امنیت

په پنجاب کې استخباراتي عملیاتو کاميابي ترلاسه کړې ده

جاويد محمود لخوا

د پنجاب پوليس په لاهور کې د دسمبر په مياشت کې د تروریزم ضد ځایي عدالت کې شکمن وسله وال پيش کوي. پولیسو په ۲۰۱۶ کال کې په پنجاب کې په زرګونو مشکوک وسله وال ونيول. [تصوير د جاويد محمود نه په مننې]

د پنجاب پوليس په لاهور کې د دسمبر په مياشت کې د تروریزم ضد ځایي عدالت کې شکمن وسله وال پيش کوي. پولیسو په ۲۰۱۶ کال کې په پنجاب کې په زرګونو مشکوک وسله وال ونيول. [تصوير د جاويد محمود نه په مننې]

څارونکي وايي، د پاکستان استخباراتي عملیاتو (آی بي اوز) په ۲۰۱۶ کې په اورپکۍ ځپلو او وسله والو ته يو سخت ګوزار ورکولو کې مرسته کړې ده.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنيت مطالعاتو انسټیټوت منيجنګ ډايريکټر عبدالله خان وويل: "په ټولنیزه توګه ۲۵،۰۰۰ استخباراتي عمليات د هېواد په بېلابېلو برخو کې [په ۲۰۱۶ کال] کې د وسله والو پر ضد ترسره شول، او تر ټولو زيات عمليات په پنجاب صوبه کې ترسره شوي دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، امنيتي ځواکونو د ۱۱،۰۰۰ نه زیات استخباراتي عمليات صرف په پنجاب کې ترسره کړل.

هغه وويل، د پاکستان د استخباراتو ادارې (آی ایس آی)، د پوځ استخباراتي ادارې او د پنجاب پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) دغه عملیات ترسره کړل، چې په زرګونو وسله وال په کې ونيول شول او په صوبه کې يې امنيتي حالت ښه کړو.

د پنجاب پوليس په لاهور کې د ۲۰۱۶ کال په وروستيو کې وسلې او چاودېدونکي توکي ښیي. دغه مواد په ټول پنجاب کې په ۲۰۱۶ کال کې په استخباراتي عملياتو کې له وسله والو او نورو جنايتکارانو څخه ترلاسه کړی شوي وو. امنيتي ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې په پنجاب کې د ۱۱،۰۰۰ نه زیات استخباراتي عمليات ترسره کړل. [تصوير د جاويد محمود نه په مننې]

د پنجاب پوليس په لاهور کې د ۲۰۱۶ کال په وروستيو کې وسلې او چاودېدونکي توکي ښیي. دغه مواد په ټول پنجاب کې په ۲۰۱۶ کال کې په استخباراتي عملياتو کې له وسله والو او نورو جنايتکارانو څخه ترلاسه کړی شوي وو. امنيتي ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې په پنجاب کې د ۱۱،۰۰۰ نه زیات استخباراتي عمليات ترسره کړل. [تصوير د جاويد محمود نه په مننې]

هغه وويل: "استخباراتي عمليات په هغه سيمو کې ترسره کيږي کوم ځای چې د پوځ عملیات شتون نه لري. هغه هغه ضرب عضب عملياتو ته اشاره وکړه چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل کړل."

خان وايي، چې په پنجاب صوبه کې د تير کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې په تروریستي بریدونو کې ۷۰ فيصده کمی او په هدفي وژنو کې ۲۰ فيصده کمی راغلی دی.

په اجتماعي توګه امنيت ښه شوی دی

په اسلام اباد کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (سي آر ايس ايس) منيجنګ ډايريکټر امتياز ګل وويل: "[استخباراتي عملياتو] ښه کاميابۍ رامنځته کړي دي ... او دا ستراتيژي بايد د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره تيزه کړی شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، استخباراتي عمليات د امنيتي ځواکونو لپاره يو ډير ښه انتخاب دی چې د حد نه زیات ځواک باندې تکیه کولو نه بغير د وسله والو سره مبارزه وکړي. هغه زياته کړه چې استخباراتي عمليات د سولې ساتلو لپاره د پاکستان فعال پلوه طريقه کار په ګوته کوي.

هغه وويل: "په ټوله نړۍ کې، استخباراتي عمليات د هغه عناصرو چې په تشدد او ترهګرۍ کې لاس لري نيولو لپاره ښه ستراتیژي ګنلی شي."

په لاهور کې د پنجاب پولیسو ویاند نایاب حیدر پاکستان فارورډ ته وويل، "دا رښتيا دي چې د ۱۱،۰۰۰ نه زیات استخباراتي عمليات په پنجاب کې ترسره شوي دي، او په نتيجه کې یې د ترهګرۍ اړوندو پیښو کې په پنجاب کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ٪۷۰ کمی راغلی دی."

هغه وويل: "په پنجاب صوبه کې مجمومي امنيتي حالت د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ډير ښه دی."

هغه وويل، د پيسو لپاره د اغوا په پيښو کې ٪۶۵ کمی او د غلا په پيښو کې ٪۶۰ کمی راغلی دی.

د پنجاب پولیسو د کار کردګۍ يو راپور له مخې، د تير کال د جنورۍ او نومبر تر منځ، پوليسو ۳۳،۹۶۸ ملزمان نیولي او د هغوی نه یې غير قانوني وسلې ترلاسه کړي.

په دغه موده کې، پوليسو ۱۰۷،۳۷۸ اشتهاري ملزمان (مطلوب مخروران) او مخروران ونيول. د قانون نافذ کونکو او د جرايم پيشه عناصرو تر منځ په ۲۶۳ نښتو کې، ۲۴ پولیس افسران او ۳۱۲ ملزمان ووژل شول.

د پخواني وسله والو لپاره معافي

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنيت مطالعاتو انسټیټوت منيجنګ ډايريکټر خان وويل، په داسې حال کې چې دغه شميرې ښه دي، حکومت له پکار ده چې د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره نور ګامونه پورته کړي.

هغه وويل: "د اورپکۍ او افراطيت له منځه وړلو لپاره طاقت [که پوځي وي او که د نورو امنيتي ادارو عمليات وي] کافي نه دي." "حکومت له پکار ده چې دهغه وسله والو لپاره کوم چې اورپکۍ پريښودلو ته تيار دي نور لوړ ګامونه لکه د معافۍ او سوکالۍ پيکيجونو اعلان کړي."

هغه وويل، په بلوچستان کې، صوبايي حکومت هغه زرګونو وسله والو ته چې په تېرو څو کلونو کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې تسليم شول، معافي ورکړې ده، او بايد نورې صوبې هم دا ستراتيژي اختيار کړي.

هغه وويل، که په سيند، پنجاب، خیبر پښتونخوا او فاټا کې مشران دغه ورته پاليسي اختيار کړي، نو منع شوي ترهګريز ډلي به د نورو ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې د هغوی په زرګونو غړي به تشدد ترک کړي او سوله ايز وګړي به جوړ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه ده چې زه پرې پوه شوم

ځواب