کتابونو دکان، چلوي، په سوداګرۍ کې د پام وړ زوال سره مخامخ وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زموږ د میاشتنۍ خرڅ نږدې ۴ ميليونه روپۍ (۳۸،۱۶۰ امريکايي ډالره) وو، چې د ترهګرۍ د پېښو له امله په تېرو درېو کلونو کې ٪ ۲۰ کم شو."

هغه وويل: "تروریزم د خېبرپښتونخوا په نورو ښارونو باندې هم ورته اثر لري، چېرته چې سوداګر او کاروبار کونکي د سپلایۍ او اخیستلو لپاره په صوبايي ښار باندې تکيه کوله."

هغه وويل، اوس د ښه نظم او قانون او مناسب سوداګریز چاپېریال سره، د خرڅولو شرح نږدې دوه برابره شوې ده.

هغه وويل، "په قبايلي سيمو کې د ناغوښتلو عناصرو او یا افراطیانو داخليدلو د مخنيوي لپاره د ضرب عضب عملياتو نه وروسته د پولې اغیزمن مدیریت هم یو داسې چاپیریال رامنځته کړو [...] چې د ګاونډي افغانستان او وسطي ايشيايي هېوادونو سره سوداګرۍ ته وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500